تاند، شنبه، د قوس ۲مه: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز په چین نیوکه کوي چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره یې هیڅ اقدام نه دی کړی.
اغلې ویلز د امریکا د ویلسن تحقیقاتي مرکز ته په وینا کې ویلي، چین دا مهال پراخ فرصت لري چې د افغان سیاسي حل یو لوبغاړی شي، خو دغه هیواد ته د خلیلزاد پرله پسې سفرونو او له ځانګړي استازي سره یې د خلیلزاد لیدنو سربیره هم بیجنګ کوم مثبت ګام نه دی پورته کړی.
الیس ویلز چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د برخې مرستیاله ده وايي، له چین سره امریکا ګڼې مشورې وکړې او ځینې مسایل یې ورسره شریک کړل، مګر چین تر اوسه د منځنۍ اسیا له هیوادونو هم له افغانستان سره د ثبات په برخه کې کمه مرسته کړې ده: (( چین له افغانستان سره هیڅ مالي مرسته نه ده کړې، تر دوی تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان له افغانستان سره د سیمه ییز اتصال پروژو، د بریښنا او سوداګرۍ په برخه کې ډیره مرسته کړې ده.))
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې چین د افغان سولې په اړه د یوې افغاني ناستې د جوړولو هڅې پيل کړې دي.
خو دا ناسته د یو لړ ستونزو له کبله لا هم ځنډېدلې ده.
ریښتیا وایي چین افغانستان ته هیڅ ندي کړي، لکه سي آی اې غوندې یې ورته نه ماران روزلي نه لړمان
واقعاً چي هيڅ يي نه دي کړي بيدون د بي کيفيته سرکونو قراردادون چي په ميلنونودالر يي غلا کړل
بي کيفيته مالونو افغانستان ته راليږي
په دي تمعه ناست دي د افغانستان په معدنونو قبضه ولګوي
امریکا هم داسی اقتصادی مرسته نده کړی چی افغانستان پدی مرستو سره د ځان بساینی لورته لاړ شی بلکه هر څه د یوی پروژی په څیر مخی ته بیولی ځکه خو لا تر اوسه تطبیق شویو پروژه په اړه ولس ته سپیناوی ندی شوی چی امریکا په اقتصادی چارو کی څومره پروژی تطبیق کړی بلکه د دوی ټول تمرکز په نظامی برخه ده چی هغو چارو کی هم مهم کار نده شوی ځکه امریکا پردی پوهیږی چی طالبان او مخکنیو مجاهدینو او اوسنی داعش نظامی او مالی ملاتړ کوونکی پاکستان دی مګر بیا هم ورته څه نه وایی
لدی داسی ښکاری چی امریکا نه غواړی افغانانو بیکاری له مینځ وړلو او اقتصادی پیاوړتیا لپاره کار وکړی
دوی د تاجکستان د انرژی په بخش خبری کوی مګر ددی پر ځای چی امریکا د بندونو په جوړلو کی مرسته وکړی په انتقال د لین او شبکی مرسته کړی چی موثریت یی نظر بند ته کم دی ځکه چی تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان چی هر وخت وغواړی په موږ باندی برق بندولی شی