الطاف حسین

تاند- د مهاجر قومي غورځنګ مشر وايي، پاکستان په خپله خاوره کې تروریستي او سختدریځو ډلو ته د حضور پوره ازادي ورکړې او تر څو چې د دغو ډلو پناهځایونه په پاکستان کې له منځه نه وي وړل شوي، په افغانستان کې به سوله یو هسې خوب وي.

د فیننشل ایکسپریس ورځپاڼې د راپور له مخې، د مهاجر قومي غورځنګ مشر الطاف حسین د کابل له سترې تروریستي حملې یوه ورځ وروسته وویل، په افغانستان کې تر هغو سوله نه شي راتلای چې په پاکستان کې ترهګر ښکاره مرکزونه لري.

ده همداراز وویل، پاکستان په خپله خاوره کې تروریستان ازاد پرې ایښي دي.

الطاف حسین زیاته کړه، تروریستانو د پاکستان په هره برخه کې بنرونه او شعارونه لګولي او له خلکو غواړي  چې دوی ته په افغانستان کې د جګړې لپاره چندې (بسپنې)، فطریې، زکات او خیرات ورکړي.

الطاف حسین په یوه اعلامیه کې ویلي«د دې برید عاملان، چې کابل یې په وینو کې ولمباوه، د انسانیت دښمنان او د ټولې سیمې او افغانستان ګواښونکي دي.»

ده د کابل پر تروریستي حملې، چې لږترلږه ۱۰۰ تنه پکې ووژل شول او تر ۴ سوه ډېر نور ژوبل شول، ژوره خواشیني څرګنده کړه او د افغانستان خلکو او حکومت ته یې ډاډ ورکړ «زما پلویان او د پاکستان ټول مهاجر مسلمانان (اردو ژبي) به په دې سختو شېبو کې له تاسو سره وي.»

مهاجر قومي غورځنګ د پاکستان تر ټولو په ستر او ګڼ نفوسه ښار کراچۍ او دغه راز حیدراباد کې تر ټولو غښتلی ګوند دی.

One thought on “الطاف حسین: تر څو چې په پاکستان کې د تروریستانو مرکزونه وي، افغانستان به سوله ونه ویني”
  1. دا خبره زمون.انگلیسی او غربی باداران هم اوری که نه؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ اوکه د خروپه شان لیوه پاکستان ته سترگي سترګې پټوي
    زمونږ دملت د وینې مدعیا غربیان دي امریکا دا دپاکستان دایه او انګلیس دا د حرامی پاکستان بای فرینډان دي ّ

ځواب ورکول ببرک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *