پلار مې کیسې راته کوي چې کله د شاه امان الله خان حکومت سقوط وکړ، بابا مې (زما نیکه ) د خوست د تڼیو ولسوالۍ په نریزې کلي کې استاد و، ویل ی…ې چې هرکله د شاه حکومت سقوط اوازې خوست ته را ورسیدې چور کډ شو موږ هم مکتب او کتابونه پرښودل او خپل کور ته راغلو.

مکتبونه مدرسې وتړل شوې، د سقاو زوی پاچاهي شوه، د غلو په ملکې کې زور واکي شوه، د ګوډ ملا خاني شوه، ویلې چې کوډ ملا به په جومات کې پړنګ په ژړا شو خلکو ته به ویل چې شکر باسی چې له ملک نه مو غټ کفار پاچا فنا شو.

او د امان په وخت کې به یې خلکو ته ویل چې ګوری خلکو موږ یو کتاب لرو هغه قران شریف دی، د کوډ ملا سره به د مکتب کتاب په لاس کې و، خلکو ته به په ژړا شو ورته ویل به یې ګوری!! امان الله پکې آس رسم کړی دی چې سهار به له خوبه را جګ شو خلکو ته به ویل چې بیګاه مې خوب لیدو چې هغه فلانی ونې لاندې موږ ته ملایکو وسلې ښاخې دی، تاسو ور شی چې شته کنه خلک به چې ورغلل نو هلته به تیارې انګریزانو وسلې ورته ایښې وې خلکو به نارې کړې چې ګوډ ملا خو بزرګ دی، خود د امان الله سره جهاد راوا دی او ګوډ ملا زموږ رهنما دی.

د ګوډ ملا په واسطه به انګریزانو د امان الله پر ضد خلک جګول، او زموږ سادخیل خلک به يې ورته لمسول مسلمان امان لله کفار ور پیژندو، زموږ په خلکو کې دومره شعور چیرته و، چې د ګوډ ملا خبرې دروغ وګني او په مخ داسې چپړه ور کړی، چې د افغانستان په تاریخ کې ثبت شي چې بیا داسې جرئت څوک و نه کړي، چې په شاه پسې بد رد یا یې خلک نا راوا جهاد ته تشویق کړي خو خیر تیر هیر اوس هم داسې خلک شته چې په امان الله خان پسې بد رد وایي او کفر یې بولي یوازې په ږیره خریلو باندې.

که په ږیره اسلام وای نو سیکانان به تر ټولو ښه مسلمانان نه وای امان الله چې کوم ارمانونه په زړه کې همدې ولس ته لرل چې اوس یې کفر بولي یوه پاچا هم نه لرل خو افسوس چې دا بې شعوره خلک یې په قدر پوه نشول او د ګوډ ملا علیه لعنت یې ومنل.

3 thoughts on “امان االله او ګوډ ملا/ ابراهیم ایمان”
  1. د خدای پاک نه ورته په دوزخ کی څای غواړم………………….. د ګوډ خنزیر ملا ته…………

  2. یا خو دی ابا له ځانه قصی جوړی کړی دی او یا ته په کی غلط شوی یی، ځګه چه ګوډ ملا دامان اله خان په وخت کی اعدام شولو

  3. په افغانستان کی ډیر حقایق پټ دی. خلک یو څه فکر کوی او حقیقت بل څه وی. که طالب تاریخ جوړ کړی نو ملا عمر به امیرالمومنین او مسعود به فاسد ترین شی. او که شمالی ټلواله یی جوړ کړی نو مسعود به ملی اتل او طالبان به د پنجاب غلامان وی.

ځواب ورکول Asmatullah Haleem ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *