تاند- د الکوزي د شرکتونو ګروپ غواړي چې په کابل کې په ۳۴۸ ملیون ډالره پانګونه د مکروني، کاغذي دسمال، بېسکېټ او چیپس فابریکې او مطبعه جوړه کړي.

الکوزي ګروپ له حکومته غوښتي چې د دغو فابریکو د جوړولو لپاره ۱۴۴ هکتاره مځکه ورکړي.

په افغانستان کې د پانګونې لوی کمیسیون د الکوزي ګروپ د دې پلان هرکلی کړی او د پانګونې د ملاتړ ادارې (آیسا) ته یې ویلي چې د دې ګروپ د پانګونې د پلان د عملي کولو لپاره ګامونه واخلي او دا موضوع د وزیرانو شورا ته وړاندې کړي.

په همدې حال کې د ایسا ویندوی روح الله احمدزي وویل چې د الکوزي ګروپ له لوري پانګونه به په زرګونو کسانو ته روزګار برابر کړي.

حاضردمه د الکوزي ګروپ په کابل کې غیرالکولي مشروبات تولیدوي. ویل کېږي چې په کابل کې یې د پیپسي د جوړولو په فابریکه ۳۰۰ ملیون ډالره پانګونه کړې ده.

دا ګروپ په دوبۍ کې کاغذي دسمالونه او چای تولیدوي او په ترکیه کې د غوړو د تولید فابریکه لري.

د ایسا د راپور پر اساس په تېرو ۱۳ کلونو کې په افغانستان کې د یوملیارد ډالرو په ارزښت پانګونې شوي دي.

4 thoughts on “الکوزی ګروپ د نژدې ۳۵۰ ملیون ډالرو په ارزښت فابریکې جوړوي”
  1. The Alokozay Group is investing to create jobs and help the economy.
    Sayaf, Ismail Khan and other warlords should learn from this. If they really want to help the country they should invest the money to create jobs and improve the economy instead of keeping in foreign banks.

  2. There is no doubt that Sayyaf and Ismail Khan are warlords. They don’t need to invest money, because they know other ways to make money. May Allah punish them with hell fire.

ځواب ورکول بشير رشاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *