تاند – د پنځلس اورونو لوبه په ۵۴ منډو ګټل دا مانا لري چې د ګټونکي او بایلونکي ټیم تر منځ خورا ستر توپیر دی. افغان الف کرکټ لوبډلې په دغه ستر تفاوت د پاکستان الف ټیم ته په اسلام اباد کې ماتې ورکړه.

د افغانستان له لورې نجیب اله ځدراڼ ډير ښه ولوبیده، ده په ۳۲ توپونو ۶۰ منډې وکړې او تر اخره پاتې شو. دی د لوبې غوره لوبغاړی هم انتخاب شو. د پاکستان له لورې یوازې بابر اعظم ۳۰ منډې وکړې، نور یې یو لوبغاړی هم ونه توانیده چې شل رنزه وکړي. په افغان باولرانو کې محمد نبي، افتاب عالم او ګلبدین دوې دوې ویکټې واخیستې، فرید احمد او نسیم بړیڅ د پاکستان یو یو لوبغاړی وسوځاوه. د پاکستان د ټیم نهه لوبغاړې وسوځیدل او په ټاکلیو ۱۵ اورونو کې یې ایله په بیله ۱۰۰ منډې جوړې کړې.

ځيني ښایي استدلال وکړي چې د پاکستان تکړه لوبغاړي ونه لوبیدل. دا خبره سمه نه ده؟

د همدې لپاره به د پاکستان د ټیم هغه لوبغاړي چې له افغانستان الف سره په دې پنځلس اوورنو لوبې کې د شنبې په ورځ ولوبیدل، معرفي کړو:

ناصر جمشید

دی د پاکستان د ملي ټیم غړی دی، د پاکستان په دریو مهمو او تکړه ټیمونو کې لوبیدلی دی، له لاهور لاین، لاهور ریجن بلو، پاکستان نشنل بانک سره لوبیدلی دی او په بهرنیو ټیمونو کې د ترینیداد اینډ توباګو ریډ سټیل لوبغاړی پاتې شوی دی.

څلرویشت کلن ناصر جمشید د پاکستان تر نولس کلونو لږ عمره لوبغاړو سره هم لوبیدلی. ناصر جمشید هغه لوبغاړی دی چې دوه ځله په پنځه ورځنیو لوبو کې د پاکستان لپاره له جنوبي افریقا سره لوبیدلی دی.

اویس ضیا

اویس ضیا د پاکستان د ملي ټیم غړی دی، د پاکستان دننه د مهم ټیم خان ریسرچ لیبارټریز لوبغاړی پاتې شوی دی، د پاکستان ټي وي، راولپنډي او راولپنډي ریمز لوبغاړي هم وو. په بنګله دیش کې له ډاکه ګلډیټورز ټیم سره حرفوي لوبغاړی و.

اویس د پاکستان ټیم له لورې له انګستان سره په شل اورونو لوبو کې لوبیدلی دی.

شعیب مقصود

اووه ویشت کلن شعیب د پاکستان د ملي ټیم غړی دی. تر اوسه یې له ملي ټیم سره ۱۸ میچونو کې برخه اخیستې ده. ده په ملي ټیم کې لومړۍ لوبه له جنوبي افریقا سره دوه کاله مخکې پیل کړه. دی په خپل هیواد کې د بلوچستان، ملتان ریجن، ملتان ټایګر، نشنل بانک اف پاکستان، تر نولس کلنو کمر عمره پاکستان ټیم او واټر اینډ پاور ډیویلپمنټ اتاریټي ټیمونو سره لوبیدلی دی.

بابر اعظم

بابر اعظم هغه لوبغاړی دی چې تر اوسه د پاکستان ملي ټیم سره نه دی لوبیدلی. دی شل کلن دی، له پاکستان الف سره یې مخکې هم لوبه کړې، دپاکستان د ۱۵ کلونو د ټیم لوبغاړی پاتې شوی، د پاکستان تر ۱۹ کلونو لږ عمره لوبغاړی پاتې شوی، د پاکستان د ۲۳ کلنو لوبغاړی پاتې شوی، له راولپنډۍ ریمز سره لوبیدلی او د پاکستان د مشهور ټیم زرعي ترقیاتي بانک لوبغاړی دی.

محمد رضوان

دوه ویشت کلن رضوان د پاکستان له الف ټیم سره لوبه کړې، د پاکستان د ۱۹ کلنو او ۲۳ کلنو ټیمونو لوبغاړی پاتې شوی، د پیښور او سویي ناردرن ګیس پایپ لاین لمیټیډ ټیم غړی و.

حافظ سعد نسیم

دی څلرویشت کلن دی. د لاهور ایګلز، لاهور لاین، لاهور ریوي، لاهور شالیمار، پاکستان الف، پنجاب پاکستان ټیمونو سره لوبیدلی دی. حافظ سعد نسیم یو ځل د شل اورونو په لوبه کې د پاکستان له لورې له استرالیا سره لوبیدلی دی.

انور علي

شپږ ویشت کلن انور علي د پاکستان د ملي ټیم غړی دی، دی له کراچي بلوز، کراچي ډولفینز، کراچي هاربر، کراچي اربن، کراچي زیبراز، پاکستان الف، پاکستان انټرنشنل ایرلاینز، سند او پاکستان نولس کلنو لوبډلو لوبغاړی پاتې شوی دی.

انور علي د پاکستان له ملي ټیم سره اووه یو ورځنۍ لوبې کړې دي. دی د پاکستان له لورې د نړۍ له دوو پیاوړیو هیوادو جنوبي افریقا او استرالیا سره لوبه کړې ده.

بلاول بټي

درویشت کلن دی. دی د پاکستان د ملي ټیم لوبغاړی دی، د پاکستان د ۱۹ او ۲۳ کلنو ټیمونو لوبغاړی پاتې شوی، د سیالکوټ، سټیټ بانک اف پاکستان، سویي ناردرن ګس پایپ لاین ټیمونو لوبغاړی پاتې شوی. بلاول بټي د پاکستان د ملي ټیم لپاره دوه ټیسټ میچونه هم کړې دي او په اتو یو ورځنیو لوبو کې یې برخه اخیستې ده.

عمر ګل

عمر ګل دیرش کلن دی او په تیرو پنځو کلونو کې چې کله دی د پاکستان له ملي ټیم سره نه لوبیږي نو د نړۍ د کرکټ خبرونو یو خبردا وی چې د پاکستان په ټیم کې عمر ګل نشته. عمر ګل په حرفوي ډول د لویدیځې استرالیا په ټیم کې لوبیدلی او د انګلستان د ساسیکس ټیم غړی پاتې شوی دی.

عمرګل د پاکستان د ملي ټیم لپاره په ۴۷ ټیسټ میچونو کې برخه اخیستې ده او ۱۲۴ یو ورځنۍ لوبې یې کړې دي.

رضا حسن

دوه ویشت کلن رضا حسن د پاکستان د ملي ټیم لوبغاړی دی، دی د پاکستان له ۱۹ او ۲۳ کلونو ټیمونو سره لوبیدلی دی د پاکستان دننه د مهمو ټیمونو لکه زرعي ترقیاتي بانک لمیټیډ لوبغاړی پاتې شوی دی، همدراز د سویي ناردن ګیس پایپ لاین لمیټیډ لوبغاړی پاتې شوی دی، یو وخت د راولپنډي ریمز لوبغاړی هم و.

ده خپله لومړۍ لوبه تیر اکتوبر د پاکستان د ملي ټیم لپاره په دوبۍ کې د استرالیا په وړاندې وکړه.

محمد عرفان

عرفان ۳۲ کلن دی. دی د پاکستان د ملي ټیم لوبغاړی دی. د پاکستان له ملي ټیم سره یې ۳۳ یو ورځنۍ لوبو کې برخه اخیستې ده او په څلور پنځه ورځنۍ لوبو کې لوبیدلی دی. عرفان د پاکستان له لورې د نړۍ له ټولو مهمو هیوادو، که جنوبي افریقا ده ، استرالیا ده، انګلستان دی یا هندوستان دی، برخه اخیستې ده

د پاکستان الف په لوبډله کې بابر اعظم، محمد رضوان او حافظ نسیم هغه درې لوبغاړي وو چې تر اوسه د پاکستان په ملي ټیم کې نه دې لوبیدلي.

د افغانستان په لوبغاړو کې محمد شهزاد د ملي ټیم غړی دی خو کرکټ بورډ یې له یوې مودې راهیسې په ملي ټیم کې نه نیسي، نجیب ترکی کله په ملي ټیم کې لوبیږي کله نه لوبیږي، حشمت اله شهیدي هم لږ له ملي ټیم سره لوبیدلی دی، محمد نبي د ملي تیم غړی دی، نجیب اله ځدراڼ هم د ملي ټیم غړی دی، سمیمع اله شینواری د ملي ټیم غړی دی، فرید احمد، شفیق اله، افتاب عالم، ګلبدین نایب او نسیم بړیڅ هغه لوبغاړي دي چې تکړه دي په ملي ټیم کې په سختي ځای پیدا کولی شي.

3 thoughts on “افغان کرکټ لوبغاړو د پاکستان ملي ټیم ته ماتې ورکړې؟”
  1. کور مو ودان چې دومره معلومات مو راټول کړي دي. هر ټکي ته چې خپروئ یې د قدر په سترګه ګورو. مننه

  2. !!! ملي ټېم نه، بلکې د افغانستان آ ټېم د پاکستان آ ټېم ته ماتې ورکړې ده

ځواب ورکول د . ا . عثمان . ر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *