تاند- ایر اربیه یا العربیه هوايي شرکت، چې د منځني ختیځ او شمالي افریقا لومړنی لوی او ارزانه هوايي شرکت دی، اعلان وکړ چې د افغانستان پلازمېنې کابل ته الوتنې پیلوي.

العربیه به د متحده عربي اماراتو د شارجې او کابل ترمنځ د اکتوبر له څلورمې نېټې څخه الوتنې پیل کړي.

العربیه به د کابل – شارجې ترمنځ په اوونۍ کې څلور الوتنې د دوشنبې، پنجشنبې، شنبې او یکشنبې په ورځو ولري.

د العربیه الوتکه به له شارجې څخه د متحده عربي اماراتو په وخت د سهار په ۶ بجې او ۴۰ دقیقې د کابل په لور روانېږي او د افغانستان په وخت د سهار په ۹ بجې او ۴۰ دقیقې به رسېږي. د شارجې – کابل ترمنځ د الوتنې وخت ۲ ساعته او ۳۰ دقیقې دی.

له کابله به د سهار په ۱۰ بجې او ۴۰ دقیقې بېرته روانېږي او د متحده اماراتو په وخت به د ماسپښین په ۱ بجه رسېږي.

د ایراربیه یا العربیه هوايي شرکت اجرايي رييس عدیل العلي وايي «کابل زموږ په شبکه کې یوه نوې زیاتونه ده او موږ به په دې توګه د زرګونو کسانو، چې د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ تګ راتګ کوي، اړتیا پوره کړو.»

په شارجه کې په زرګونو افغانان اوسي او هغوی خپل هیواد ته د تګ لپاره لومړی دوبۍ ته ځي چې له هغه ځایه په فلای دوبۍ یا افغاني هوايي شرکتونو کې کابل ته لاړ شي.

العربیه هوايي شرکت حاضردمه په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې له څلورو لویو هوايي ډګرونو څخه څه باندې ۱۵۰ ښارونو ته الوتنې لري.

2 thoughts on “العربیه هوايي شرکت د کابل – شارجې ترمنځ الوتنې پیلوي”

ځواب ورکول عبيد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *