تاند – افغان چارواکو پاکستان ته شکایت کړی چې، د لښکرطیبه ډلې مشر حافظ محمد سعید په افغانستان کې د داعش ډلې د حملو رهبري کوي.

دا خبر اول يوې امريکايۍ رسنۍ ورکړ. له اسلام اباده د امريکا غږ راډیو- تلویزيون په یوه راپور کې ويل شوي، چې یوه افغان چارواکي ویلی چې، پاکستاني چارواکو ته يې په افغانستان کې د داعش ډلې په حملو کې د سعید د رول په هکله څرګندونې کړې دي. د افغان چارواکي نوم نه دی اخیستل شوی.

په دغه راپور کې ويل شوي چې افغان چارواکو له اسلام اباد څخه د داعش تروریستي حملو په مخنیوي کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان او پاکستان پر سرحدي سيمه د امن پر موضوع یوه مهمه غونډه وشوه. په دې غونډه کې د افغانستان، پاکستان او ناټو چارواکو برخه درلوده.

حافظ سعید یو پاکستانی ترهګر او د ترهګریزو فعالیتونو ملاتړی دی چې پر سر يې امریکا جایزه هم ټاکلې ده، او له ډېرې مودې راهیسې په پاکستان کې ازاد ګرځي. د دغه جنایتکار اړوندې ملېشې په ننګرهار ولایت کې د شینوارو په ولسوالیو کې د داعش په نامه وحشیانه فعالیتونه ترسره کوي.

4 thoughts on “افغان چارواکی: حافظ سعید په افغانستان کې د داعش حملې رهبري کوي”
  1. د دفاع وزرات د اپراسیون ریس په ډاکه دا خبره پاکستانی جنرالانو ته کړي

  2. سلامونه دوستانو زا تر نن ورزي پوري پوه نشوم چي دازمونکه چټل حکومت ولي دي چټل پاکستان ته دومرا وخت ورکوي تر پذونه يه ورسر ډازول نن ورز بيا ورسر ناست د هلته دي خوله وازي نيولي چي پاکستان ورانکاري راکليکي اوهغه کساني راليکي چي د پاکستاله حکومت نه امتيازات ترلاسه کوي او هلته ازاد کرزي ددي هر شي نه په خبريدو بيا هم يو زاي کار کوي ولي افغانستان بايد باکستان نه لاس واخلي لکه هند چي ورنه اخستي لکه ايران بنګله ديش هر هغ ملک چي له پاکستان نه لاس اخستي هغه ټول مخ په ترقي دي او چايه چي لاس ونيو هغه تبا د

  3. حافظ محمد سعید! که پښتون وي، نو پښتونستان دې له پنجاپیانووګټي او که پنجاپئ وي نو مفتیان دې اصلا کړي چې د روژې په پنځلسمه اختر ونه کړي او خپل لاسونه د قندیل بلوچ پڅیر ښځو په وینو سره نکړي۰ ولې له پاکستانه غچ نه اخلۍ چې د انګریز او امریکې لوی مزدور دۍ۰
    اوس د غزا وخت نه دۍ، اوس د پوهې او فکر وخت دۍ۰ تاسې په څیرخلک دي چې د اسلام د پرمختګ او درناوي خنډ ګرځیدلي۰ تاسو د اسلام دین دنیا ته د ترهګر په بڼه کې ښودلی دې۰
    په زغرده وایم چې افغانان په مسلمانۍ کې داسې پاخه دي چې د پنجاب، چیچین، ازبک او یوروپ تازه مسلمانانو ته
    ضرورت نشته چې، د خپلې په بې زړه چاړې ئې حلال(ضبح) کړي۰
    تاسو د چنګیز د وحشت خونړۍ دوره بیرته را ژوندۍ کړه۰

  4. Da Hafiz Saeed na dy balke Qari Saeed dy. Pa daesh ke da shamiledalo na makhke pa oragzai agencai ke da Tehreek-e-Taliban Pakistan (TTP) da dale commander wo che wroosto Afghanistan ta larr ao halta ya da daesh bayat wakrro.Wroosto Da daesh da tarafa da Khurasan da sange mashar muqarar sho. Hafiz Saeed sara ya hiss taluq nashta.

ځواب ورکول خالده خالد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *