تاند، دوشنبه، د سنبلې ۲۵ مه: ځایی چارواکي د فراه په اناردره ولسوالۍ کې فراه لپاره د طالبانو د والي ملا سیدعظیم د وژل کېدو خبر ورکوي.

د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب تاند ته د ټلیفون پر لیکه وویل، افغان ځواکونو د فراه اناردره ولسوالۍ کې پر طالبانو تېره شپه عملیات کړي چې په ترڅ کې یې د ملا عظیم په ګډون ۳۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دا په دوه ورځو کې د طالبانو دویم والي دی چې وژل کېږي.

پرون هم افغان ځواکونو په دره صوف کې د سمنګانو لپاره د طالبانو نومولی والي مولوي نورالدین له خپلو څلورو ساتونکو سره وژلی و.

افغان ځواکونو څه موده مخکې هم فراه لپاره د ملا مشر اغا په نوم والي وژلی و چې تر هغه وروسته د فراه د طالبانو مشري ملا سیدعظیم ته ورکړې شوې وه.

افغان ځواکونو تر راتلونکو ټاکنو پورې لسو ورځو کې پر طالبانو د سختو عملیاتو خبر ورکړی دی.

One thought on “افغان ځواکونو په دوه ورځو کې د طالبانو دویم والي هم وواژه”
  1. وایم برکت برکت، د دغه وحشي اورمغزي د خبرو وړتیا نلري، بمونه پکار دي بمونه!!! د دې ځناور منطق خپل وحشت لپاره د یوڅو ابوځناورو خوسا روایتونه دي

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *