نورالله زهير

نورالله زهير

اوشو وايي:«کـه ميني لـه تا يو شاعر جوړ نـه کړ نو بل هيڅ څيز نشي کولای چي تـا شاعر کړي.»    اوشو او افلاطون د شاعر کېدو لپاره مينه شرط او ضروري ګڼلې ده  خو خبره سل په سلو کي داسي نـه ده. « څنګه چي هري ميني تـه شعر نشو ويلای همداسي ضرور نـه ده چي هر مين شاعر وي.»

څو کاله مخکي مي دا خبره چېرته لوستې وه چي:« هر شاعر مين دی خو هر مين شاعر نـه دی.»

زه نور د شاعر او مين  پر هغو توپيرونو نه ږغېږم چي ځيني ئې کوي، زه بـه داسي ووايم چي يو مين دی، يو شاعر دی، يو مين شاعر دی. ډېر مينان شته خو شاعران نـه دي، ځيني بـه شاعران وي خو مينان نـه وي، مينه ئې  نـه وي کړې او ځيني هم مينان دي هم شاعران.

د محمد حجازي پـه وينا:«مينه کول پـه سيند کي ډوبېدل او مينه لرل پـه سيند کي لامبل دي.» هغه شاعران چي زړه ئې بايللی، پـه ريښتيا ئې مينه کړې او  زړه ئې ريبل شوی وي هغوی پـه سيند کي ډوب او هغوی چي مينه ئې نـه ده کړې، يوازي ئې د ميني نوم اورېدلی پـه سيند کي لامبي يا د سيند پر غاړه ولاړ دي.

هغه شاعر چي مين نه وي په شعر کي حقیقي مخاطب نه لري، يوازي ادبي دودونـه او روايـتونه راوړي چي اورېدلي ئې دي، ليدلي ئې نه دي. د وصال خواږه، د هجران تراخه، د جدايۍ او بېلتانه لېونی درد، د انتظار زهر- زهر شېبې، د رقيب ظالمانه کردار او له ميني سره تړلي نور څه ريښتني نشي انـځورولای ځکـه دا څه پر دوی نـه راغلي او نه ئې ليدلي دي. کـه ئې يادوي هم هغه تـقليدي بڼـه لري، يـا  دومره پوه دي چي جانان څوک دی؟ وصال او هجران څه ته وايي؟ انتظار او د رقيب کردار څه دی؟ د يار انـکار او اقرار څنـګـه وي؟

هغه مينان شاعران چي ريښتيا کړېدلي او زورېدلي دي، زړه ئې ريبـل شوی وي، ژوند ئې دردېدلی، ځواني ئې ژړېدلې وي، د اوښکوپـه تسپو د يو حُسن ذکرکوي، ځان او جهان په دوو سترګو کي ويني، د چاپر تصوير ئې تکيه کړې وي، د چا پـه يادونو ژوندی وي، د چا د نامه له اورېدو سره ئې هم زړه درزيږي،  د چا له قدمونو پاته پلونو ته هم اوښکي تويوي  او ديار ظلم ته هم د ناز و ادا نوم ورکوي. دوی چي څه وايي پر دوی راغلي دي، ليدلي ئې دي يا پر تـېريږي.

دوی پـه شعر کي حقيقي مخاطب لري او څه چي وايي هغه هره صحنه زموږ مخ ته دروي، موږ ته ئې ريښتنی انځور راکوي او زموږ د زړه خبري کوي. استاد عبدالغفور لېوال وايي:« هغوی چي پـه شعر کي حقيقي مخاطب لري، هنري صميميت ئې له ورايه ښکاري، هنري صميميت د هنري صداقت مولود دی.»

د دغي  شاعرۍ څو بېلګي:

چي ځان او جانـان ورته وايي، د قدم خاوري ئې زرګڼي، سترګي او زړه ئې بولي، ځان او جهان ئې د ده پـه  سترګو کي اباد کړی وي او پـه يوه نظر ئې ژونـدی پـه بل نظر ئې مري. هغه چي بې پروا شي، پلمې جوړوي او لور پـه لوټـه تېره کوي  مينان شاعران بـه همداسي وايي:

ته ئې زړګی ګڼې زړګی درسره ښـه نه کوي
سعوده ګوره دا سړی درسره ښـه نه کوي

  شاه سعود

چي پـه ريښتيا د ښايست په لمبو سوی وي، د يو حُسن په تماشه کي داسي ډوب وي چي لمر خاته او لمر لوېده ترې ورک وي، نور ښايستونه ترې هېر وي، هغه د ټول جهان ښايست پـه يوه خال کي ويني.

د جهان ښايست راغونډ دی  زما مخته په نقطـه کي
ستا د غونډي منډي زني شينکي خال تـه مخامخ يم

دروېش درانی

چي په تورو اوږدو زلفو کي ئې زړه او ژوند ورک کړی وي، دې مارانو چيچلی او تور خواره- واره اوربل خوړلی وي هغه وايي:

زړونه لوټي ګوره چي څوک ستا په لېمو کي پټ دی

خلک تړي ګوره چي څوک ستاپه اوربل کي ناست دی

    دروېش درانی

ان د زلفو او اوربل له نامـه هم ډار کوي (مار خوړلی له پړي هم ډاريـږي.)

زلفي دي يادي کړلې زړه مي وارخطـا غوندي شـو
ما  ادم زاد تـه بيـا ونـه کړې ادم خـوره کيـسـه

  نسيم ايـثار

چي د يار د ليدلو زورونکی ارمان، د جدايۍ لېونۍ څړيکي، د بېلتانه لېونی او ياغي درد ئې وزوروي، زړه ئې ودردوي او ژوند ئې وژړوي هغه نو دومره وژاړي چي د سترګو له خلاصېدو او پټېدو سره ئې باڼه هم درد کوي.

دومره مي وژړل دا ستا د بېلتـانـه  لـه درده
سترګي چي پټي کړم  خوږيږي مي باڼـه لـه درده

 جلال امرخېل

يو پښتون زلمی په مينه کي دومره مجبوره او بـېوسه شي چي ژاړي، اوښکو ته پنـاه راوړي، پښتون غرور ئې سر وخوري، مات شي، د چا له بې نيازۍ او بېوفايۍ نه چي لپي- لپي ژاړي او د ميني مجبوري وويني  هغه خپله بېوسي او ماته داسي انـځوروي.

زما پښتون غرور بـه نور څومره پـه خاورو  لړې
ستا پـه يارۍ کي تر ژړا پـوري  راورسېدم

    دروېش درانی

چي انـتظار ئې ژوند زهر- زهر کړی وي، انتظار ئې ځواني ماته کړې وي، د قاتل انتظار زهر څښي او خپل مرګ د انـتظار په سترګو کي ويـنـي داسي وايي:

ستا انتظار، ستا انتظار، ستا انتظار- انـتظار
که مړ کېدم  زه بـه لـه دې رنځه دلبـره مرمـه

    ن. زهير

د لېونو غوندي مي تل د ګوتو شمار کړی دی
ته څه خبر يې ما دي څومره انتظار کړی دی

   اباسين يوسفزی

يوه سړي درتـه ټول عمر انـتظار کي تېر کړ
يوه سړي درپسي خاوري کړه ځواني لېونۍ

       ن. زهير

چي په مينه کي د رقيب کردار وويني، د يار له خاطره ټيټـه ورته راوړي او د رقيب له لاسه شل قدمه پر شا راشي هغه همدا وايي رقيب همداسي له خدايـه غواړي.

رقيبه تا لره له خدايـه مرګی نـه غواړو موږ تا لره سر وکال  خواري د زنکدن پـکار ده

   دروېش درانی

نور څه مي رقيـب تـه پـه خولـه نـه راځي
ودي  چـوي   د دغي بــلا  زړه  اشـنـا

     ن. زهير

چي د تللي يـار مينه ئې پـه تصوير ماتوي، د ژمي توري اوږدې شپې ئې تصوير ته په کتو او ژړا تېروي او کله- کله چي د بېلتانه لېونی درد له حده واوړي او تصويرته پـه کتو سود نـه کيږي نـو بيا بـه وايي چي:

شـپه ده او مخ ته مي پراته ستا د البم تصويران
نن له کتلو کيسه تللې نن دي خورم تصويران

   نسيم ايثار

تـېروې د ژمي شپې راباندي ويښـي
نور دي نـه ګورم د تللي يــار تـصويره

   ن. زهير

د ميني شاعري کـه ډېره ساده هم وي زړه تـه لاره کوي. مين شاعر کـه په شعر کي تر خپلي ميني ها خوا نور څه هم وايي، د ميني او عاطفې رنګ ورکوي. له بل چا اورېدلی يا ليدلی درد هم د خپل درد غوندي بيـانولای شي.

بېلتانه دي د هر چا په غم شريـک کړم
يار  د بل  درومي او زه ورپسي  ژاړم

       دروېش درانی

بس دا چي ووينم د بل سړي شين شوی نوک هم
ايثـاره ټوله شپـه مي درد کوي دا خپلـه ګوتـه

     نسيم ايثـار

مين شـاعـر له خپل عاشقانـه ژونده دومره عاطفي او حساس شوی وي چي له ميني بغير نورو مضامينـو تـه هم عاطفي رنګ او خونـد ورکوي او له هغو سره خپل عاطفي تړاو ښيي.

خپلي خبري  پـه دې ټـپـه را غونډوم:

عشق دي ابـاد او  زنـد ابـاد وي
تـه قـدردان شـوې زه شـاعـر درپسي شـومـه

2 thoughts on “افـلاطون ويلي:«مينـه او ميـنېدل لـه هر چا شاعر جوړوي”
  1. زه په فرهنګی ډګر کی یو شین بیسواد یم البته چه په فرهنګی بازار کی می دا حال وی نو په نورو بازارونو کی به می څه حال وی. خو
    فقط د یو سیل بین او تماشاچی پتوګه پدې هکله یو وړوکی عرض
    .لرم
    شاعر او شاعری هر بالغ بنی آدم پیژنی لکه څنګه چه موسیقی هر بنی آدم پېژنی
    خو مینه دقیقاً هر څوک نه پېژنی
    د موسیقی پردې او مقامونه یوازی موسیقی دان یا سندرغاړی پېژنی او اوریدونکی ئې نه د مقام د پېژندنی توان لری او نه د مقام د پېژندنی لیوالتیا او اړتیا او نه هم د مقام پېژندنه او نه پېژندنه د هغه د سلیقې او ذوق پر څرنګوالی کومه اغېزه لری
    امّا مینه یو ډېر پراخ مفهوم لری
    شاعر شاید پدې وتوانېږی چه خپل کلامی او زبانی پیغام اورېدونکی یا لوستونکی ته انتقال کی خو د مینی د څرنګوالی د تثبیت سند نشی انتقالولای ځکه مخاطب ددې مینی د څرنګوالی د تشخیص توان نلری په ضمن کی د مینی د تعریفونو شمېر د مځکی د کُرې د اوسېدونکو په اندازه دی حتی ډېر البته که مړی
    .هم ورسره حساب شی
    په هره توګه، پوښتنه می داده چه مثلاً که ومنو چه شعری ذوق یا په بله ژبه شعری شعور د مینی محصول وی نو مینه څه ته وائي او د شعر په کومه زاویه کی کومه مینه د انعکاس او د کاروَنی او
    پاملرنی وړ ده؟
    بله مسئله چه همیشه ئې د شاعر او شاعری د احساس په هکله زما فقیر ذهن مشغول ساتلی دی او د پوښتنی فرصت او جرئت ئې هم نلرم داده چي
    شاعر ډېر ږغیږی او بعضاً مست ږغیږی او بعضاً خوږ ږغیږی او بعضاً دقیق ږغیږی او بعضاً پراخ ږغیږی او بعضاً بې پردې ږغیږی او بعضاً د نورو پدیدو یا اشخاصو په وړاندی کنجکاوانه ږغیږی او بعضاً د ډېرو پېچلو اِسرارو د کشفولو د ویاړ په لټه کی وی او بعضاً په هره سُړه سر ننه باسی
    :خو
    موږ ته تر اوسه هیڅ شاعر نه دی ویلی چي
    پر څه او پر چا او ولی مین دی؟

  2. مينه پراخ مفهوم لري، تعريفونه ئې ډېر دي خو ټولمنلى تعريف ئې نشته.بلکي د لېوال صاحب په خبره “مينه هرچاهغسي پېژندلې ده چي د خپل محبوب په سترګو ګي کي ئې ليدلې ده.”
    دميني نوم ټولو اورېدلى خو هغوچي مينه ئې کړې ترهغوچي يوازي ئې نوم اوري پېژني چي مينه څه ده؟
    خامخا به شعر د ميني محصول نه وي ځکه داسي شاعران لرو چي مينان نه دي.
    مين شاعر د خپلي عاشقانه ژوند تجربې  موږ ته د شعر په ژبه وايي خو د خپلي ميني چي څوک ، چيري، له کومه وخته، ولي او څنګه مينه ده دا خبري نشي کولاى ځکه دا ټولنيز قيودات دي  او که دا قيودات هم نه وي شاعر خپله مينه چا ته نه ښيي. چي له ميني سره ئې سيورى نشو زغملاى دا زغم به له کومه کړو چي د خپلي ميني په اړه نورو ته وږغيږو.

ځواب ورکول غ.حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *