تاند – سلګونو افغان ځوانانو نن په کابل کې د پاکستان د سفارت مخې ته لاریون وکړ او د دغه هېواد د پوځ او استخباراتي ادارو پر ضد یې شعارونه ورکړل.

دغه لاریون نن جمعه /د اکتوبر ۱۳مه/ په هلمند، کابل او کندهار کې د درې پرله پسې ترهګریزو بریدونو چې لسګونه ملکي افغانان یې شهیدان او ټپیان کړل په درېیمه ورځ ترسره شو.

د لاریون برخه والو وویل چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، او هغوی په وسلو او نورو تجهیزاتو سمبالوي.

لاریونوالو په کابل کې د پاکستان سفارت د ترهګرۍ ځاله وبلله او له نړیوالې ټولنې نه یې وغوښتل چې دغه هېواد د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو په ډله کې شامل کړي. هغوی د پاکستان د پوځ د مشر ګوډاګي ته اور ورته کړ.

هندوستان هم د ۲۰۱۶ د اکتوبر په ۲۷مه یو پاکستانی سیاستوال محمود اختر له هغه هېواد څخه په ورته کړنو کې د لاس لرنې له امله په ساعتونو کې دننه اخراج کړ. (په دې هکله راپور)

ویل کیږي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې له نژدې ۴۰ کالونو راهیسې په خپله خاوره کې افغان ترهګرو او هغو ډلو ته چې د افغانستان په حکومت او خلکو باندې وسله والې حملې کوي، ښوونځي او نورعامه تاسیسات ویجاړوي د ازاد فعالیت اسانتیاوې برابرې کړي او هم یې مالي او تسلیحاتي ملاتړ کوي.

One thought on “افغان ځوانانو په کابل کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو پر ضد لاریون وکړ”
  1. صرف همدومره د یوې ورځې همت چې ټول افغانان وکړي او د وحشي، داړونکو ځناورو ترهګرو په خلاف چې ملي پاڅون وکړي نو دا د ټول عمر ناورین کیدی شي پای ته ورسیږي. لږ همت پکار دی ځکه ددې بلا څخه د خلاصون یواځنۍ لاره همدا ده. ازادي واخلئ څوک یې خیرات کې نه درکوي. که د دولت او نړیوالو په تمه یی نو والله کې د تل لپاره سوله او ارامي ووینئ.

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *