تاند- د الکوزي شرکت، چې په افغانستان کې تر ټولو ستر خصوصي پانګوونکی شرکت دی، په افغانستان کې د فوټبال د ملاتړ لپاره د فوټبال له ملي فدراسیون سره یو قرارداد لاسلیک کړ.

له قرارداد سره سم به الکوزی شرکت په افغانستان کې د هلکانو او نجونو د فوټبال د ملاتړ لپاره هر کال ۸۵۰ ملیون ډالره لګوي څو افغان لوبغاړي مسابقو ته لا چمتو شي.

1الکوزی شرکت او د فوټبال فدراسیون وايي چې د دې ملاتړ یو اصلي هدف دا دی چې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د نړیوال جام مقدماتي سیالیو ته تیاري ونیسي.

3 thoughts on “الکوزی شرکت د فوټبال د ملاتړ لپاره د کال ۸۵۰ ملیون ډالره لګوي”

ځواب ورکول اکبر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *