تاند – په افغانستان کې د دری ژبې وتلی طناز او پروګرام وړاندې کوونکی آصف جلالي د زړه د حملې له امله مړ شو.

ارواښاد جلالي د یک په نامه تلوېزیون سره چې له کابل څخه خپرونې کوي د شبخند پروګرام د وړاندې کولو له امله ډېر مشهور شوی وو چې یو وتلی شخص به یې په پروګرام کې مېلمه کاوه او په بېلابېلو موضوعاتو به یې ورسره د طنز په خوږو خوږې خبرې کولې.

جلالي په پروان کاپیسا ولایت کې زېږېدلی او د کابل پولیتخنیک پوهنتون څخه فارغ شوی وو.

آصف جلالي خپل هنري کار له ملي تلوېزیون سره پیل کړی او وروسته یې نورو تلوېزیونونو ته مخه کړې وه. په یک سربېره نوموړي له طلوع تلوېزیون سره هم کار کړی وو چې د طلوع تلوېزیون له خوا د ټوکیانو د انتخاب په برخه کې یې د پام وړ رول درلود.

3 thoughts on “افغان ټوکي او پروګرام وړاندې کوونکی آصف جلالي مړ شو”
  1. لویه ضایعه ده، کلونه یې د اوښکو باران کې افغانانو ته خوشالي ورکړه. خدای دې جنتونه ورکي اروا یې دې خوشاله وي

  2. انا لله وانا اليه راجعون ـ جنت الفردوس دې ځای اوسي ، خپل ژوند ئې د نورو خندولو لپاره وقف کړئ وو، ټولو دوستانو اومينه والو ته ئې د زړه صبر غواړم

  3. الله ج د جنتونه نصیب کړی .

    محمدآصف جلالي د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ د دهنو اصلي اوسېدونکی وو.
    په ویکيپیدیا کې غلط مالومات ثبت کړیدي.

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *