دیارلسمه برخه –
بدرنګه ورانې، پرتمینه ودانې
ډېر ساړه او ډېر تاوده شو یوه آن کې
په یوه پو کي تودیږو او سړیږو
ته خپل کار په بېغمۍ کوه رقیبه
موږ په خپلو کې ډېر وران یو نه جوړیږو
د افغانې ټولنې نبض شناس الفت زموږ د جمعې ذهنیت په کچه و کیفیت ډېر ښه پوه وو، زموږ د ټولنیزې اروا په ژورو کې ډېر ښه بلد وو او زموږ رواني و ذهنې سړې و تودې یې ډبرې ښې درک کړې وې.
دا به مشر فرهنګي نسل ته بهتره مالومه وي چې د الفت په زمانه کې د سړېدو و تودېدو درجه په څومره وخت کې او په څومره اندازه ټیټېده و لوړېده مګر باور مې شي چې دغه نظر يې تر هغه مهال زموږ په وخت لا دقیق صدق کوي ځکه هره ورځ ګورو چې تر عجایبو عجایبي لړزوونکې پېښې رامنځته کیږي مثلاً، که سهار یوه دلخراشه حادثه پېښه شي نو غرمه مو د حرارت درجه تر پنځوس پورته وي، داسي فکر کیږي چې اوس به لږ وروسته د یوه لوی انقلاب شاهدان و اوسو مګر ماښام ته مو دا درجه صفر ته تقرب وکړي، ته به وایې چې په دنیا کې څوک شپږې هم نه دی خوړلی او سبا ته بیا د یوې نوې فاجعې قرباني یو، دا زموږ د ټولنیز واقعیت هغه ډیر خوړین اړخ دی چې پنځوس- شپېته کاله مخکې دراک الفت دقیق تشخیص کړی وو مګر موږ یې نه یوازې تر ننه علاج ونکړ چې لایې مزمنه بڼه را څخه ونیوله او په همدا متزلزل ذهني وضعیت کې مو کله هم د ثیات کوم مستحکم غره ته تکیه و نه وهله او هیڅکله مو د خپل خیر و شر دقیقه تله وانخیسته چې له فرد سره د فرد، ټولنې سره د فرد، طبیعت سره د فرد او نړۍ سره د ځان توازن و هماهنګې په رامنځته کړای شو.
که د نړې یو څوک د الفت د مملکت له هر انسان سره مخ شي او د متزلزل ژوندانه د غمېزې عوامل یې ځنې وپوښتي نو هسې عجیب و غریب جوابونه به ترې واوري چې ورته حک- حیران به شي؛ یو به مو د بد بختیو پړه پر پردیو اچوي، بل به یې په کور دننه پر نورو قومو، قبیلو، سیمو، ژبو او مذاهبو ور اړوي، نور به ګاونډیان ملامت بولي، بعضي به کفرۍ نړۍ راته لېونۍ ګڼي او… خو هیڅوک به خپل ځان ته ګوته و نه نیسي، له دي سره- سره چې دا متلونه به یې هم اورېدلي او هم کارولي وي چې، د ځان اصلاح د جهان اصلاح ده؛ اول ځان پسې جهان، ځان ته ګوته نیول کېږې بل ته نه، یا بل ته که دوې ګوتې نیول کېږي نو ځان ته درې؛ بس لکه د ګور چنجي یو بل سره خورو بیا یې ملامتې د نورو پر غاړو ور غورځوو.
دغه وضعیت استاد الفت په ډېر جالب اما عین حال کې دردوونکي انداز په خپل شعر کې منعکس کړی او له ډیره درده و غصې څخه رقیب ته اطمنان ور کوي چې ته هیڅ تشویش مه کوه، بېغمه دې زموږ په غمو و فاجعو کې خپلې ګټې ګوره، موږ داسي سره وران یو چې هیڅکله به نه جوړ شو او نه به مو تاته پام شي.
ما پخوا هم دا تریخ حقیقت بیان کړی او دا دی اوس یې د متفکر الفت د ژور تحلیل په استناد بیا تکراروم؛ زموږ ځیني افراد او سیاسي- مدني جریانونه مفت و جفت د پردیو بي مزده مزدورې کوي، پرته له دې چې په ځان پوه شي هغه څه کوي چې نتیجه یې افغانستان ته تباهي او پردیو و ګاونډیو ته مخامخ زبردسته ګټه- وټه وي؛ ټولې دنیا واورېده چې څه وخت مخکې د پاکستان پخواني دکتاتور پرویز مشرف وویل چې پاکستان او هندوستان په افغانستان کې یو د بل په وړاندې نیابتي جګړه روانه کړې ده، پاکستان پښتانه او هندوستان غیر پښتانه د دغه جنګ لپاره انتخاب کړي دي.
نیابتي جګړه دا ده چې متخاصم هیوادونه مخامخ نه سره لاس و کرېوانیږي بلکې دوی د خیر پر غونډۍ سره ناست او په یوه درېیم هیواد کې یو د بل د ګټو پر ضد د هغه هیواد وګړي په خپل منځ کې سره جنګوي او دوی یې په مخامخ یا نا مخامخ ډول تمویل و حمایت کوي.
اوس که په افغانستان کې وګورو نو یو شمېر سیاسي، مدني او مذهبي بهیرونه به ووینو چې دعوه به د لوی افغانستان کوي مګر په کوشني افغانستان کې به یې د خپل کور (وطن) په خلګو پسي راخیستې وي په مختلفو او عجایبو دلایلو سره به یو بل سره سپکوي، وهي، آن وژني، په نتیجه کې به خپل وطن و وطنوال په لوی لاس د بحران و تباهۍ ګرداب ته ور غورځوي اما دې ته به یې هیڅ فکر نه وي چې دوی خپلې ریښې پخپله وهي یا په اصطلاح هغه ښاخ به اره کوي چې دی خپله پر ناست وي.
کله چې افغانان په خپل وطن کې دننه له خپلو وطنوالو سره د بېلا بېلو ژبنیو، سیمه ییزو او مذهبي تمایلاتو پر اساس لاس و ګرېوان وي، نو پاکستان و ایران به زموږ له ګواښو و فریادو، چیغو و نارو او لویو– لویو باټو څخه څنګه خار وخوري؟ نه یوازي چې خار به نه خوري بلکې د استاد الفت د فورمول پر بنسټ به بېغمه خپل کار کوي، نه یوازې دا چې حریف به وهلای نه شو او د لوی افغانستان داعیه به مو د اوبو د سر لیکې وي بلکې پر موجود افغانستان به مو لکه د قصابۍ پسه، په ناشعوري توګه د تجزیې و فاجعې چاړه راخیستې وي.
هیله ده چې نور د روشنفکر الفت له فکري رڼا څخه کافي استفاده وکړو، یو څه ځانونه هوښیار کاندو، د پردیو دښمنانو د نیابتي جګړې له رضاکاره عسکرۍ څخه لاس واخلو، د یوه افغانستان په واحده جغرافیه کې د یوه افغان په نوم سره را ټول او کنټرول شو او نور نو دنیا و مافیها پر ځانو و نه خندوو.
نور نو باید د دقیق الفت د دغې فکري فورمولې په چوکاټ کې خپل د خیروشر د تفکیک توان و مومو، د هر مشر و رهبر هر ډول ډول ته اتڼ و نکړو، هره قضیه و مسله او هره جلسه و مظاهره د خپل هیواد و هیوادوالو د ګټي و تاوان پوهېدو لپاره د عقل په تله و تلو نه د احساساتو؛ هغه اقدامات وکړو چې خیر یې مخامخ زموږ خلکو ته رسیږي نه پردیو و ګاونډیو ته.
د ودان افغانستان ګوند وجودي منطق دا دی چې خپل افغانان د حکیم الفت د تشخیص کړه شوې ورانۍ له کنډوالې څخه د هغې پرتمینې ودانۍ بام ته را پورته کړو چې څرګند ادرس یې بیا هم د همدغه لارښود هنرمن په هنر کې ډېر اسانه لیدلای شو.
ډېر ساړه او ډېر تاوده شو یوه آن کې
په یوه پوکي تودیږو او سړیږو
ته خپل کار په بېغمۍ کوه رقیبه
موږ په خپلو کې ډېر وران یو نه جوړیږو.
نور بیا…
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۰) ګڼه\ چارشنبه\سرطان\ ۳\ ۱۳۹۴
پر قلم دي برکت سه، محمد یار یار صاحب. د نښي مینځ دي ویشتي دی. د افغان مصیبت د ختمولو لاره دننه په افغانانو کي تېره سوې ده. موږ باید خپل ګریوان ته سر کښته کړو، او خپل اعمال تحلیل او تجزیه کړو. خپلی کمزورۍ او کمبودۍ تشخیص کړو، او باید پدې اعتراف وکړو چي مشکل په موږ کي دی. مسولیت باید ومنو. بیا به ضرور د حل لاري چاري پیدا سي، او دا تاریخي او
اوږد بحران به ختم سي. په غرب کي یوه لرغوني مقوله ده چي وايي
Know yourself.