تاند- یوه ځوان افغان یو ریکشا ډوله موټرسایکل جوړ کړی چې هم په برېښنا او هم په لمریزه انرژي چلیږي او د ضرورت په وخت د بایسکل په شان په پېډل هم کار کوي.
دغه موټرسایکل جوړوونکی ښاغلی مصطفي وايي چې موټرسایکل یې د هغو شیشو په وسیله له لمره انرژي اخلي چې پر بام یې ورنصب کړي دي.
دا موټرسایکل په ساعت کې څلوېښت کیلومتره سرعت لري.
مصطفي وايي چې پیډلونه یې د دې لپاره ورکړي چې که د موټرسایکل انرژي کاملاً ختمه شوه نو په بیړني حالت کې ورڅخه کار واخیستل شي.
ډیر ښکلی. خدای د مصطفی جان او دده په شان نورو خوانانو ته لا وړتیا او پیاوړتیا ورکړی چې نور ښکلي ښکلي شیان جوړ کړي او د د ې دردیدلي هیواد لپاره د خدمت مصدر وګرځي.
په درنښت
نور