تاند – ټاکل شوې ده چې نن د عربي متحد اماراتو په شارجه ښار کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له کینیا سره د شل اورونو لوبه وکړي. ټاکل شوې ده دا لوبه د کابل په وخت د ماسپښین په دوه نیمو بجو پیل شي.

په عربي متحد اماراتو کې روانې لوبې د راتلونکي میلادي کال د شل اورونو د نړیوال جام د غوراوي لپاره دي. افغانستان په ( بي ) ګروپ کې تر اوسه شپږ لوبې کړې دي چې پنځه یې ګټلې دي او یوه یې بایللې ده چې له دې سره افغان ډلې لس پواینټه خپل کړې دي او د خپل ګروپ په سر کې دی. کینیا بیا څلورم مقام لري. که افغان ډله ننۍ لوبه وګټي د خپل ګروپ په سر کې به پاتې شي او بیا به د الف ګروپ له دریم ټیم سره مسابقې ته وځي خو که خدای مه کړه افغان کرکټ ټیم ننۍ لوبه بایلوده نو دا بیا تر دې پورې ده چې په څه امتیاز دا لوبه بایلي که په ډیر تفاوت وه نو هالنډ به بیا د بي ګروپ په سر کې راشي.

د الف په ګروپ کې تر دې دمه ایرلنډ لومړی، هانګانګ دوهم او کوربه هیواد عربي متحد امارات دریم مقام لري خو د دې ګروپ لوبې پاتې دي او تر اوسه دغه ترتیب ټکنی دی کیدای شي چې په دغو دریو ډلو کې هر یو پورته شي او هر یو راښکته شي.

افغانستان خپله تیره لوبه چې د جمعې په ورځ وشوه له نیپال څخه چې یو غښتلی ټیم دی په نهو ویکټو وګټله. په دې لوبه کې د افغانستان د لوبډلې د سرلوبغاړی محمد شهزاد ښه وځلید ده په ۲۲ توپونو ۴۳ منډې وکړې او ونه سوځید که د شهزاد بیټ نن له کینیا سره هم همداسې وچلیږي نو بیا هیله ډیره ده چې افغانستان دا لوبه وګټي او د خپل ګروپ په سر کې پاتې شي.

د شل اورونو د غوراوي تر دې لوبو مخکې افغانستان د سپتمبر- نومبر د لوبو په بهیر کې له کینیا سره په عربي متحد اماراتو کې یو لړ مسابقې وکړې چې افغان ټیم کینیا ته هم په یوه ورځنۍ لوبو کې ماتې ورکړه او هم په څلور ورځنۍ کې نو د افغان لوبغاړو سیورې پرې باندې دی خو بیا هم وګورو چې افغان ډله به نن څه وکړي.

.

2 thoughts on “افغان کرکټ لوبډله نن له کینیا سره مسابقه کوي”
  1. الله (ج) د وکړی چی دا اودی ته ورته لوبی وګټی اوافغانستان نورهم په نړی کی وځلوی . دنورو افغانی ورڼو اوخویندو څخه می هم داهیله ده چی افغانی لوبغاړی په خپلودوعاګانوکی له یاده ونه باسی ځکه چی انسان ترخپلی وسی پوری پړدی نوکه نوروس مونه ریسږی چی په لوبو کی کومک ورسره وکړو، په دوعاګانوکی هیرول به، هم د دی لوبغاړو سره اوهم د افغانستان هغه بریا چی د افغانی لوبغاړو اوزمونږ دوعاګانو په نتیجه کی ترلاسه کوی، زمونږ لوی غفلت وی.

ځواب ورکول shafiq hamdard ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *