د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالۍ د کږې بازار په عمومي جومات کې بمې چاودنه په سختو ټکو کې غندي او له امنیتي مسولینو څخه په ټېنګه غوښتنه کوي چې د پېښي عاملین پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري. دغه چاودنه تېره ورځ د جمعي د نمانځه پرمهال رامنځ ته شوه چې له کبله یې د ملا امام په ګډون شپږدیرش تنه ملکي خلک ټپیان او یو تن په حق رسیدلي دي. د افغان ټولنیز نیټورک غړي دغه ډول په مقدسو اوعامو ځایونو کې بمې چاودنې له افغاني فرهنګ او کلتور سره په ټکر کې بولي او د جګړي له دواړو ښکیلو غاړو افغان حکومت + وسلوال مخالفینو څخه غوښتنه کوي چې مقدس ځایونه د جګړو په ډګرونو بدل نکړي او خپل زور ازمایې په بیدیا میدانونو کې وکړي. افغان ټولنیز نیټورک پر دغو دواړو غاړو غږ او غوښتنه کوي چې د یادې پېښي په اړه خپلی پلټنې او څیرنې چټکۍ کړي ترڅو دغه پټ دوښمن څېره خلکو ته بربڼده شي. د نیټورک د غړو په وینا که ددغه پټ دوښمن څېره خلکو ته بربڼده نشي نو په راتلوونکې کې به زیات خلک مسجدونو ته د ورتګ څخه ډډه وکړي نو له امله به زموږ مسجدونه هم خوار او زار شي. نو د افغان امنیتي بنسټونو او طالبانو ترڅنګ له خپلو درنو ولسونو څخه هم غوښتنه کوو چې ددغه ډول مقدسو ځایونو امنیت په خپلو مټو خوندي کړي ترڅو په راتلوونکې کې زموږ بې ګناه ولس له دغه ډول ستونزو او کړاونو سره مخ نشي.
په درنښت افغان ټولنیز نیټورک/ کابل- افغانستان خان ولي کامران
،سلامونه گرانو خویندو او ورونو ته،
جومات د خدای کور دی او ورانول به یی سخت عذاب ولری، خو زه دیته حیران یم چی ددی کور مالک اوساتندوی، هغه ته چی ما خپله هستی او زان سپارلی، سنگه بی غوره دی. هغه چی خپل کور له دی جاهلو پرگنو نشی ساتلی نوما او تا به سنگه ساتی ؟! پشتونه سترگی دی خلاصی کره او لژ راویش شه.
دهغه په اصلی کور مکه کی سلزره امریکایان پراته دی، ده کور صاحب، پغامبران، صحابه، شیخان، ملایان، ، عربان، ایرانیان، پاکستانیان، تاجکان، ازبکان او هزاره گان ورته گوری او دچا ورته زره نه بدیگی، اوکه زور یی نه رسیگی؟ خو یوازی ستا ورته هغه زای؟؟؟ سوزی؟
ته په دی نه پوهیگی چی خلکو درته چل جور کری؟ ته خپل زان ته، خپل کورته او د بل کورته اور اچوی او په دی کرو هیله لری چی جنت ته به لار شی؟ په سترگو به هم ونه گوری، له دی کبله چی ته پشتو ن یی. او که جنت ولاری نو هلته به دی هم اور بل کری وی ، زکه چی ته سپیره یی، ستا چی په خپل بچی زره نه سوزی نو دبل په ماشوم به دی سنگه زره وسوزی؟
بخنه غوارم،
له لژ سوچه ورسته پوه شوم چی زه په غلطه روان یم. خدای تعالی په خپل کتا ب کی لیکلی چه شه او بد د هغه له خوا دی نو په تا “پشتون” باند به یی همدا غ…. پیرزو وی