د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن سهار په ځانګړې خبري ناسته کې له ګډون څخه وروسته هند ته ولاړه او هلته به د تمریناتو په پراخه لړۍ کې ګډون وکړي. د تمریناتو په لړۍ کې له ګډون څخه وروسته به ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان او د آسیا جام په غوراوي پړاو سیالیو کې ونډه واخلي. د آسیا جام غوراوي پړاو سیالۍ به د روان زیږدیز کال فیبروري په ۱۹مه نیټه په بنګله دیش کې پیل او تر ۲۲مې نیټې پورې به دوام وکړي. په دغو سیالیو کې د آسیا په کچه د دوهمې درجې غړیتوب لرونکې لوبډلې (افغانستان، عمان، هانګ کانګ او متحده عربي امارات) ونډه لري او افغانستان به له ټولو ګډون کونکو لوبډلو سره لوبې ترسره کوي. په پایله کې به دوه غوره لوبډلې د سیالیو وروستي پړاو کې پایلوبه ترسره کوي او یوه لوبډله به آسیا جام سیالیو ته لارموندنه کوي.

ملي لوبډله د آسیا جام غوراوي پړاو سیالیو او د لارموندنې په صورت کې د آسیا جام سیالیو کې له ګډون څخه وروسته په نړیوال شل اوریز جام سیالیو کې د ګډون لپاره هند ته ولاړه شي او هلته به د خپلو سیالیو لوبډلو پر وړاندې لوبې ترسره کړي.

د ملي لوبډلې راتلونکو سفرونو او په ارزښت لرونکو نړیوالو سیالیو کې د ګډون په اړه نن د کرکټ بورډ د غونډو په تالار کې یوه خبري ناسته ترسره شوه. په دغه خبري ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش، د اجراییوي ریاست مرستیال دوست محمد نظري، د ملي لوبډلې لوبغاړو، د رسنیو غړو او د کرکټ بورډ کارکونکو ونډه درلودله.

عمومي رئیس نسیم الله دانش ووییل چې، ملي لوبډله د آسیا جام سیالیو په لړۍ او نړیوال جام سیالیو کې د لوبیدو لپاره بشپړ چمتووالی لري. په لوبډله کې همغږي او لوړ مورال به د ډیرو بریالیتوبونو سبب وګرځي. نوموړي د ټاکل شوې لوبډلې جوړښت خورا مناسب وباله او زیاته یې کړه چې، دوی د بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو پر وړاندې د لوبیدو غوره تجربه لري او په دغو ارزښت لرونکو سیالیو کې به هیواد ته د ویاړ او خوښۍ راوړلو سبب وګرځي.

لوبډلمشر اصغر ستانکزي هم د لوبډلې بشپړ چمتووالي څخه ډاډګیرنه ورکړه او ویې وییل چې، هر لوبغاړی خپل مسئولیت درک کوي او په جدي پاملرنه او زیار به لوبې ترسره کړي.

One thought on “افغان کرکټ ملي لوبډله د آسیا جام په غوراوي پړاو سیالیو کې د ګډون لپاره چمتووالی نیسي”

ځواب ورکول mir ajmal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *