تاند، یکشنبه، د عقرب ۱۹مه: د ملي دفاع وزارت وايي، په لوګر کې د پکتیا د استیناف محکمې د وژل شویو دریو قاضیانو او یو کارمند قاتل طالب یې په هوايي برید کې وژلی دی.

 دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې تاند ته لیکلي چې ځواکونو یې تېره شپه د لوګر محمداغې کې هوايي عملیات کړي او د دغو قاضیانو قاتل طالب قومندان ویس الدین یې له څلورو نورو ساتونکو سره یو ځای وژلی دی.

 طالبانو د پنجشنبې په ورځ په محمداغې ولسوالۍ کې د پکتیا د استیناف محکمې درې قاضیان او د محکمې یو کارمند په کمیني برید کې وواژه.

 په دې برید کې د اورژبي لیکوال نعمان دوست ورور د جزايي دیوان رئيس قاضي نورالله، د پکتیا ددیوان جزا غړی زین الله، د پکتیا د امنیت عامه دیوان غړی قاضي محمد ایمل او پر ښځو د تاوتریخوالي د مخنیوي دیوان اجرائیه مامور سید کبیر د طالبانو لخوا ووژل شول.

  دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې امنیتي ځواکونو په کندهار کې هم د خپلې لور په وړاندې وژل شوي د ملي ځواکونو د پخواني کارمند قاتل هم له پېښې یوه ورځ وروسته وواژه.

گروه طالبان اما تا کنون در این مورد چیزی نگفته است. ولایت‌های پکتیا و لوگر در جنوب کشور از ولایت‌های ناامن می‌باشد که گروه طالبان در شماری از ولسوالی‌های این ولایت حضور و فعالیت گسترده دارد.

One thought on “افغان ځواکونو د پکتیا د محکمې د قاضیانو قاتل طالب قومندان له ۴ ساتونکو سره وواژه”
  1. ه خبریې دقیق وي ډیرښه چې د آی ایس آی لیوني خډلان یې وژلي. کاشکې یوڅو لوی لوی بمونه یې پغمان و دارلامان کې هم غورځولي وی، هلته هم د افغانانو ۲ لوی قاتلان پټ دي، کنه دهغوی به ساتنه کوي؟

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *