تاند- د الجزیرې تلویزیون په تورخم کې د پاکستان وروستیو له کبرجنو اقداماتو ته په اشارې ویلي چې د افغانستان او افغانانو په اړه د پاکستان اټکل غلط ثابت شو.

الجزیره وايي چې په تورخم کې د پاکستان اقدمات د دې سبب شول چې هم د افغانستان بېلابېل قومونه او هم د دیورند کرښې د دواړو خواوو قومونه له یرغلګره کرکه او نفرت وښيي.

الجزیره لیکي، یو وخت مشهور تیوريسن جولیان هکسلي (Julian Huxley) لیکلي و«یو ملت له هغې ټولنې عبارت دی چې د خپلو ګاونډیانو په وړاندې د خطر او کرکې په مهال یو لاس کېږي.»

الجزیره زیاتوي، که د هکسلي نظریه سمه وي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې وروستۍ خونړۍ نښتې د خپل ختیځ ګاونډي د غلیمانه اقداماتو په وړاندې د افغانانو د ګډې کرکې ښکارندويې وې. په دغو نښتو کې د دواړو خواوو ۴ پوځیان او ۲ افغان ماشومان ووژل شول او په افغانستان کې یې د ټولو وګړو غوسه وپاروله.

الجزیره زیاتوي، سره له دې چې افغانان کورني اختلافات لري، خو د تورخم د نښتو په وړاندې افغانان واټونو ته ووتل او یو شمېر کسانو د ملي اردو د ملاتړ په دود د تورخم په لور لاریون وکړ. حتي په یوه ویدیو کې، چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه او ادعا وشوه چې طالبان دي، د پاکستان پر خلاف د افغان ځواکونو د ملاتړ د افغانستان د مځکنۍ بشپړتیا او ملي ناموس د دفاع شعارونه واروېدل شول.

د بایللې اعتبار لپاره د پاکستان هڅه

ګڼ شمېر افغان شنونکي باور لري چې پاکستان د دغو حملو له لارې د وروستیو ناکامیو د جبرانولو هڅه کوي. دوی په ځانګړي ډول د امریکا د بې پېلوټه الوتکو د هغې حملې یادونه کوي چې په نتیجه کې یې د پاکستان په خاوره کې د طالبانو مشر ووژل شو.

یو شمېر نور بیا باورمن دي چې پاکستان غوښتل چې په دې توګه د افغانستان کمزورتیا ځان ته معلومه کړي.

د دوی په وینا په وروستي یو کال کې د افغان پوځیانو او ملکیانو مرګ ژوبلې زیاتې شوي او په کابل کې سیاسي اختلافات ډېر شوي دي. ښايي پاکستان دا مناسبه موقع ګڼله چې له هغې څخه په استفادې د ډیورند کرښې ستونزه حل کړي.

د الجزیرې په وینا د پاکستان محاسبه ناسمه وختله، او د پاکستان ماجرا جويي د دې سبب شوه چې افغان قومونه سره راغونډ شي او له خپل تېریګر ګاونډي کرکه څرګنده کړي.

الجزیره زیاتوي، پر دې سربېره چې د ګاونډي د یرغل په وړاندې افغانان یو موټی شول، هغوی یې هغو ناوړه استفادو ته هم متوجه کړل چې په اتیایمه لسیزه کې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له کلونو څخه یې پاکستان هم له افغانانو او هم له خپل ولي نعمت امریکا څخه په بې رحمانه لوبه کې کوي.

د الجزیرې د راپور په دوام کې راغلي؛ پاکستان له ۲۰۰۱ څخه د تروریزم پر ضد د یوه مهم متحد په توګه له امریکا پرېمانه مالي او پوځي مرستې ترلاسه کړي دي او په عین حال کې یې طالبانو او حقاني شبکې ته پناه ورکړې ده. دا دواړه ډلې د لسګونو زرو بې ګناه افغانانو او ۳۵۰۰ امریکایانو او نورو بهرنیانو د وژلو مسووله دي.

د الجزیرې په وینا په سیاسي میدان کې هم پاکستان په خورا مهارت ځان د نړیوال تروریزم خلاف د جګړې د سرخېل او د هغه هیواد په توګه پر نړیوالو منلی چې د سولې کیلي یې په لاس کې ده او په عین حال کې داسي ښيي چې که پر پټو کارونو یې څوک نیوکه وکړي نو اتومي قوت دی.

الجزیره زیاتوي، ځیني وايي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان د لاسوهنې علت دا دی چې دا هیواد د دوو هیوادونو د رسمي پولې په توګه د ډیورند کرښې د ثابت پاتې کېدو په اړه ډاډ نه لري. د دوی په باور که افغانستان دا پوله په رسمیت وپېژني، په افغانستان کې به د پاکستان لاسوهنې پای ته ورسېږي.

الجزیره وايي، د دې ستونزې د حل لپاره ښه او ګټوره حللاره شته، خو د پاکستان زیاتی غوښتنه یا جاه طلبي تر دې زیاته ده؛ پاکستان بې له دې چې کوم امتیاز ورکړي (یعني د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي) د پولې په توګه د ډیورند کرښې د رسمیت پېژندلو غوښتونکی دی.

شنونکي د پاکستان هدف په افغانستان کې د ستراتیژیک عمق ترلاسه کول بولي؛ پاکستانیان د خپلې دې غوښتنې د توجیه لپاره د هند بېره یادوي. له همدې کبله اسلام اباد پر له پسې هڅه کوي چې په کابل کې یو لاس پوڅی حکومت واک ته ورسوي.

الجزیره وايي، د طالبانو په اړه د پاکستان د استخباراتي ادارې(آی ایس آی) لویه تېروتنه د بېلابېلو پاکستاني طالبانو د ډلو، د القاعده د پاتې شونو او د منځنۍ اسیا او چین د بېلابېلو سختدریځو ډلو د رامنځته کېدو سبب شوه.

الجزیره وايي، دا مسله په واشنګټن کې د پاکستان د سخاوتمنې لابي له لوري بې اهمتیه وګڼل شوه او له کبله یې په تېرو کلونو کې امریکا د پاکستان مداخلو ته اهمیت ورنه کړ خو اوس نور امریکایان د پاکستان له لاسوهنو ستومانه شوي دي.

د مارچ په میاشت کې د امریکا کانګریس پاکستان ته د مرستو د دوام په اړه شک څرګند کړ. په مې میاشت کې کانګریس داسي لایحه تصویب کړه چې پاکستان ته د ۴۵۰ ملیون ډالرو مرستې پکېج ته یې سخت شرطونه ایښي او دغه هیواد ته یې د ۸ ایف ۱۶ جنګي الوتکو د ورکولو له شرایطو سره مخالفت وکړ.

له ۲۰۰۲ څخه پاکستان ته د امریکا د مرستو اوسط د کال ۲ ملیارد ډالرو ته ورسېد. خو په ۲۰۱۰ م کال کې امریکا له پاکستان سره ۴ نیم ملیارد ډالره پوځي او پراختیايي مرسته وکړه. له دې سره سره نظرپوښتنې ښيي چې اکثره پاکستانیان امریکا ته د دښمن په سترګه ګوري.

الجزیره زیاتوي: د ۲۰۱۵ م کال په پیل کې د افغانستان حکومت له خپل ګاونډي (پاکستان) سره د سولې په برخه کې په حقیقتونو ولاړه پالیسي پر مخ یووړه. د پاکستان زوړ متحد چین، د پاکستان تر ټولو لوی مالي ملاتړ کوونکې امریکا له افغانستان او پاکستان سره د سولې د همږغۍ په څلور اړخیز ګروپ کې شامل شول.

پر دې سربېره پاکستان ته له طالبانو څخه د لاس اخیستلو په صورت کې د سیمه ییزو اقتصادي فرصتونو او همکاریو بې ساري چانسونه ورکړای شول.

خو پاکستان دا فرصتونه له لاسه ورکړل او په پوره سرټمبه توب یې د افغانستان په وړاندې خپلو پخوانیو پالیسو (د طالبانو ملاتړ) ته دوام ورکړ او په نتیجه کې یې طالبانو حملو ته زور ورکړ.

الجزیره وايي، په تورخم کې تازه پېښه د پاکستان د درو لسیزو د شرارتونو په وړاندې د افغانانو د بې حوصله کېدو اوج ښيي حال دا چې افغانانو له ټولو ستونزو سره سره د بریتانیا او شوروي له امپراتوریو سره مقابله کړې ده. که د پاکستان له لوري سپکاوی زیات شي، ممکن افغانان له پاکستان سره جګړې ته راووځي.

5 thoughts on “الجزیره وايي، د افغانستان په اړه د پاکستان محاسبې غلطې وې”
  1. بلکل د الجزیرې دغه رپوټ په حقیقتونو راڅرخیدلی او هغو ټکو ته یې اشاره کړې چې د یاد رپوټ په وینا نور یې د افغانانو د صبر کاسه ډکه کړې او که چیرې د پاکستان دا کبرجن تحرکات دوام وکړي ښايي دغه هیواد ځان قصدا د تباهۍ کندې او ګړنګ ته ور ټیل وهي او بله دا چې په تورخم کې د پاکستان وروستي تحرکات یوازې او یوازې د امریکا د هغو میلیاردونو ډالرو مرستو ځنډیدل او مشروطول دي چې له کلونو راهیسې یې د سولې د واکدار په نوم اخلي او په هماغو پیسو د طالبانو تجهیز او ملاتړ ته دوام ورکوي، خو اوس شکر دې هر افغان د پاکستان په نیت پوهیږي او د ټولو افغانانو په زړونو کې ورته له کرکې پرته بل هیڅ نشته او هغه ورځ به هم لرې نه وي چې افغانان به له نقشې څخه ددغه هیواد د ورکولو لپاره مټې راونغاړې او خپل سرحد او پوله به له هند سره تیره کړي.
    انشاالله دا د شیطان بچی به خپله تباه او رسوا کیږي.

  2. ماشاء الله حقيقت يي ويلي , او خكلي ربورت دي . الله باك دي دغه شيطان أو منافق دولت زر تر زره ورك او تباه كري

  3. ډیر خوښ شوم چې عربانو له ۱۴ پیړیو وروسته د افغانستان په ملاتړ خوله خلاصه کړه
    زه حیران دی ته یم چي امریکا او دهغه غربی انډیوالان خو ځان د عقل وزیران ګڼي او د بشر والدین خو ولی یی د پاکستان په شرارت سترګې پټې کړې دي حال دا چی زمونږ دملت او دولت ستونی وچ شو خو ددی نابینا غربیانو درک ونه لګید
    ایا غربیان نه پوهیږي؟
    ټګان دي؟
    د خپلو خلکو وینه ورته اهمیت نه لری؟
    غربیا شرمیږی نه؟ که غرب په دی ډول دوام ورکړی نو ژر به غرب د تروریزم له لاسه د حجر زمانی ته ولاړشي

  4. پاکستان دننه هم سیاستوال په حکومت فشار راوړی تر څو بهرنی پالیسی ته تغیر ورکړی خو داسی نه بریښی چه دوی خپلی پالیسیو کی تللی راولی پالیسی ساز یی. ن. ده ISI

ځواب ورکول Ghulam ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *