تاند – د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د ۲۰۱۶ کال د کرکټ د شل اورونو په نړیوال جام کې زیمبابوې ته ۵۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د نړیوال جام دوهم پړاو ته یې لاره ورکړه.
د افغانستان له لورې تر ټولو ډیرې منډې محمد نبي وکړې ده په ۳۲ توپونو ۵۲ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو. سمیع الله شینواري ۴۳، محمد شهزاد ۴۰ او ټول ټیم ۱۸۶ منډې وکړې.
د زیمبابوې لوبډله مخکې تر دې چې دې هدف ته ورسیږي ټول لوبغاړي یې د ۱۲۷ منډو په ترسره کولو وسوځیدل. د افغانستان له لورې راشد خان په څلور اورونو کې یوازې ۱۱ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې اوټ کړل.
افغانستان په دې ډول د نړیوال جام په الف ګروپ کې له انګستان، جنوبي افریقا، سریلانکا او ویسټ اینډیز سره یوځای شو.
په دې ګروپ کې ټولې لوبډلې تکړه دي، خو انګلستان ډیر تیز توپویشتونکي او جنوبي افریقا خطرناکه توپ اچوونکي لري. دا امکان لري چې افغان لوبډله پر ویسټ اینډیز او سریلانکا برلاسه شي.
د کرکټ تیم د بریالیتوب عوامل باید وڅیړل شی او ددی تیم د بریاوو خصوصیات باید د نورو لپاره او خصوصا د ناکام حکام لپاره ښه درس دی پدی شرط چه سترګی او غوږونه یی روغ وی او قصد د اصلاح ولری نو ځینی عوامل یی کیدای شی دا وی:
1- ښه تمرین او تیاری
2- اخلاص او تعاون د کامیابی لپاره
3- مخلص او مؤمن قیادت
4- دینداری ، مؤمنانه ژوند ،ذکر او حسن عبادت
5- وظیفه پیژندنه او وخت نه ضایع کول
او داسی نور عوامل چه د دی میدان دموخو لپاره ممد واقع کیږی.
نوایکاش چه دموږ حکام او مشرانو مشترک ملی اهداف تعقیبولی،اوخپل مینځ کی یوبل اوملت ته غله نه وای،او د بشردوست خبره ع او غ په دوو متضادو لوریو هغه هم لکه داړونکی ملت داړی د ملی ګټو ، ملی امنیت،ملی خدمات،ملت جوړونه اوملت پالنه خو هیڅ ظرفیت اوحتی څرک هم نشته اودسازش او معاملو مبتکرین چه دبن له تړون نه په حکومت کی اکثریت او برلاسی لری چه کرزی غوندی ،اشرف غنی هم دخپلو تنظیمی او انحصاری ناروا ګټو لپاره استعمالوی او ملت به همداسی محروم او مظلوم ساتی چه دا ډول اداره دنورو دښمنانو نه ملت ته مضره او دیوی خبیثه تومور حیثیت لری چه ۱۴کلن نتایج همدا ثابتوی.
This Afghan team might beat West Indies and SriLanka team inshallah