تاند – د پاکستان د کرکټ له ملي ټیم څخه د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې بایلل په وروستي اوور کې د افغان ډلې بریالیتوب دی. دا ځکه په بریالیتوب حسابیږي چې پاکستان د کرکټ د نړیوالې شورا دایمي غړی هیواد دی او افغانستان لاهم د دوهمې کچې په ټیمونو کې حسابیږي.

بله مساله د میدان دی پاکستان په اماراتو کې ډیرې لوبې کړې دي او د دې لپاره چې په پاکستان کې امنیت ښه نه دی نو د نورو هیوادو د کرکټ ټیمونه پاکستان ته نه ځي له همدې امله نورو لوبډلو ته پاکستان په عربي متحد اماراتو کې د لوبې بلنه ورکوي او ټاکل شوې ده چې روانه میاشت د پاکستان ټیم په همدې لړ کې د سریلانکا له لوبډلې سره د شل اورونو، یوې ورځې او ټیسټ میچ لوبې وکړي. په دې کې هم شک نه شته چې د افغانستان ټیم هم په عربي متحد اماراتو کې ډيرې لوبې کړې دي.

که چیرته په شارجه کې د افغان او پاکستاني لوبډلو د یکشنبې لوبه څوک وڅیړي نو د افغانانو کمزوری اړخ دا و چې په پیل کې یې توپویشتونکي تر تاثیر لاندې راغلې وو محمد شهزاد په دوو منډو وسوځید او نورزو منګل لس توپونو ته ودرید او یوازې یوه منډه یې وکړه هغه هم ترسخت فشار لاندې.

د افغانستان له دغو دوو تکړه توپویشتونکو هیله کیده چې ښه به وځلیږي ځکه چې دوی په ټیم کې پاخه او زاړه دي نو تمه وه چې د بل ټیم تر اغیزې لاندې په دې ډول رانشي.

په دوی پسې چې کله اصغر ستانکزی راغی هغه ښه وځلیده په شل توپوونو یې ۱۵ منډې وکړې خو هغه دوې شپږیزې واخیستې او داسې ښکاریده چې لاهم د پاکستان د تجربه کاره باولرانو اغیز پرې شته خو په ستانکزي پسې نجیب الله ځدراڼ خورا ښه ولوبید او افغان ډله یې په پښو ودروله ده په ۳۰ توپونو د پاکستان په نژدې ټولو باولرانو ۳۸ منډې وکړې او د پاکستان تکړه باولر جنید خان چې درې لوبغاړې یې په دې لوبه کې وسوځول څو ځله خوله له هوا وپړسوله او درد ورغی چې ځدراڼ به پرې څلور واخیستې.

افغان کپتان محمد نبي هم ژر پنځلس منډې وکړې خو بدقسمته و کله چې یې د شاهد اپریدي پر توپ شارټ واهه ویکټې یې ولګیدې او وسوځید.

بیا سمیع الله شینواري ۱۶ او میرویس اشرف ۲۸ منډې وکړې. د اشرف لوبه د ډیرې ستاینې ده دی تر پایه ونه سوځید او دغه ۲۸ منډې یې یوازې په ۲۲ توپونو وکړې. دی د پاکستان د تکړه باولر سهیل توپونو ته هم ودرید او د سهیل لپاره میدان مناسب و ځکه یې په ټاکلیو څلورو اورونو کې یوازې ۱۱ منډې ورکړې او دوه افغان لوبغاړي یې هم اوټ کړل.

افغانستان په شل اورنو کې د ۸ ویکټونو له سوځیدو سره د ۶،۸۵ په اوسط په هر اوور کې لوبه وکړه او ۱۳۸ منډې یې پاکستان ته هدف وټاکه.

پاکستان داسې اټکل نه و کړی چې افغانان به دومره رنزونه جوړوي. د افغان ډلې له بیټنګ نه وروسته یوه خبریال د پاکستان له تکړه باولر سهیل تنویر څخه پوښتنه وکړه چې د افغانانو لوبه څنګه وه؟ ده په ځواب کې وویل چې زموږ پر سست باولرانو یا سپین باولرانو د نړۍ تر ټولو د پیاوړي ټیم جنوبي افریقا بیټسمینانو تیره میاشت زموږ د لوبو پر مهال شارټ نه شوای وهلی خو افغان بیټسمینانو پرې څلوریزې او شپږیزې واخیستې.

د بالنګ په برخه کې افغان باولران، له سمیع الله شینوارې او دولت ځدراڼ نه پرته ټولو لږ منډې پاکستان ته ورکړې. دغو دوو لوبغاړو لومړی په یوه اوور کې ۸،۶۶ منډې په اوسط حساب ورکړې او ځدراڼ ۸،۸۲ .

په وروستي اوور کې داسې ښکارې چې غوره وه باولنګ شاپور ځدراڼ کړی وای ځکه چې هغه درې اووره کړي و او یوازې ۱۷ منډې یې ورکړې وې خو کپتان محمد نبي توپ دولت ځدراڼ ته ورکړ چې یو توپ یې( وایډ) او بل یې (نو) وکړ او له دې سره دوه نومرې او دوه توپه افغان لوبډله جریمه شوه.

د پاکستان د بیټنګ په وخت د افغان لوبډلې فیلډینګ ښه و. د دې لپاره چې مناسبې منډې یې جوړې کړې وې نو ګمان کوم چې د لوبغاړو پر سر د پاکستان د لوبډلې هغه رعب کم شوی و او دوی هیله لرله چې لوبه به وګټي. لوبه د ګټې هم وه یو وخت له لس اوور وروسته د افغانستان د لوبې ګراف لوړ شو بیا تر اخره کله مساوي کله لوړ و خو له ۱۷ اوور وروسته لږ پر ځوړ شو او لاهم افغانانو تمه لرله چې لوبه به د دوی په ګټه تمامیږي، څیړونکو هم قاطع نظر نه شوای ورکولی.

د دغه زیان سربیره چې په شلم اوور کې پاکستان لوبه وګټله، افغان لوبډلې باید دا روحیه اخیستې وي چې د نړۍ له لسو مخکښو ټیمونو سره چې د ای سي سي یا د کرکټ د نړیوالې شورا دایمي غړیتوب لري، لوبه کولی شي. دغه روحیه د مارچ او اپریل میاشتو ته خورا مهمه ده چې پکې د شل اورونو نړیوال جام لوبې په بنګله دیش کې ترسره کیږي. افغان ټیم هلته د جام لومړۍ لوبه د مارچ په ۱۶ له بنګله دیش سره کوي او که داسې ولوبیږي لکه نن چې ولوبیده نو ډیر چانس لري چې بنګله دیش ته ماتې ورکړي د افغانستان په ګروپ کې بیا بله لوبه له هانګ کانګ سره د مارچ په ۱۸ ده او دریمه لوبه یې د مارچ په ۲۰ له نیپال سره ده. پر نیپال او هانګ کانګ د افغان لوبډلې سیورې بر دی نو دا چانس یې بیا زیاتیږي چې د شل اورونو دوهمې دورې ته ووځي.

د نړیوال جام لوبو لپاره افغان خپل ټیم د نویو کسانو د جذب چانس هم لري ځکه چې د ډسمبر په ۲۸ د افغانستان د نولس کلونو لوبغاړو ټیم د سریلانکا له نولس کلنو سره په ابوظبي کې مسابقه لري او بیا نولس کلنه افغان ډله د دسمبر په ۲۹ د بنګله دیش له نولس کلنو سره لوبیږي او تر هغه وروسته د دسمبر په ۳۱ د میانمار له نولس کلنې ډلې سره مسابقه لري. دا لوبې د اسیا د شورا تر اتلس کلونو د ټیټ عمره لوبغاړو دي که له دغو کسانو یو یا دوه تنه ملي ټیم ته جذب شي ښایي ګټه به مو کړې وي په تیره بیا د ۲۰۱۵ کال د پنځوس اورونو نړیوال جام ته چې په نیوزیلنډ او استرالیا کې ترسره کیږي.

6 thoughts on “افغان ډلې له پاکستانه کرکټ بایلود خو”
  1. کله چی ما ستاسو لوبه په یو تلویزیون کی ولیدله ،ډیره جالبه راته معلومه شوه. بیا هم زه پر خپلو افغان لوبغاړو ویاړم چی په ډیر کم تفاوت سره یی خپل سیال ته لوبه بایلوده. دا په حقیقت کی بایلل نه بلکه یو تصادفی چانس وو چی پنجابیانو ته برابر شو. دوی خو دالوبه له سګونو کلونو راهیسی له خپل پلاره زده کړی او پخی تجربی لری . نو زمونږ د ځوانو لوبغاړو دومره ستره لاسته راوړنه بیاهم د افغانستان خلکو او ملت ته د افتخار ځای دی. الله موتل بریالی او سرلوړی لره. آمین

  2. زما په نظر د (افغان ډلې له پاکستانه کرکټ بایلود) ترکیب سم نه دی. د تاند له معیاري ویب سایټ سره نه ښایي چې داسې لیکل وکړي. پر ځای یې مونږ داسې اصطلاح لرو چې فلان په فلان باندې بایلود. هیله ده چې خوا مو بده نشي او په راتلونکي کې یې په پام کې ونیسئ.

  3. افغان زمریانو ته د بشپړې روغتیا هیله کوم
    افغانان دې تلوار نه کوي، لا هم وخت پکار دی چې پدې نوي سپورټ کې د نړۍ لمړی کلاس لوبډلو ته د ماتې ورکونې تمه ولرو.
    خو، یو وخت به د افغانانو دا آرمان هرومرو پوره کیږي. موږ د خپلو زمریانو سره مله او هغوی زموږ د دغه آرمان لپاره خولې تویوي.

  4. افرین افرین سل ځله افرین په افغان ملی لوبډلی چی تیره شپه په شارجه کی د پاکستانی لوبډلی پروړاندی ډیره شه وځلیده
    مونږټول افغانان په همدوی باندی ویاړو او خدای څخه د لازایاتی بریاووپه هیله قسمت

  5. مونږ یوازی د روزونکی ستونزه لرو تر څو ټیم د لوبی په روحیه سمبال کړو او بله ستونزه مو د اوپننګ ده پرته لدی په مونږ کی د وړتیاوو کمبود نشته. هیله ده لوب ډله او کرکټ بورډ دغه دوه ستونزی حل کړی او ښه پلاننګ ورته وکړی

ځواب ورکول شمالیوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *