فرامرز تمنا

تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی وايي چې د قطر د سولې خبرې یوازې د طالبانو د اسلامي امارت د لوحې او بیرغ پر سر نه دي ځنډول شوي.

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز رييس فرامرز تمنا وايي، د قطر د سولې بهیر په پیل کې د مخکینۍ موافقې خلاف د طالبانو له لوري د بیرغ او لوحې په خاطر زیانمن شو خو تر دې ورهاخوا ځینې نورې پټې مسلې برسېره شوې چې افغانستان یې مجبوره کړ چې په دې برخه کې خپل دریځ سخت کړي او په هوښیارۍ یې مخه ونیسي.

ښاغلي تمنا په قطر کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د پټو خبرو یادونه وکړه، ویې ویل سره له دې چې د دفتر د پرانستلو وړاندیز د افغانستان حکومت کړی و خو کله چې افغانستان ته د دې مسلې تر شا د ځینو پټو دسیسو پته ولګېده په دې پروسه کې یې له برخې اخیستلو ډډه وکړه.

ده د دې دسیسې یا د ده په وینا پټو خبرو جزییات څرګند نه کړل خو په پاکستان کې یې د افغانستان له سفیر سره د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار خبرو ته اشاره وکړه چې د ده په وینا په قومي بنیاد د افغانستان د فدرالي کېدو غوښتنه یې کړې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نن د افغانستان د چارواکو د وروستیو نیوکو په غبرګون کې وویل چې دا ډول توندې څرګندونې د افغانستان د سولې بهیر زیانمنولی شي.

پاکستان وايي چې دا د دوی هلې ځلې وې چې وسله وال طالبان یې له امریکا او د افغانستان له حکومت سره خبرو ته حاضر کړل.

هم افغان چارواکو او هم لوېدیځوالو تل ویلي چې پاکستان د افغانستان په سوله کې اساسي رول لرلی شي.

په وروستیو کې د قطر د دفتر په پرانستل کېدو پسې امریکا او بریتانیا د پاکستان رول وستایه. د دوی په وینا پاکستان په افغانستان کې د سولې په رامنځته کولو کې یو لړ مثبت ګامونه اخیستي دي.

فرامر تمنا د کرزي په حکومت کې پښتنو بیروکراتانو ته په اشارې وویل:«همدا اوس په حکومت کې ږیرخرېیلي – نکټايي اغوستونکي طالبان لرو چې د تنګو قبیلوي او قومي هویتونو پر اساس په قدرت کې د طالبانو د شاملولو غوښتونکي دي.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي دا هم وویل چې د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان رول له پامه غورځوي او د دې پر ځای هڅه کوي چې د بین الافغاني خبرو او پر پاکستان د نورو هیوادونو د فشار له لارې د سولې بهیر بریالی شي.

One thought on “افغان چارواکی: د قطر بهیر د یو لړ پټو مسایلو په خاطر ځنډول شوی”
  1. دافغانستان خلک دی پوه شی چه موجود ارګ نشینان او ددوی انحصاری تیم چه دمواد مخدرو،فساد او دمعافیت به سادیسم اخته دی اوبی
    امنیتی او بی عدالتی کی خپلی ګتی ساتی هغوی صلح نه غواری او دصلحی لپاره کوم اجندا هم نلری.هسی دافغانانو سترګو کی خاوری اچوی اوله بلی خوا مخالفین هم دصلحی لباره کوم پروګرام چه هغه افغانی وی نه لری دوی هم خپل واک ندی او مخالفین هم که چیری خوک په افغانستان کی صلح وغواری دفرامرز په شان چه خان ته یی انتر نالستی صفت غوره کری بیا دخان دساتلو دخپل دچوکی دله لاسه نه ورکولوپه خاطربی معنی خبری کوی.صلحه دافغانستان دخلکو غوشتنه ده داهیواد دتولو تاتوبی دی اوتول په کی حق لری زوند،کار او په قدرت کی برخه ولری .رازی چه دانحصار ګری،دتعصب نه لاس واخلو ملی ګتی په نظرکی ونیسودا دقدرت نیشه له سره لری کرو اوپه تاریخ کی شه نوم پریزدوو.

ځواب ورکول اوریا ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *