هغه ورځ مې لیکلي ول چې د وحشت ویډیو خپرول وحشت دی، او له دینه د خلکو زړه توروي.

ګڼو ا را ته ولیکل چې که د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د وژنو ویډیوګانې خپرې شي هم، خلک به پرې اعتراض وکړي.

دوی غوښتل دې وحشت ته په دین کې دلیل پیدا کړي، او یو دیني اساس ورته برابر کړي.

ته اوس دوی ته وګوره. د پیغمبر د وژنو ویډیوګانې به ولې خپرېدلې؟ پیغمبر خو د مړیو پر سر د ژوندیو اسیرانو له محض تېرولو هم منع کړې وه، څه خو دا معنا چې د مړي ویډیو وکړای شي او عامه خپره شي. پیغمبر خو څوک بغیر د تجاوز، قصاص او فساد له دلیلونو، له سره وژلي نه دي.

دا ډول استدلال ډېر زیات خطرناک دی. ځان ته پیغمبري، او خپل غلیم ته یهودي او تکفیري څېره ورکول خوارجي دود دی.

په دې کې شک نشته چې الحاد په افغاني ټولنه کې سرطاني ریښې کړي، او په دې کې هم شک نشته چې د دې الحاد سرچینه یا د اسلام په نامه روانه بې عدالتي، او د وحشتونو او بربریتونو لپاره دیني استدلال دی، او یا هم د دین د شعوري دښمنانو لخوا د دې بې عدالتیو پر سر د دین بدنامولو شعوري هڅې دي.

ښایي د الحاد په رنځ د اخته کېدونکیو انسانانو لویه برخه زموږ د ټولنې تر ټولو حساس، نازک طبع، او مخلص وګړي وي چې خپلو پوښتنو ته د ځواب نه موندلو له امله یې نورو لوریو ته مخه کړې وي. دوی خپلو پوښتنو ته د ځواب موندنې حق لري.

دلته له یوې خوا دا دعوه کېږي چې اسلام فلاح الدارین، د دواړو جهانونو نېکمرغي ده، او له بلې خوا خلک عملاً دا ګوري چې په افراطي مذهبي ټولنو، لکه سومالیا، افغانستان، پاکستان، نایجیریا، او نورو کې تر ټول بدبخته دنیوي ژوند، او تر ټولو ډېر معلوم الحاله دوزخیان ژوند کوي، او د دې ټولنو تر ټولو ډېر وګړي روزمره په دیني فتوا دوزخ ته استول کېږي.

پخوا هم پاچهانو ظلمونه کول. عباسیانو د دمشق جومات د امویانو د پلویانو په وینو ورنګاوه. سفاح دومره وینې تویې کړې چې نوم یې وینې تویوونکی شو. نادر افشار ملکونه لوټ کړل. بابر د ککریو منارونه جوړ کړ، خو د دوی حرکتونه د الحاد او دین دښمنۍ لامل ځکه نشول چې دې ټولو د قدرت کرغېړنه سیالي له دینه جدا کړې وه. دیندارو خپله دینداري کوله، او جګړه مارو خپله جګړه.

اوس چې له یوې خوا د دین په نامه د قدرس سیالي روانه ده، له بلې خوا د وحشت او بربریت د تبرئیې او تبریر لپاره استدلال، او په دې خبره ټینګار کېږي چې ګواکې روانې بې عدالتۍ په دین کې ریښه لري. په دې کې هیڅ شک نشته چې د الحاد موج به پراخېږي. دلته الحاد عمل نه دی، عکس العمل دی.

له بله اړخه، د علم او ثقافت له پراختیا سره د لوستو خلکو ذهنونه پراخېږي. له خلکو سره جدي او ژورې پوښتنې پیدا کېږي. د دې پوښتنو ځوابو د نسواري ملایانو د وس کار نه دی.

نن سهار زموږ د جومات ملا لګیا و. په وردګي لهجه یې ویل چې، که مو کوم څوک ولید چې ږیره یې کمه کړې یا کله کړې وه، او سرتور سر ممبر ته ختلو، همداسې یې په مځکه را وڅښوئ، را نسکور یې کړئ.

دا رویه نوره چا ته د منلو نه ده. اوس څوک په واړه ماشوم هم لاس نه شي پورته کولای.

زما په یاد دي، زما اتلس کلن ورور په مدرسه کې پر قرآن کریم خپل نوم لیکلی و، د مدرسې قاري د ټولو خلکو په مخ کې په مخ مخ داسې کلکې څپېړې ورکړې چې درد یې اوس هم زما په زړه کې دی.

اوس کوم قاري داسې کار نشي کولای. څوک به یې دوه پړاکه کړي. د لوی انسان د وقار مرکز د هغه مخ دی. پر مخ د مسلمان وهل پیغمبر حرام کړي.

دا ذهنیت د خلکو له روښانتیا سره مخ پر ودې دی. فرد مستقلېږي. شعور لوړېږي. تفکر ژورېږي، او تخیل لوړېږي.

د دیني مسایلو په برخه کې د خلکو د قناعت کار نور د اخوندانو پر اوږو دروند دی.

موږ تاسې د دې حالت شاهدان یو.

له بله اړخه بې معنا وژل، حلالول، بې محاکمې او بې قضا سنګسارونه نور ټولنې ته د تحمل وړ نه دي.

د زور منطق کار نه ورکوي. اسلامکاري باید له بې عدالتیو، او وحشتونو لاس واخلي. که یې لاس وانخیست، ټولنه به په دیني افلاس اخته کړي، او د عواقبو مسؤولیت به یې د همدوی په غاړه وي.

مجيد قرار

12 thoughts on “الحاد او مسؤولیت یې”
  1. مجید قرار صیب ستا دا لیکنه مي ډیره خوښه شوه
    ستا په لیکنو ډیر وخت د تاند مشران نقدونو ته اجازه نه ورکوي ، نه پوهیږم چي دا کار دوي د کوم دود په اساس کوي په داسي په هرصورت زه به اوس خپلي خیري ته را وګرزم
    پوښتني لرم : اول په طبابت څوک د سوال او څوک د نقد حق لري
    په شعر او ادبي کیسه څوک نقد او څوک سوال کولای شي ، ایا د هر ډول سوال حق لري مثلا که په ریاضي کي څوک په جمع او منفي نه پوهیږي هغه کس د جذر د سوال حق لري
    دویمه پوښتنه : که په طبیب کي کمي او بي اصولي وي ایا دغه د طبابت کمي او نقص بلل کیدای شي
    که چیري طبیب بي اصولي وکړي ایا نور انسانان د طبیبان د بي اصولي توب له کبله د مرض په حمایت کي دریدلای شي او یا اقلا د طبابت په خلاف د شکایت حق لري
    که څوک پوښتنه وکړي چي ته ولي درست او په اخلاص د طبابت لپاره کار ته ملا نه تړي
    ایا د طبیبانو د کمیو له کبله یو څوک د مرض د عامونکو په طرف کي دریدلای شي
    ایا د یو چاچي بسم الله سمه زده نه وي هغه په دیني خلکو او ملایانو د نقد حق لري
    ایا یو څوک په شعر باندي د جغرافیي د علم په زور نقد کولای شي
    او که چیري واقعا سوالونه د ملایانو د بي علمي له کبله بي جوابه وي او خلک الحاد ته ځي هغه وی هم پاک زړي کسان ایا په نوره دنیا کي د ده سوالونه نه دي جواب شوي او که یي سوالونه جواب وي نو ولي ملایان د دین له لاري د قران له لاري نه ملامتوي چي د الحاد له سنګره ورباندي ډزي کوي او هم الحاد ته دتګ توجیه ورباندي کوي ، په لمخه وختونو کي چي دنیا داسي سره سوري نه وه لا یو منطق کیدلای شوای خو په نن نړۍ کي دا ضعیف استدلال دۍ زما په نظر مننه

    1. که نقد وي تاند یې خامخا خپروي خو که د چا توهینول وي ، نه یې خپروي ، بیا یې هم نه خپروي. ستاسو په دې تبصره کې هم داسي جملې شته چې باید ستاسو په اصطلاح نقد مو نه وای خپور شوی.په څه اساس وایاست (چا چې بسم الله نه وي زده؟)

  2. د یسوعیانو جاهلانو مولایانو هم وحشت د یسوعیت د دین لپاره وکړ او نن ورځ ګورو چې د هغوی پیران له خلکو څخه بخښنه غواړي او وایی چې زمونږ له دین څخه ناکاره استفاده ترسره شوه ، اما متاسفانه ننني یسوعیان کافر شوي دي په خپل مذهب او د راهبانو خبره یې له دین سره ترک وهلی دی ..
    دا ورځ هم په حتمي توګه راتلونکې دی زمونږ پر دیني دهشتګرو مولایانو چې له دین څخه خپل مطلب په وحشت سره ترسره کوي ، د یسوعیانو ناکاره دین چې د هغوی د پیرانو مرشدانو له لاسه بدنام کړل شو نو پرته له کوم شک څخه چې زمونږ د حق دین ستر مجرمین امدا وحشي او وحشت و نفرت پرست مولایان دي ..
    هغه مهال که دوی له ملحده ټولني څخه بخښنه هم وغواړي نو ولس به هغوی ته لومړی ښکنځلی کړي او بيا د هغوى له دین څخه نفرت ، دوی د (ادع الی سبیل ربک) پر ځای د خپل جهالت له کبله (اعرض عن سبیل ربک) ته ولس و ملت متاسفانه هڅوي

  3. که ملا وایی چی کش یی کی پدی خو هر انسان پوهیژي، چی بی احترامی ده، ملان خلک د دین سره بی تفاوتی ته تیله کوی، اخره پایله یی عیسویت کیگی، ملا، جومات او خلک به وی خو تول به له دین سره بی تفاوته وی، ، یو حدیث دی چی قیامت به هغه وقت رازی چی یو داسی انسان هم نه وی د زمکی په مخ چی لاالاالله ووایی، زه چی گورم مجاهدینو او ملان په خپلو کارو سره همغه ورزی ته خلک په سرعت ور تیله کوی

  4. Shaghelai Qarar saib!
    Shaesta likena mo kerey da. Ke cherey de narhei tarikh ta nazar sho no webawino chey Isawyat de 14-mey tsekha ter 18-mey peyrhei dasey yawey merhaley tsekha teyr shewai, leka os chey de Ismam moqadas din trey de teyreydo pe haal key dai. De Islam pe moqdas di key ba da merhala grhandei wi, zeka chey os sainsi ulumo deyr permekhtag kerhai dai.
    Landa da chey haq ba de batel zai nisi, aw da ba ratlunki nasluna wini, walau ke har tse wi.

  5. ملا باید د سیاست نه ګوښه شي

    دا کابو دوی پیړۍ کیږي چه ملا( ملا لنګ ، ملا شوربازار، ملا ګیلاني ، ملا عمر ) د استعمار د ګټو لپاره د افغان وینی توی کړي او افغان یی بدبخت ، وږی تږی او وروسته پاتی ساتلی ترڅو د خپل حلوا استعماري تالۍ تود وساتي !! آخر ولی ؟؟ دی سوال ته ولی څوک ځواب نه وایی ..څومره تاوان چه زموږ ټولنی ته پورتنی ملایانو رسولی ، آیا د هغه تاوان جبران شونی کار د ی؟؟؟ هیڅکله نه ،،،نو بیا ولی دا نه منئ چه ملا زموږ د ټولنی ناسور دی ، سرطان دی او دا سرطان باید تداوي شي او کنترول شي کنه دی به دا ټولنه او ملت له منځه وړي…دا څلور لسیزي کیږي چه موږ په کوم نوم حلالیږو؟؟ او د چا په حکم حلالیږو؟؟؟ نو بیا سترګی ولی پټوو؟؟؟ د دی ټولنیز رنځ او ناخوالو یو حل دی چه ملا باید په هر قیمت چه وي د سیاست نه جلا شي او د جومات ګوټ ته شي !! کله هم چه ملا د جومات د ګوټ نه راوتلی ، ملي ناورین او بدبختیو ته یی لاره پرانستلی ..مرګ په ملا او د هغه په تور جهالت

  6. ښاغلی اکرم صیب څه ښه ویلی

    دا څلور لسیزي کیږي چه موږ په کوم نوم حلالیږو؟؟ او د چا په حکم حلالیږو؟؟؟ نو بیا سترګی ولی پټوو؟؟؟ د دی
    ټولنیز رنځ او ناخوالو یو حل دا دی چه ملا باید په هر قیمت چه وي د سیاست نه جلا شي او د جومات ګوټ ته شي !!
    ، که داسی وشی زه به ضمانت درکړم چه وطن آرام دی، او دا سمه خبره ده چه دملا دسیاست اواقتصاد سره څه کار، دډاکتر دانجنری سره څه کار، دبزګر دبرق سره څه کار دی اوداسی نور.

    دوستانو لاندینی څو کرښی په دقت ولولی

    دمحمد ظاهر شاه په وخت کی افغانستان په لمړی ځل دکوک اوفانتا یوه غریبانه فابریکه جوړه کړه، ځکه غریبانه چه په دغه وخت کی زمونږ لاس ډیر تنګ او لنډ وه، ډیری پیسی مو نه درلودلی، خوداچه وطن مو دډول ډول میوه جاتو ډک وه او دبلی خوا دپاکستان کوک اوفانتا وطنوالو ته په لوړه بیه تمامیدله، نوتصمیم ونیول شو چه یوه وړه فابریکه جوړه کړو. کله چه په اول ځل دفابریکی لخوا دکوک اوفانتا شربتونه اوبوتلونه راووتل سمدستی ملایانو فتوا ورکړه چه داخوشراب دی اوباید فابریکه ورانه اومتخصیصین یی ووژل شی، لنډه داچه افغانی متخصیصینو ملایانو ته ډیر قناعت اوتشریحات ورکړه، چه دا دکوک اوفانتا شربتونه دی شراب نه دی، دخدای لپاره مونږ ډیر غریب یاستو فابریکه زمونږ دګتی لپاره ده اوداسی نور، داچه ملایانو ته دپاکستان دکوک اوفانتا فابریکی پیسی ورکړی وی اویا داچه پاکستانی فابریکی خپلو ملایانو ته پیسی ورکړی وی چه زمونږ ملا صاحبان راوپاروی، خو اخر داشوه چه دپل خشتی جماعت څخه ملا صاحبان راووتل او دافغانی فابریکی ټول ماشین الات یی مات اوبی
    کاره کړل اودفابریکی کارګران یی په وهلو او ډبولو شفاه خانی ته ولیږل.

    وګوری که زمونږ ملاصاحبان په سیاست اواقتصاد پوهیدلی هغوی به دستی فکر کړی وای چه پاکستان غواړی چه دخپلی فابریکی دکوک اوفانتا شربتونه په مونږ خرڅ کړی اوخپل اقتصاد قوی کړی، مګر داچه نه په سیاست پوهیدل او نه په اقتصاد پوهیدل خپله فابریکه یی په احساساتی فتواوو ورانه اووطنوال یی ددغه افغانی نعمته محروم کړه.

    ګران ځوانان باید پدی وپوهیږی چه په دغه وختونو کی دافغانستان دبوری اوچاینوکو فابریکه هم دپاکستان په شیطانی اقتصادی سیاست سره دکاره ولویده

    په اخر کی وایم افغانه ملا خدای دی اصلاح کړه

    دخدای په امان

  7. زه ددي خلاف يم چي ملا بايد د سياست نه لري شي ، بلكه ملا بايد په ديني موضوعاتو كي اوچت تعليم ولري او هم په عصري علومو كي.

  8. دا دقضیی بل اړخ دی چی ملا باید تعلیم وکړی. زمونږ ملایان خو صرف خلاصه او قدری وایی او له کنزه نه تیریږی. دوی د قرآن په حقیقی معنی لا هم نه پوهیږی. دوی باید له سیاست نه لری وساتل شی. داځکه چی په سیاست کی کله کله دروغ، بیعدالتی، ظلم اونور منفی کارونه هم کیدلای شی. مګر د اسلام دین خو له دی ټولو سره مخالف دی.
    ملا د عصری علومو مخالف دی او د ږیری پريښودلو یا خیریلو یا سرتور سر ګرځیدلو له بحثه لا نه دی وتلی. حال داچی که په ږیره وای نو سکان ، یهودیان او د نورو ادیانو پیروان چی ږیری لری ، دوی به اوس ټول ښه ملایان او مسلمانان ول. شاعر وایی :
    انسانیت نه به ریش است ، نه به شاخ است ، نه به دم
    بزهم ریش دارد و ګاو هم شاخ دارد و خر هم دم دارد.
    انسانیت او اسلامیت ډیر اوچټ مفاهیم دی. د خدای تعالی په نزد مکرم ترین شخص هغه دی چی ډیر متقی وی. دلته ږيره معیار نه دی. بلکه تقوی معیار دی. یو سړی به ښه اوږده ږیره ولری ، ښی سپینی جامی به یی اغوستی وی او اوږدی تسبیح به اړوی خو په زړه به کافر او ملحد وی . ږیره په اسلام کی سنت دی او د سنت په ترکولو سره یو مسلمان نه کافر کیږی. بلکه ګنهګاریږی. د ږیری خرییل له قتل ، ځان وژنی او خرمرګو نه ډیره لویه ګناه نه ده. که زمونږ ملایان همداسی د لجاجت او جهالت په خره سپاره وی ، لری نه ده چی دوی به یوځل بیا د اسلام او تاریخ آزار ووهی او مخونه به یی تور شی. تاسو د ایران ملایان وګوری چی د دینی علومو ترڅنګ عصری علوم زده کوی او دعلم له برکته د اتم بم او اتمی انرژی او مصنوعی سپوږمکیو او قاره پیما راکټونو څښتنان شول . خو زمونږ ملایان له مسلمان وژنی او د انسانانو له حلالولو او قصابی نه دی خلاص. فاعتبرو یا اولی الابصار

  9. دا وړۍ نه شړۍ کیږي

    خدایګو که دا ړوند ملا په عرفان ، وطن ، هیواد ، انسانیت او هیواد پالنی باندی پوه کړی ، دا د ړانده زوی یواځی خپله دا پړسیدلی بوی ناکه خیټه پیژني او هره مساله د همدی جهنمي خیټی په رڼا کی تصفیه کوي !! که د هیواد شل بلیونه تاوان وي خو د ملا پکی دوه روپۍ ګټه وي او نیم تالۍ حلوا وي نو دی به دی شومی سودا ته هم چمتووي !!!
    وایم که ملا سړی کیدای او دافغان ګټو ته وفادار کیدای نو پدا تیرو زرو کلو کی به شوی وای خو نه ، ملا همداسی خچر دی لکه څنګه چه دایمی خچر ؤ . ایا ملا فضلو ، ملا عمر ، ملا سمیع الحق او حقاني په څیر ښکرور څاروي به هم چیری سمی لاری ته برابر شي ؟؟؟؟؟ هیڅلکه نه ،،،،،..خلاصه دا چه دا خچر نه سمیږي نو ځکه یواځنی درملنه یی همدا پاتی ده چه د جومات ګوټ کی باید بندي شي ترڅو هیواد او خوار ولس د دی شوم او ړوند سرطاني ملا خیټو د شر نه د همیش لپاره په امان شي

  10. عالي لیکنه او په زړه پورې تبصرې
    ښاغلي محمد محق د سیاسي اسلام په اړه په زړه پورې لیکنه لري چې ما ژباړلې ده. لیکنه یو څه اوږده ده خو په بیا بیا لوستلو ارزي.

    ډاکتر ولي الله آزاد

ځواب ورکول منطقي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *