لیکوال: ډاکتر محمد تنها
لنډیز
ابو الریحان محمد بن احمد البیروني د مینځنۍ آسیا خوارزم سیمه کې زېږېدلی یو ستورپېژندونکی، ساینسپوه او فیلسوف وو چې د ۹۷۳ او ۱۰۴۸ زیږدیزو کلونو تر مینځ یې ژوند کاوه. دی د سلطان محمود غزنوي د دربار یو مهم او مشهور ستور پېژندونکی او فیلسوف ګڼل شوی چې د ساینس او فلسفې په ۱۲ بېلابېلو برخو کي یې ۱۴۶ کتابونه لیکلي. پدې مقاله کې د ستور پېژندنې او طبیعي علومو په اړه د البیروني مهمو تجاربو، محاسباتو او نظریاتو ته یوه ځغلنده کتنه شوې.
آروییونه: د ساینس زرین پېړ، ابو ریحان البیروني، د مینځنیو پېړیو ساینس، ساینس په اسلامي نړۍ کې، د افغانستان زرین پېړ، افغان ساینسپوهان
د پیل خبرې
په اروپا کې د روم امپراتوري مخ په زوړ روانېدو څخه نږدې زر کاله تېر شوي ول، اسلامي خلافت او ترڅنګ یې اسلامي تمدن په چټکۍ سره د عربو له سوځېدونکو دښتو زرغونې اروپا ته مخ په خپرېدا وو. دا مهال ساینس او څېړنو په اروپا کې خپل تر ټولو بد حالت درلود. د اسلامي تمدن له غځېدا سره سم مسمانان له دوو ستونزو سره مخ شول، لمړۍ دا چې دوۍ د وړاندې لارې موندلو او بېرته خپلې دارالخلافې ته را ستنېدو لپاره کره نخشو، واټنونو او جغرافیايي موقعیتونو تثبیت ته اړتیا درلوده او دوهم یې د خپلو مهمو دیني مناسکو پرځای کولو لپاره د قبلې، روژې، اختر او داسې نورو جشنونو د کره لوري او نېټې مالومولو لپاره مالوماتو ته اړتیا پیدا شوه. مسلمانان دې پایلې ته ورسېدل چې دا او دېته ورته ستونزې یوازې په دقیقه محاسبه، اندازګیري او کره ساینسي دلایلو حل کېدای شوای [1]. په مینځنیو پېړیو کې اسلامي خُلفاوو لکه هارون الرشید او مامون الرشید په اسلامي نړۍ کې د ساینس او څېړنو نه شتون تشه تر بل هرچا ښه درک کړې وه او د قبلې موندنې له ستونزې نیولې بیا د روغتیا او نورو طبیعي ستونزو د حل لپاره یې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د بېلابېلو ادیانو، مذاهبو او فکري مکتبونو پلوي ساینسپوهان په بغداد کې د “بیت الحکمه” یا د پوهې او حکمت کور په نامه جوړ کړي څېړنیز مرکز کې سره راټول کړل. بیت الحکمه په لمړي سر کې له یوناني، فارسي، هندي او نورو ژبو څخه د علم، صنعت او تخنیک په برخه کې د کتابونو په ژباړلو پیل وکړ چې دې چارې په ډېر لږ وخت کې دا مرکز په نړیواله کچه داسې مشهور کړ چې آن خلیفه به د بغداد حکومتي چارو ډېری لګښتونه د دې مرکز علمي تولید له پېر څخه تر لاسه کول [2]. بیت الحکمه په نني معاصر ساینس کې د دوو مهمو اصولو بنسټ کېښود چې یو یې د ساینسپوهانو تر مینځ اکاډمیکه همکاري یا کولابورېشن او دوهم یې د څېړنیزو مرکزونو په تمویل کې د سترو تولیدي کمپنیو ونډه وه [3]. د بیت الحکمه را مینځ ته کېدو په ټوله او په تېره بیا اسلامي نړۍ کې د خلفاوو پام ساینسپوهانو او په ټولنه کې د ساینس او ټکنالوژي ارزښت ته را واړاوه. ساینسوالو ته د مامون الرشید ځانګړې پاملرنې څخه په الهام سره سلطان محمود غزنوي هم خپل دارالسلطنت ته د ساینسپوهانو راوستل پیل کړل چې په ترڅ کي یې د بخارا له فتحې وروسته د مرکزي آسیا خوارزم سیمه کې زېږېدلی ساینسپوه، ستور پېژندونکی او فیلسوف ابو الریحان محمد بن احمد البیروني(۱۰۴۸-۹۷۳) د غزنيویانو سلطنت مرکز غزني ته را ولېږداوه [4].
پورتنی انځور د ګوګل نخشې اصلاح شوې بڼه ده چې د ستر کروش امپراتوري کې مختلف ولایتونه ښيي [5]
البیروني د خپل ژوند لمړي ۲۵ کلونه په خوارزم کې تېر کړل او هلته یې د طبیعي علومو تر څنګ فلسفه او دیني علوم هم زده کړل. ده د کارتوګرافي په اړه خپل لمړی لیکل شوی کتاب په ۲۲ کلنۍ کې په خوارزم کې ولیکل او چاپ کړ. البیروني په خوارزم کې چندانې مشهوره نه وو او نظریاتو ته یې کم ارزښت ورکول کېده، د علم تندې او د طبیعیت رازونو په اړه کنجکاوي پر سر اخیستی البیروني له ۲۵ کنلۍ وروسته خوارزم پرېښود او د بخارا سلطنت شا او خوا سیمو کې له ګرځېدو او ژوند وروسته تهران کې مېشت شو. ده هلته د مشهور ستور پېژندونکي الخوجندي محاسباتو د ناسموالي په تړاو نظر ورکړ چې دې نظر البیروني د سیمې ساینسپوهانو تر مینځ خورا مشهوره کړ. دی په ۴۴ کلنۍ کې غزني ته کډه شو او د ژوند تر پایه همالته پاتې شو [6].
د طبیعي، ټولنیزو، کیهاني، ادبیاتو، دیني او فلسفي علومو په برخه کې البیروني خورا زیاتې لیکنې کړي چې پدې مقاله کي یې د طبیعي علومو په برخه کې مهمو علمي، څېړنیزو او تجربوي نظریاتو ته یوه ځغلنده کتنه سوې.
ستور پېژندنه
البیروني د غزني سلطان مسعود دربار کې په پاړسي ژبه باندې خپل لیکل شوي التفهیم کتاب کې د اسټرولاب(ستورموندونکی)، پلانیسفېر (د ستورو اندازه ګیري چارټ)، آرمیلري سفېر (کروي اسټرولاب) او زیج یا د ستورو جدول چې د ځمکې، سپوږمۍ او نورو سیارو تر مینځ واټنونو او کره ځای اندازه کولو لپاره کارول کېږي په اړه مفصلې لیکنې کړي. البیروني د یوناني ستورپېژندونکو لخوا طرحه سوی زیج له سره بیا طرحه کړ او په لمړۍ ځل یې یو پرمختللی کروي اسټرولاب جوړ او وکاراوه [7].
الف، ب او ج انځورونه په ترتیب سره اسټرولاب، پلانیسفېر او آرمیلري سفېر ښيي [8–10]
البیروني پدې نظر وو چې هرڅه د ځمکې مرکز ته را جذبېږي، همداراز د ستورو مطالعې پر وخت دې پایلې ته ورسېد چې له ستورو څخه را ټول شوي مالومات یوازې هغه وخت د منطقي تجزیې وړ ګرځي چې ځمکه کروي فرض شي، دی وړاندې وايي چې ځمکه په ۲۴ ساعتونو کې یوځل په خپل محور او په کال کې یوځل د لمر پر محور یو مکمل دور بشپړوي [11]. ده د همدې فرضیې پر بنسټ د لمر پر شا او خوا د سپوږمۍ را څرخېدلو په اړه هندسي شکلونه وکښل او د لمړۍ ځل لپاره یې د لمر پر محور د سپوږمی حرکت شرحه کړ.
د البیروني په لاس د سپوږمۍ بېلابېلو حالاتو په اړه ترسیم شوی انځور [12]
په انځور کې د وخت پاړسي ژبه باندې داسې لیکل شوي:
”چرا چرا این فزودن و کاستن نور قمر را است و ستارګان دیګر را نیست
میان مردمان نکرستن و ناستذن این معنیها را خلافست
در روشنا ای ستارګان که ایشانرا روشنا ای از خویستن است “
پدې متن البیروني د هغه کنجکاوي حس له کبله چې دی یې له بخارا تهران او بیا غزني ته را په کډه کړی وو دوه ځله په ټینګار سره پوښتنه کوي چې:
”ولې – ولې؟ د سپوږمۍ رڼا زیاتېږي او کمېږي خو د ستورو داسې نه کېږي؟
دا هرڅه لیدل خو په میکانیزم یې نه پوهېدل بد کار دی،
د ستورو رڼا د هغوۍ خپله رڼا ده. “
البیروني د ستور پېژندونکو ترمینځ لمړنی کس وو چې د علم پدې برخه کي یې عملي تجربې کولې، ده په لمړي ځل د لمر او سپوږمۍ تندر نیونې میکانیزم په اړه په ۱۰۱۹ زېږدیږ کال کې په لیکلې بڼه مفصل مالومات وړاندې کړل. ده د ستور پېژندنې، ځمکې، سپوږمۍ او شمسي نظام حرکت او همدا رنګه د ځمکې پرمخ د کوردیناتو مالومولو په اړه د خپلو ټولو تجاربو ټولګه د سلطان مسعود په دربار کې د”القانون المسعودي“ په نامه کتاب کې راټول او چاپ کړل [6]. پدې کتاب کې البیروني د ریاضي، هندسې او مثلثاتو پر مټ د ستورو مزل او د هغوۍ تر مینځ واټن په اړه داسې نوې کړنلارې وړاندې کړې چې نیکولاس کوپرنیکوس له هغه څخه نږدې شپږ پېړۍ وروسته د خپلو محاسباتو لپاره کار اخیست. نوموړي په لمړۍ ځل د ریاضيکي محاسباتو پرمټ د نړۍ له هرګوټ څخه د قبلې لوری مالومول او د ځانګړي مثلث له سیوري څخه د لمانځه دقیق وختونو موندل ممکن کړل. نوموړي د شپږیز یا سُدس (د کړۍ شپږمه برخه) په اړه چې د ستورو څار لپاره یې د نني ټلیسکوپ په ځای کار کاوه لمړنۍ علمي لیکنې وکړې. همدا راز یې هودو میټر (هغه آله چې د وهل شوي مزل اندازه مالوموي) رامینځ ته کړ چې په دې سره په نړۍ کې د ټلیسکوپ او جي پي اس لمړنی بنسټ ایښوودنکی بلل کېږي [13].
الف او ب انځورونه په ترتیب سره په نولسمه پېړۍ کې په لندن کې جوړ شوی هودومیټر او په اتلسمه پېړۍ کې د هند جیپور کې جوړ شوی شپږیز ښيي [14,15].
په تجربوي ساینس کې د البیروني یوه ځانګړنه دا وه چې د خپلو او نورو ساینسپوهانو لخوا د تر سره شویو محاسباتو کړنلارې د نقد پر مهال یې په هیچا رحم نه کاوه او د یویشتمې پېړۍ یوه پییر رویور ساینسپوه په ډول یې د انتقاد کولو او منلو پراخه سینه درلوده. ده په لمړي ځل دا خبره په ډاډ او ټنیګار سره وکړه چې ستور پېژندنه او د ستورو حرکت له مخې پالبیني دوه بېلابېل مسائل دي چې په هیڅ ډول یو بل سره اړیکه نه لري او د ستورو پالبیني د ساینسي څېړنو او محاسباتو زېږنده نه بلکې د انساني تخیل زېږنده ده [16].
جیودیزي، جغرافیه او منرالوژي
البیروني د جیودیزي یا ځمکې اندازه ګيریو پلار بلل کېږي، دی چې کله ۱۷ کلن وو نو یې د خپلې زوکړې سیمه خوارزم کې د عرض البلد کوردیناتو نقطه پیدا کړه، نوموړي همدا راز د کابل عرض البلد کوردینات د ۱۰۱۸ زیږدیز کال اکتوبر په ۱۴مه د یوې وړې بېړۍ د قوسي لرګي او پارو په واسطه د لمر لوړوالي محاسبې له مخې پیدا کړل [6].
د البیروني له مشهورو محاسباتو څخه یوه یې هم له مډرنې ټکنالوژۍ پرته د ځمکې حدودو اندازه کول وو. په لسمه پېړۍ کې د البیروني دغه اندازه ګيري باندې په اروپا کې شپږ پېړۍ وروسته ساینسپوهان پوه شول. البیروني د دې محاسبې لپاره یوازې یو اسټرولاب، د سلطان محمود سلطنت کې د پنجاب ولایت د نندانا یوه داسې غونډۍ چې مسطح اُفق یې لرل او د مثلثاتو علم ابتدايي فارموله وکارول [17].
د محاسبې پروسه په لاندې ډول وه:
لمړی پړاو
پدې پړاو کې البیروني لمړی باید د غونډۍ لوړوالی یا ارتفاع مالومه کړې وای چي د دې کار لپاره یې د اسټرولاب په واسطه په یوه مستقیمه کرښه پرتو دوو بېلابېلو نقطو څخه د غونډۍ له څوکې سره د ارتفاع زاویې مالومې کړې او بیا یې د دغو دوو نقطو تر مینځ واټن اندازه کړ.
الف او ب انځورنه د البیروني لخوا د غونډۍ لوړوالي یا ارتفاع مالومولو پړاو ښيي
د ارتفاع مالومولو لپاره البیروني د مثلثاتو لاندې فارمول وکاراوه:
دویم پړاو
پدې پړاو کې البیروني د اسټرولاب په واسطه دا ځل د غونډۍ له سر څخه د غونډۍ او اُفق تر مینځ د کږوالي یا ډيپرېشن زاویه اندازه کړه.
د ج انځور د البیروني محاسباتو پر بنسټ د ځمکې شعاع پیدا کولو پړاو ښيي
له دغو اندازه ګیریو څخه وروسته البیروني وپتېله چې د C، B او O له وصل څخه یو ستر مثلث را مینځ ته کېدای شي چې د مثلثاتو د ساین قانون په کارونې سره کولای شي مونږ ته د ځمکې شعاع په لاس راکړي. کله چې شعاع پیدا شوه بیا خو یې محیط پیدا کوول یوازې د شعاع له مربعې سره د π4 ضرب کول دي او بس.
ده د شعاع پیدا کولو لپاره د ساین لاندېینی فارمول وکاراوه:
پدې ډول د البیروني د محاسباتو له مخې د ځمکې حدود نږدې ۴۰۲۰۰ کیلومټره محاسبه شول چې د اوسنیو عصري وسائلو په کارونې سره اندازه شویو حدودو سره یوازې ٪۱ توپیر لري، ده خپله دغه محاسبه هم په ”القانون المسعودي“ کې چاپ کړه [18–20].
د آمریکا کشف
د ځمکې حدودو تر محاسبې وروسته البیروني د نړۍ یوه نوې نخشه له نویو جغرافیايي نقطو سره را مینځ ته کړه، د خپلې نخشې د مطالعې په ترڅ کي یې دېته پام شو چې د آفریقا له څنډو نیولې بیا د آسیا په ګډون آن د اروپا تر څنډو پورې د وچې ځمکې ټوټه د ځمکي د کُرې یوازې ۵/۲ برخه جوړوي، له ژور فکر او مطالعې وروسته دې پایلې ته ورسېد چې د ځمکې ۵/۳ برخه اوبه نشي کېدای او د اتلانتیک ستر سمندر هاغه بلې خواته حتماً باید لویه وچه او پکې انساني ژوند موجود وي. په هغه وخت کې دا نظریه دومره ناولده وه لکه اوس چې د کیهاني موجوداتو په اړه ده. دا نظر البیروني د آمریکا کشف لپاره د کولمبوس تر سفر ۵۰۰ کاله دمخه وړاندې کړی وو چې له همدې امله ځینې ساینسپوهان پدې باور دي چې د آمریکا کاشف کولمبوس نه بلکې ابو ریحان البیروني دی [21].
البیروني د ښارونو تر مینځ واټنونو اندازه کولو، د غرنو او درو لوړوالي او ژور والي، نخشو ایستلو او بیا دا مالومات د ستور پېژندنې محاسباتو سره پرتله کولو کې د خپل وخت تر ټولو مشهور عالم او متخصص بلل شوی چې نوموړي خپلې دغه محاسبې او پرتلې د ”پخوانیو ملتونو تاریخي بهیر “ په نامه کتاب کې را ټولې او چاپ کړې. [6,22,23]. له سلطان محمود غزنوي سره هند ته له بېلابېلو سفرونو وروسته البیروني د هندوستان پر تاریخ، جغرافیه او جیولوجي یو کتاب ولیکل چي دې کتاب ده ته د اندولوجي بنسټ ایښوودونکي لقب ورکړ [24]. دی د هندوستان او عربي دښتو له مطالعه او پرتلې وروسته پدې باور وو چې هرځای کي چې فوسیلونه وي دا مانا چې دغه سیمه یو وخت اوبو لاندې کړې وه او د وخت په تېرېدا سره وچه او آن دښته شوېده. د عربو دښتو کې د فوسیل انرژي یا نفتو وَفرت د البیروني دې زر کلن نظر باندې د تائید مهر لګوي. البیروني د سترو اقلیمي بدلونونو او د هوا سړېدا او تودېدا په اړه داسې عصري نظر درلود لکه نن چي یې د یویشتمې پېړۍ پوهاند لري. دی پدې باور وو چې کله د عربو سیمه تر اوبو لاندې وه د دښتو عرب د یمن په غرونو کې اوسېدل او همدا راز د آمو سین یو وخت د کسپین له سمندر سره نښتی وو او د قره قُرم دښتې یو وخت له اوبو ډکې وې. البیروني دغه مالومات د کوردیناتو په نامه خپل لیکل شوي کتاب کې را ټول او چاپ کړل [25].
البیروني د منرالونو پېژندنې په برخه کې د خپل وخت تر ټولو ساینسپوهانو کره او د تجاربو پر بنسټ ولاړ نظریات درلودل. ده په بېلابېلو منرالونو او قیمتي تیږو تجربوي څېړنې وکړې چې په پایله کي یې د رنګ، بوی، کثافت، سختي درجې او وزن په اساس د منرالونو بېلابېل ډولونه تشخیص او د ”کتاب الجواهر“ په نامه کتاب کي یې سره را ټول او چاپ کړل [26].
د ساینس فلسفه او طبیعي علوم
البیروني د ابو علي سینا د زماني ساینسپوه وو خو، د ابو علی سینا پرخلاف یې د ساینسي څېړنو لپاره یو ځانګړی او له هغه وخت څخه تر اوسه پورې د کار وړ تجربوي، عملي او عصري میتود درلود. ده ابو علی سینا یو ریاضي پوه او فیلسوف بلل نه یو ساینسپوه او د فزیک په اړه یې د ارسطو نظریاتو باندې له ابو علی سینا سره په لیکلې بڼه اوږده بحثونه کول. د ابو علی سینا په ګډون د البیروني د وخت او تر ده دمخه ساینسپوهانو به د هرې موضوع په اړه څېړنه کې لمړی له سترو پوښتنو پیل کاوه او په پای کي به یې د موضوع کره توب لپاره تجربې کولې خو البیروني د دوۍ پرخلاف د هرې وړې او غټې موضوع د حل لپاره لمړی د یوې تجربې ډیزاینولو په اړه فکر کاوه. دی په لنډه کې یو تجربوي ساینسپوه وو چې دا میتود یې د خپلو لیکنو او موندنو په هره برخه کې کارولی، ده له ابو علی سینا سره د خپلو بحثونو لړۍ د کتاب په بڼه چاپ کړه [27].
د فزیک په برخه کې البیروني د ارسطو نظریاتو سخت مخالف وو. ارسطو پدې نظر وو چې غټې کتلې خپل خوځښت او جاذبه پخپله تعینوي او د بل عامل تابع ندي خو البیروني اوسني عصري نظر ته ورته نظر درلود او ویل یې چې د غټو او وړو کتلو خوځښتونه او غبرګونونه له نورو داسې عواملو سره تړلي چې یوازې د کتلې په اندازه پورې نه محدودېږي. همداراز دی د بېلابېلو تیږو، سړو، تودو او مالګینو اوبو د وزنونو په کره اندازه کولو سره د خپل وخت تر ټولو مشهور اندازه کوونکی وو، په مایعاتو کې د کتلو اچولو طریقه باندې وزن کول چې ارشمیدس ته اړونده بلل کېږي هم د البیروني تجربوي میتود ګڼل شوی [28,29].
البیروني لمړنی کس وو چې تعجیل یا بېړه یې د غیر منظم سرعت زېږنده بلله، دا اصل د نیوټن د حرکت دویم قانون جوړوي. البیروني او ابن الهيثم د فزیک په تاریخ کې لمړني ساینسپوهان ول چې د رڼا یا نور په اړه یې ننۍ مډرنې نظریې درلودې، دوۍ په ګډه دا ویل چې د نور سرعت لایتنهايي نه بلکې محدود دی او البیروني دا پسې ور زیاته کړه چې نور تر غږ چټک حرکت کوي.
د دې ترڅنګ البیروني په ټولنیزو علومو، اسلامي انسان پېژندنه، بوتاني، فارمسي، فلسفه، ادبیاتو، ریاضیاتو، تاریخ، دینپوهنه، د ادیانو پرتلیزه مطالعه، قانون او ژبپوهنه کې ۱۴۶ کتابونه لیکلي چې دی یې پخپله په ۱۲ برخو وېشي، دغه کتابونه تر نیمايي زیات پر ستورپېژندنه او هغه پورې اړونده ریاضي محاسباتو باندې لیکل شوي[30]. البیروني د ۱۰۴۸ زېږدیز کال د ډیسامبر په ۱۳مه د غزني ښار کې د ۷۵ کلونو په عمر ومړ او په همدې ښار کې خښ کړای شو [31].
اخڅلیکونه
[1] H.R. Turner, Science in medieval Islam: An illustrated introduction / by Howard R. Turner, University of Texas Press, Austin, 1997.
[2] W. John Noble, The New York Times (20 May 2011).
[3] J. Lyons, Bayt al-ḥikmah, 1st ed., al-Dār al-ʻArabiyyah lil-ʻUlūm Nāshirūn, Bayrūt, 2010.
[4] J.G. Gheverghese, Indian Mathematics: Engaging With The World From Ancient To Modern Times, World Scientific Publishing Company, 2016.
[5] Afghanistan and central Asia, Google Maps, 2018.
[6] A.C. Sparavigna, The Science of al-Biruni, ijSciences -1 (12) (2013) 52–60.
[7] M.i.A. Al-Biruni, Kitāb al-Tafhīm li-awāʼil ṣināʻat al-tanjīm, Intishārāt-i Bābak, Tihrān, 1362 1983 or 1984.
[8] H. Alain, Astrolabe, available at http://jalle-astro.fr/wp/wp-content/uploads/2013/09/35082.jpg.
[9] H. Raab, Revolving star chart (Planisphere), available at https://en.wikipedia.org/wiki/Planisphere#/media/File:Philips_Planisphere.jpg.
[10] Encyclopedia Britannica, Armillary sphere, from Plate LXXVII, available at https://commons.wikimedia.org/wiki/File:EB1711_Armillary_Sphere.png.
[11] W. Durant, The Age of Faith: The Story of Civilization, Simon & Schuster, 2011.
[12] S.H. Nasr, Islamic science: An Illustrated Study, World of Islam Festival Pub. Co, S.l., 1976.
[13] F.R. Stephenson, Historical eclipses and Earth’s rotation, Cambridge University Press, Cambridge, 2008.
[14] B. Martin, Waywiser, Van Leest Antiques, London, 1810, available at http://www.vanleestantiques.com/product/waywiser-b-martin-london-c-1810/.
[15] Z. Salah, Astronomical Observatories in the Classical Islamic Culture, available at http://muslimheritage.com/article/astronomical-observatories-classical-islamic-culture.
[16] S. Pines, The Semantic Distinction between the Terms Astronomy and Astrology according to al-Biruni, Isis 55 (3) (1964) 343–349.
[17] Pingree, Aw-Biruni – Wikipedia, available at http://wikien4.appspot.com/wiki/Al-Biruni#cite_note-FOOTNOTEPingree1989-37 (accessed on July 31, 2018).
[18] Abu al-Rayhan Muhammad ibn Ahmad, Al-Biruni, Kitab al-qanun al-Mas’udi fi al-hay’ah wa-al-nujum: The Masudic canon, Sultan Massud Ghaznawi, Ghazni, Afghanistan, 1036.
[19] D. Chad, Supplemental-Rounding the Earth: Al-Biruni’s Classic Experiment on How to Calculate the Radius of the Earth, available at http://thescientificodyssey.typepad.com/my-blog/2016/03/episode-361-supplemental-rounding-the-earth.html.
[20] M.N. Ardi, F.B. Abdullah, S.A. Tamimi, Al-Biruni: A Muslim Critical Thinker, Int. J. Nusantara Islam 4 (1) (2016) 1.
[21] S.F. Starr, The Invention of World History 67 (7) (2017).
[22] Al-Biruni, Muhammad ibn Ahmad Abū al-Rayhn, The Chronology of the Ancient Nations, Ghazni, Afghanistan, 1000 AD.
[23] M.S. Khān, M.S. Khan, al-Bīrūnī and the Political History of India, Oriens 25 (1976) 86.
[24] M.A. Saleem Khan, Al-Biruni’s discovery of India: An interpretative study, IAcademic Books, Denver, CO, 2001.
[25] M.i.A. Al-Biruni, J.e.a.t. Ali, The determination of the coordinates of positions for the correction of distances between cities: A translation from the Arabic of Kitāb taḥdīd nihāyāt al-amākin litaṣḥīh masāfāt al-masākin / by Jamil Ali, American University of Beirut, Beirut, 1967.
[26] Al-Biruni, Muhammad ibn Ahmad Abu al-Rayḥan, Kitāb al-jamāhir fī maʻrifat al-jawāhir, Institute for the History of Arabic-Islamic Science at the Johann Wolfgang Goethe University, Frankfurt am Main, 2001.
[27] S.Z. Hasan, Al-as’ilah wa’l-ajwibah/questions and answers: Including the further, Abjad Book Designers & Bu, [Place of publication not identified], 1997.
[28] M.M. Hosseini, Negareh: Persian Scholars Pavilion at United Nations Vienna (2016).
[29] M. Jammer, Concepts of Mass in Classical and Modern Physics, Dover Publications, 1997.
[30] A. S. Maqbul, Geodesy, Geology, and Mineralogy, Geography and Cartography, in History of Civilizations of Central Asia, 2nd ed., Motilal Banarsidass, 2003.
[31] B. Gaforuv, Al-Biruni, a universal genius in Central Asia a thousand years ago: Astronomer, historian, botanist, pharmacologist, geologist, poet, philosopher, mathematician, geographer, humanist June (1974) Whole.
خیر یوسې استاده، زموږ خلک دغسې لیکنو ته سخته اړتیا لري. په درنښت
د محترم ډاکټر صاحب د علمی او ګټوری لیکنی او همدارنګه د شیرشاه صاحب د ښکلی تبصرې څخه په مننی سره د البېرونی د نوم په تړاؤ خپله یوه تُروه خاطره را یاد شوه
په کندهار کی یو متوسطه مکتب ؤ د احمد شاهی په نوم.
په ۱۳۵۰ کال کی دا متوسطه مکتب د لیسې کچی ته جګ شو څرنګه چه د احمدشاه بابا پنوم یوه لیسه وه نو ددې احمدشاهی متوسطه مکتب چه وروسته په لیسه بدله شوه همهغه پخوانی نوم نامناسب ښکارېده نو تصمیم داسی ونیول شو چه دا نوې لیسه د ظاهر شاه پنوم ومونول شی چه البته د یو لړ مراسمو په ترڅ کی دا کار تر سره شو
دوه کاله وروسته ظاهر شاه پټو ټک واهه او پر ځای ئې د خور مېړه پر تخت کېناست
دې نوی زوم ټول شاهی او ظاهرشاهی مظاهر ملغی او محو کړه او د ظاهر شاه لیسه په البېرونی بدله شوه یعنی همدا نامتو ابوریحان البیرونی
ښه ؤ، ددې ستر او نامتو شخصیت د پالنی او لمانځنی لپاره دا هم غنیمت ؤ که نه البېرونی باید تر دې په لوړه کچه لمانځل شوی وای
دا لیسه شل پنځه ویشت کاله په همدې نوم یعنی البیرونی پنوم وه
کله چه څو کاله مخکی ظاهر شاه د خپلی خوښی او رضائیت خلاف د استعمار لخوا د ځینو نقشو د پیاده کولو پخاطر کابل ته راوستل شو فقط دوه سوه دوه ساعته وروسته ځینو قوم پرسته او فرصت پرسته کړیو د البیرونی د لیسې څخه د البیرونی نوم لیری او بیا د ظاهر شاه نوم پر ویلډینګ کړ
دا څومره جاهلانه او احمقانه او خائنانه او د یو ستر عالم په وړاندی یو ګوستأخانه کار ؤ
که زه هغه وخت همهلته وای او اولادونه می په همهغه لیسه کی په درس بوخت وای فوراً می د هغې لیسې څخه کومی بلی لیسې ته انتقالول
ډیره مننه استاد محترم، دیره گټوره لیکنه د ټولو لپاره.