په ستړې ساه جومات ته ورسېدم، څنګلې مې وچولې، خدای خبر پام مې پر کومه تللی و.
يوه کس اقامت شروع کړ، الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر…
اندامونو مې پړک واخيست، فکر مې وکړ بيا کوم غازي د خدای له کوم ګناهګاره سر پرې کوي.
د وينو دارې، تکه سره چاړه، تړلې سترګې، پرې شوي رګونه او بې سره تنه مې تر سترګو تېر شول.
په پټو سترګو مې غوږنو ته لاسونه پورته کړل او بيا هم وويل،
الله اکبر!
الله دی امن راولی