تاند- د سریلانکا له لوري په یوولس منډو بنګله دېش ته ماتې ماتې د افغانستان د ۱۹ کلونو لوبډلې ته لاره پرانسته چې له بي ګروپ څخه د دوهم ټیم په توګه نیمه پایلوبې ته ووځي.

افغانستان به په نیمه پایلوبه کې له پاکستان سره مخامخ شي چې د اې ګروپ د لومړي ټیم په توګه نیمه پایلوبې ته بریالی شوی دی.

د افغانستان او پاکستان ټیمونه به د پنجشنبې په ورځ په نیمه پایلوبه کې مخامخ شي.

د بنګله دېش او سریلانکا تر لوبې مخکې افغانستان له مالیزیا سره مخامخ شو او سخته ماتې یې ورکړه.

د افغانستان د نولس کلونو کرکټ لوبډلې مالیزیا ته په لسو ویکټونو ماتې ورکړه. دا په داسي حال کې وه چې افغان لوبغاړو لا ۲۸۰ توپونه لرل.

پچه افغانستان ګټلې وه خو مالیزیا ته یې بلنه ورکړه چې بیټنګ وکړي. لوبه مالیزیا پیل کړه، په ۲۴ اور کې د مالیزیا ټول لوبغاړي په داسي حال کې وسوځول شول چې صرف ۴۰ منډې یې جوړې کړې وې.

خو افغان لوبغاړو په شل توپونو کې، بې له دې چې کوم لوبغاړی یې وسوځي، هدف پوره کړ. احسان الله ۲۵ او شاهد الله ۱۵ منډې وکړې. احسان الله ۵ څلوریزې ووهلې او شاهد الله یوه شپږیزه.

سید شهزاد ۴، عبدالله عادل ۳، مسلم موسي ۲ او فرید احمد ۱ مالیزیايي لوبغاړي وسوځول.

2 thoughts on “افغان (۱۹) لوبډله د اسیايي جام په نیمه پایلوبه کې له پاکستان سره مخامخ شوه”
  1. ..سریلنکا بنګلادیش ته په ۲ ویکټو ماتی ورکړه.ځکه بنګلادیش لومړي بټنګ کړي وه چه د ۲۰۳ منډو هدف یی سریلنکا ته ټاکلي وه او سریلنکا دغه هدف په ۸ ویکټو پوره کړو. هیله ده غلطی مو اصلاح کړی

ځواب ورکول Iqrar khan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *