په تاجکستان کې افغان کډوال

خبریال: میرویس جلالزی – د هغو شاوخوا ۲۰۰۰ افغانانو ځای پر ځای کول او خوندي ملکونو ته لیږدول اوس له سختو ستونزو سره مخامخ شوي چې د بیلا بیلو دلایلو له کبله تاجکستان ته تښتیدلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي چې دغه ۲۰۰۰ تنه افغانان له دوی سره ثبت دي او اوس نورو ملکونو کې د هغوی د ځای پر ځای کولو په برخه کې ځکه ستونزو سره مخامخ شوي چې د نړۍ هغه مهیوادونه چي دوی يې د دغو افغانانو لپاره غوره بلل د کډوالو له موج سره مخامخ دي.

تاجکستان د افغانستان یو هغه شمالي ګاونډی دی چې یو شمیر افغان کډوال ورغلي او هڅه کوي د مرکزي اسیا له دغه خوار هیواد څخه د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمیشنرۍ په مرسته نورو ملکونو ته وکوچیږي.

په دوشنبه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمشنر کیفین الین له قوله راغلي چې دوي نه یوازي د دغو افغانانو بهر ته په انتقال کي له ستونزو سره مخ دي او دوي اوس په دې هم کار کوي چې دا کسان د تاجکستان په دننه کي له ټولني سره مدغم کړي او هغوي ته داسي اسناد او شرایط برابر کړي چي تر څو په دغه هیواد کې په آسانۍ سره ژوند وکړي.

ویل کیږي د افغانستان ډیری کډوال اوس د ترکیي له لاري اروپا ته یا تللي او یا هم د تلو په حال کې دي.

خو د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي چي دوي نه شي کولای ټول دغه افغان کډوال یا هیواد ته ستانه کړي او یا ورته په نورو ملکونو کي حقوقي ملاتړ وکړي.

هغوي وايي له ۲۰۱۴ کال را پدي خوا په غټ شمیر کې افغانان نورو ملکونو ته کډه شوي او د وزارت لپاره دا له امکانه لري ده چې د ټولو قضایوو ته رسیدګي وکړي او هغوي سره لازمه مرسته وکړي.

د تاجکستان خلګ له افغانانو سره سم سلوک نه لري او په خپل هیواد کې د هغوي میشتیدل د انفلاسیون او نرخونو د لوړ والي عاملان بولي.

One thought on “افغان کډوال په تاجکستان کي له ستونزو سره مخامخ دي”
  1. سلامونه او نیکی هیلی
    زه فکر کوم چی ستاسو لیکنه لږ د ژورنالیږم د اصولو سره په ټکر کښی ده . ځکه چی تاسو پخپله کډوال یاستئ ، یعنی تاسو په ناروی او … کښی ژوند کوئ ، تاسو ته پکار نه ده چی کډوالو ته د تښتیدلو ! خطاب وکړئ . نه پوهیږم چی دا اشتباه ده او که قصدي عمل ؟
    مننه

ځواب ورکول Ahmad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *