تاند- د افغانستان امنیتي ځواکونو کندوز ښار له طالبانو ونیوه او ملي بیرغ یې د دغه ښار پر مرکزي چوک ورپاوه.
افغان امنیتي ځواکونو پرون /چهارشنبه/ د کومکي ځواک له رسېدو وروسته د شپې په مخه په کندوز کې عملیات پیل کړل او تېره شپه وتوانېدل چې طالبان د ښار له زیاتو برخو وشړي.
ویل شوي چې په ښار کې هرې خوا ته د طالبانو مړي لیدل کېږي او ځیني شاهدان وايي چې په سلګونو طالبان وژل شوي دي.
خو یوه امنیتي چارواکي وویل چې شاوخوا ۲۰۰ طالبان تېره شپه وژل شوي دي
د دفاع وزارت سرچینې وايي چې ۱۵۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹۰ نور ژوبل دي.
امنیتي ځواکونو له ښاره طالباني بیرغونه لېري کوي
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې لا هم د کندوز ښار په شاوخوا سیمو کې نښتې روانې دي خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې کندوز کاملاً تصفیه شوی دی
ویل شوي چې ولسمشر غني تېره شپه امنیتي ځواکونو ته د کندوز د پاکولو امر وکړ. طالبانو کندوز ښار د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ نیولی و.
ژ وندي دي وي دافغانستان امنيتي ځواكونه
ژ وندي دي وي بي رتبي او ټيټ رتبه سرباز ان او منصوبين .
په جهان دز مريآلو دي دا دوه كاره
يا به وخوري ككري اويا به كأمر ان شي
زمونږملي امنيتي قوتو نه هميشه كاميابه وه او كا ميابه به وي