د خراسان باچا «اوسني افغانستان» له ښکاره وروسته خپل دربار ته راغی او په خپل تخت کېناست، د ستړیا له امله یې سترګې سره ورتلې.
د باچا ترمخه یو مریئ په ډېر ادب ولاړ و، باچا ته سخت خوب ورغلی و خو کله به یې چې سترګې پټې شوې، مچ به راغی او په پوزه به یې کیناست، نو د خوب او نارامی له امله به یې له غوسې ډک ګوزار پر مچ وکړ، خو د ګوزار لاس به یې پر خپل مخ لګېده او مچ به خپله مخه کوله، کله چې دوه درې ځله داسې وشول.
باچا له غلامه وپوښتل، تاته درمعلومه ده چې الله «ج» ولې مچ پیدا کړی دی؟ او د دې په پیدایښت کې د الله «ج» څه حکمت نغښتی دی؟
غلام چې کله د پاچا پوښتنه واورېده، نو داسې ځواب یې ورکړ چې باید پر یوه کاڼې د سرو زرو په اوبو ولیکل شي. غلام ځواب ورکړ.
باچا سلامت الله «ج» مچ د دې لپاره پیدا کړی دی چې باچاهانو او سلطانانو ته دا احساس پیدا شي چې کله نا کله یې پر مچ هم زور نه رسیږي.
باچا د خپل د مريي ځواب داسې تر تأثیر لاندې راوست چې له غلامی یې ازاد کړ او خپل سلاکار یې وټاکه.
نوټ: الله «ج» هم کله کله ناکله انسان ته خپله بې وسي ور په زړه کوي.
ژباړه: کمالپوري
یادونه: خو اوسنی افغانستان هیڅکله پخوانی خراسان نه وو؛ جغرافيې له اوسني افغانستان څخه بېخي توپير لري…. هیله ده د خراسان په کارونه کي یو څه محتاط اوسو…
د خراسان زکر کول شرم دی، سپک خلک دا نوم زکر کوی
دایران بچی دا نوم زکر کوی
تباه او برباد شی په دی کار سره دی
څه ضرورت دی چه خراسان ولیکی
اوبیا پښتو هم لیکی د ایرانی او پنجاپی بچیه