شپږیزه سیالۍ د افغانستان کورني کرکټ په کچه تر ټولو مخکښه سیالۍ ده چې د ډیری مینه والو درلودلو سربیره په خورا ښه کیفیت سره د تلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه هم ښودل کیږي.
سږ کال د شپږیزې سیالۍ لپاره د نویو نوښتونو تابیا نیول شوې ده او د عالي پروګرامونو په پلي کولو سره به د نورو کلونو په پرتله ځانګړی رنګ ولري.
تیر کال په دغو سیالیو کې پنځه لوبډلو لوبه کوله خو سږ کال به د کابل بازانو په نوم نوې لوبډله په دغو سیالیو کې ګډون ولري او د لوبو شمیر به هم د تیر کال په پرتله زیات وي.
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې نن د شپږیزې سیالۍ شپږو لوبډلو لپاره د لوبډلمشرانو نومونه اعلان کړل چې په لاندې ډول دي.
اصغر ستانکزی د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، نوروز منګل د مس عینک اتلانو لوبډلې لوبډلمشر، شفیق الله شفق د سپین غر زمریانو لوبډلې لوبډلمشر، محمد نبي عیسی د بندامیر ښامارانو لوبډلې لوبډلمشر، جاوید احمدي د آمو نهنګانو لوبډلې لوبډلمشر او شاپور ځدراڼ د بست ساتونکو لوبډلې لوبډلمشر.
د شپږیزې سیالۍ به د روان لمریز کال عقرب په ۱۱ مه نیټه د الکوزي- کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي او د یک تلویزیون څخه به په ژوندۍ بڼه خپریږي.
که د انډیا هیواد ای پی ایل لری مونږ هم د هغوی کم نه یو
زنده باد شپږیزه لیګ