زه ماشوم وم چې له واعظانو به مې اوريدل: د ستونزو په وخت کې الله تعالی يادوئ!  صبر کوئ! که څوک درسره زياتی وکړي ويې زغمئ! او ويې بښئ! دا او دې ته ورته نور په لسګونو ښکلي خويونه به يې يو يو په ګوته کولو چې موږ يې بايد په ځانونو کې پيدا کړو. خو زه نه پوهېږم په هغه ماشومتوب کې دا پوښتنه څنګه راته پيدا شوې وه چې دا خويونه خو د الله تعالی خويونه دي انسان چې طبعاً کمزوری دی دومره ستر ستر خويونه څنګه په ځان کې راوستی شي؟

له ماشومتوبه کلونه کلونه وروسته مې يو وخت د امام غزالي په احياءعلوم الدين کتاب کې د خوږ پيغمبر(ص) دا حديث شريف ولوست، ژباړه: تاسې په ځانونو کې د الله تعالی خويونه پيدا کړئ!  مطلب دا چې الله تعالی صابر دی ته هم صابر شه. الله تعالی بښونکی دی ته هم بښونکی شه. الله تعالی مهربان دی او ته هم مهرباني کول زده کړه.

انسان د الله تعالی استازی يا خليفه دی. په انسان کې دغه ځواک شته چې په ځان کې د الله تعالی خويونه پيدا کړي.  چا چې د الله تعالی خويونه په ځان کې پيدا کړي په انساني تاريخ کې د لمر غوندې ځلانده پاتې شوي، که د انساني ټولنې تاريخ په ځانګړي ډول د اسلامي ټولنې تاريخ وګورو نو پوی به شو چې د الله تعالی د حق پالنې خوی عمر فاروق(رض) څنګه په ځان کې پيدا کړی او ښاغلی فاروق يې تر کومې درجې رسولی و. همدا شان له ده وروسته  عمر د عبدالعزيز زوی  په ځان کې د ستر خدای د عدالت پالنې خوی داسې پاللی و چې  په انسانانو کې يې ساری نشته حتی داړونکي څاوري هم ورته تسليم شوي وو. له دوی پرته نور کسان هم شته چې په ځانونو کې يې د الهي خويونو په پيدا کولو سره پر زمريانو بارونه وړي او له مارانو څخه يې د دغو بار وړونکو زمريانو د وهلو لپاره د لښتو په ډول استفاده کړې ده.

ستاخويونه هم په ځان کې راوستی شم

ستا له حسنه مې چې شوی اقتباس دی.

                                            (ساده)

 کله چې انسان ځمکې ته د الله تعالی د استازي په نوم او د کايناتو د واکدار په توګه رالېږلو د الهي سترو سترو خويونو د پيدا کېدو ظرفيت هم پکې شته چې له دغوسترو خويونو له جملې څخه يو د کايناتو د تسخير خوی هم دی. په چا کې چې الله تعالی د کايناتو د تسخير خويونه يا د انسان د بشپړتيا خويونه پيدا کړي او دغو انسانانو بيا دغه خويونه په ځانونو کې روزلې نو انساني تاريخ لېدلي چې سيندونه، هوا، وريځ،  ځمکه، لمر، سپوږمۍ، ستوري او اسمان د انسان تابع شوي او په دې ډول انسان خپله د استازيتوب دنده ترسره کړي  خو کله چې انسان په خپل استازيتوب کې پاتې راغلی نو ځمکه، سيندونه، غرونه، بادونه او اسمانونه قهريدلي او انسان يې له نابودۍ سره مخامخ کړی دی.

په انسان کې د حيوان خويونه هم شته

بيا هاله يې آدم بوله چې آدم شي.

                        (رحمان بابارح)

4 thoughts on “الهي خويونه/ ساده حیدرخېل”
  1. قدرمند ساده حیدرخیل صیب،

    السلام علیکم

    ډیره ښه اوګټوره لیکنه وه، داسی لیکنی زمونږ ټولنه په تیره بیا ځوانان سمی لاری ته راوستلای شی اودبدو لیارو یی پرهیز کولای شی

    کامیابی مو غواړم

  2. ساده حیدر خېل صیب ! سلامونه او نېکې هیلې مو ومنۍ . ستا دغه لیکنه د هغو بنیادمانو له پاره ډېره په زړه پورې او ګټوره ده چې د حضرت آدم (ع) په څېر د عقل ، علم او حیأ څښتنان وي ځکه په حضرت آدم (ع) کې دغه دری واړه عناصر د کایْناتو پروردګار اېښي وو. حضرت آدم (ع) او ټولو پیغمبرانو او نبیانو (ع) هم حیأ لرله ، هم یې پوهه لرله ، هم یې عقل درلود ، هم یې صبر درلود ، هم یې د بخښنې قابلیت لاره ، او هم د نورو کایْناتو د تسخیر جوګه وو . خو ننني انسانان ددې پر عکس د علم ، حیأ ، عقل ، صبر او بخښنې پر ځای د نورو انسانانو د تسخیر ، ښکېلاک اوځبېښاک له پاره لګیادي شپه او ورځ خپل استعماري شوم پلانونه او دسیسې جوړوي . دوی د انسانیت او بشریت ضد کارونه تر سره کوي . دپیغمبرانو رسالت ختمول او د سنیانو له مینځه وړل یې تر ټولو سترارمان دﺉ . ځکه موږ په افغانستان ، عراق ، لېبیا ، سوډان ، مصر، الجزایْر ، یمن او نوره عربي نړۍ کې په خپلو سترګو وینو چې هره ورځ هلته څه تېرېږي ؟؟؟ غرب د امریکې او انګلیس په مشرۍ په ټوله اسلامي نړۍ کې یواځې مرتد اوګمراه ملي او اسلامي ضد اقلیتونه اوشیعه ډلې د خپلې پر مختللې تکنالوجۍ پر مټ د واک پر ګدۍ ور کښېنوي او نور په مېلیونو سني اکثریتونه ور ته ځپي ، او طبیعي زېرمې ، کلتور، روایات ، مذهب او ټول اخلاقي ارځښتونه یې له مینځه وړي . چې په دې کې د هر اسلامي هېواد د ملي کورنیو مافیایي خا یْنو او غلو کړیو لاسونه دي . تر څو چې د ټول اسلامي سني امت خپل مینځي ، ملي ، سیمه ییز ، او نړیوال خود جوشه خپلواک او د استعمار او استکبار ضد زعامت او پاڅون را مینځته ته شي انسان به د انسان له دغه ډول ناروا تسخیره خلاص نه شي . د ټول اسلامي امت د ریښتیني یووالي په هیله .

  3. عليکم سلام!
    ډېره ډېره مننه ښاغلی جمال وروره!
    الله تعالی مو تل اباد لره!
    ماته د حمزه بابا د يو بيت مفهوم رايادېږي چې وايي: خپل شعر چې له چا واورم نو وايم چې چا هسې وينا کړې ده!
    نو کوم څه چې تاسو زما له اړخه لولی د استادانو او يارانو برکت دی!
    کورو مو ودان

  4. عليکم سلام!
    قدرمن زاهد کابلی!
    الله تعالی مو دې مدد وکړي!
    هو! بالکل موږ هم د حضرت آدم اولاد يوو که ځانونه سم کړو او د خپل لارښود پر پل، پل کېږدو لرې نه ده چې عزتمن او د نړۍ واکدار به شو!
    ډېر مننه
    تل راته اباد اوسی!

ځواب ورکول جمال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *