اکبر ایازي

تاند- مشهور افغان ژورنالیست اکبر ایازي تېره شپه (یکشنبه) له یوې اوږدې ناروغۍ وروسته په امریکا کې وفات شو.

اکبر ایازي په اتیایمه لسیزه کې په امریکا ږغ کې ژورنالیستي فعالیت پیل کړ، په ۲۰۰۵ م کال چک جمهوریت ته لاړ او ۱۰ کاله یې د ازادي راډیو د مشر او یوه موده هم د جنوبي او مرکزي اسیا د څانګو د ريیس په توګه کار وکړ.

په ۲۰۱۵م کال بېرته امریکا ته لاړ او د دې راډیو د جنوبي او مرکزي اسیا سیمه ییز مشر شو.

ده په امریکا او ازادي راډیوګانو کې تر کارکولو او امریکا ته تر مهاجرېدو مخکې د افغانستان په ملي راډیو تلویزیون کې هم د لنډ وخت لپاره د ویاند په توګه کار کړی و.

اکبر ایازي په ۱۳۳۳ لمریز کال (۱۹۴۶ م) په کندهار کې زېږېدلی، د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي له لوستلو وروسته یې د ډیلي له نهرو پوهنتون څخه په تخنیکي مدیریت دیپلوم اخیستی او په ۱۹۸۰ م کال امریکا ته مهاجر شوی و.

اکبر ایازي په امریکا ږغ کې د جنوبي او مرکزي اسیا د څانګو د عمومي ریاست په موده کې د برما د روهینګیايي مسلمانانو په ژبه خپرونې پیل کړې همداراز د ده په هڅه د ازادې اروپا په خپرونو کې د مشال په نوم پښتو راډیو ایجاد شوه.

د اکبر ایازي کورنۍ وايي چې نوموړي له نژدې دوو کلونو راهیسې د سږې سرطان درلود.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي د ایازي په مړینه خواشیني ښکاره کړی او د هغه مړینه یې ضایعه بللې ده.

One thought on “افغان ژورنالیست اکبر ایازي وفات شو”
  1. انا لله و انا الیه راجعون
    ایازی سآب اکبر خان دې الله وبخښي ،جنتان دې نصیب سي. کورنۍ او دوستانو ته ېې تسلیت وایو.
    زما د ایازي ساب یوه د هغو مناظرو چې آزادۍ راډیو کې ېې د ولسمشرۍ نوماندانو تر مینځ اداره کوله ؛
    او بل د هغه څلوریزې چې کله کله به له امریکا ژغ راډیو څخه خپریدلې ، ډیرې خوښېدلې. مړینه ېې یوه ضایعه ده.په احترام.

ځواب ورکول ډ۰ حميدالله زړور ساپی Dr.Hamidullah Zlrraver Safpi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *