تاند، شنبه، د عقرب ۱۱مه: افغان ځواکونو په کندهار کې هغه کس وژلی دی چې یوه ورځ وړاندې یې د دې ولایت په ارغنداب کې په ډېره بې رحمۍ سره یو کس د خپلې کوچنۍ لور پر وړاندې وژلی و.

افغان ځواکونه وايي، دا کس د کندهار د څلورمې، اوومې، نهمې، دولسمې او څوارلسمې ناحیې په سیمو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی او پنځه نور طالبان یې ژوندي نیولي دي.

د کندهار د والي ویاند احمد بهير احمدي وايي، غلچکي بريدګر، چې دوه ورځې وړاندې يې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې يو افغان سرتيری د خپلې لور مخته وژلی و، تېره شپه د افغان ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې د کندهار په نهمه ناحيه کې وژل شوی دی: (( پنځه نور وسله وال مو هم نیولي چې همدې ته ورته غلچکي بریدونه به یې ترسره کول.))

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

One thought on “افغان ځواکونو هغه طالب وژلی چې یو کس یې د کوچنۍ لور په مخکې ویشتلی و”
  1. پلید وحشي دلته په افغانانو لو ګډ کړی پلرونه ریبي نازک ګلونه یتمان کوي خو بیا همدغه وژوونکی ځناور پرفلسطینیانو اوښکې تویوي بغارې وهي. ستا پردغه وحشي ایدیولوژي کې د لیوني سپی میتیازې

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *