زه به ترې غلی دوزخ کې پټ شم
چې په قیامت مې سوال و ځواب وي
د اشرف مفتون دغه بیت مې هغه وخت زده کړی و چې د لیسې زده کوونکی وم. په سوال و ځواب کې چې څوک ناکام شي نو دوزخ ته به ځي خو شاعر وایي چې سوال و ځواب دومره سخته دی چې په دوزخ کې ورنه پناه غواړي. ما دغه بیت د ښوونځي د امتحانونو په خاطر زده کړی و. امتحان یوه وېره ده چې د زده کوونکو ژوند یې ورپرېشانه کړی دی.
څو میاشتې پخوا مې د فنلنډ د ښوونځیو په باره کې ولوستل چې د زده کړو کیفیت پکې ډېر ښه دی. دغه هیواد د اتیایمو کلونو په پیل کې دې نتیجې ته ورسېد چې د اقتصادي سوکالي لپاره په معارف باندې لا زیاته پانګونه وکړي. په تېرو شل، دېرش کلونو کې د فنلنډ د معارف په کیفیت کې لوی بدلون راغلی دی. د دغه هیواد زده کوونکو په ۲۰۰۳ کال کې په ریاضي کې د نړۍ د تر ګردو تکړه زده کوونکو مقام تر لاسه کړ او په ۲۰۰۶ کې یې په ساینس کې همدا مقام په نصیب شو. په فنلنډ کې امتحان خاص اهمیت نه لري ځکه د زده کوونکو پرتله کول او مقایسه کول پکې مهم نه دي. هر زده کوونکی خپل بېل حساب لري او له خپلې ماضي سره پرتله کېږي. که یو زده کوونکی په درسونو کې شاته پاتېږي، استادان ورسره همکاري کوي اوپخپله له ده سره په مشوره یوه داسې لاره راباسي چې په درسونو کې خپلو ټولګيوالو ته ورسېږي.
فنلنډ چې ډېر تکړه ماهران د معلمي لپاره انتخابوي، د امتحان په برخه کې کولای شي، بېل سستم ولري خو مونږ بېخي بېل شرایط لرو. امتحان که د دوزخ تر لمبو هم راته سخته وي، رغېدن مو ترې نشته او اهمیت یې نه شو کمولای. البته، د امتحان په موجودې طریقې چې شاوخوا یوه پېړۍ ورباندې تېرېږي، له سره غور پکار دی.
دا ترخه جمله به ممکن د افغانستان د ښوونځیو هر شاګرد له استاد یا استادانو اورېدلې وي چې: په امتحان کې به سره ګورو!
موږ باید په دې ځان ډاډه کړو چې ازموینه د وېرولو ذریعه نه ده. که شاګرد د امتحان له وېرې له استاد سره د ازاد بحث جرات نه کوي او استاد د امتحان په مټ شاګردان په وېره کې ساتي، سمه خبره نه ده.
که درس ورکوونکی او نومرې ورکوونکی دو ه بېل کسان وي،ګټه به وکړو که تاوان؟ د کندز د یوې لیسې زده کوونکي ته چې د بغلان په یوه لېسه کې یو بېخي نابلده استاد نومرې ورکړي، له عدالت سره به مرسته ونه شي؟
ما یو وخت د کانکور د څو کلونو پوښتنې په غور ولوستې او رامعلومه شوه چې د پوښتنو یوه وړه برخه ناسمه او مبهمه ده. د نورو امتحانونو پوښتنې مو هم بې ابهامه نه دي.
د افغانستان تر ټولو مهم ګاونډی کوم یو دی؟ دا سوال مبهم او په همدې وجه ناسم دی، ځکه ( مهم) له کوم نظره؟ تر ټولو اوږده پوله له پاکستان سره لرو نو له دې نظره خو پاکستان تر نورو مهم دی مګر په سیاسي، نظامي او اقتصادي لحاظ د افغانستان تر ټولو مهم ګاونډی چین بللای شو. هره هغه خبره چې مختلف کسان مختلفې معناوې ورنه اخلي، ممکن مبهمه وي. زموږ د پوهنتونونو او لېسو د ازموینو پوښتنې که راټولې شي او غور ورباندې وشي، دا به ثابته شي چې یوه برخه پوښتنې ناسمې او مبهمې دي.
په امتحانونو کې بې عدالتي، په پوښتنو کې ابهام، له امتحان څخه د وېرولو د ذریعې جوړول، د یو څو سوالونو لرل او هر کال په امتحان کې د هغو پوښتل، پوښتنې داسې جوړول چې یوازې د شاګرد بندول پکې منظور وي، نه د هغه د واقعي پوهې اندازه کول، د نومرو په ورکړه کې بې غوري او داسې نورې ستونزې د افغانستان د معارف او لوړو زده کړو له وزارتونو غوښتنه کوي چې د امتحانونو یو امتحان واخلي او په دې برخه کې شته نیمګړتیاوو ته حل لارې ومومي.
غضنفر صيب! سلامونه. ښو خبرو ته مو پام شوی. زه په نهم ټولګي کې وم، د پښتو استاذ مو د دې لپاره چې زده کوونکي ناکام کړي، نو يوه پوښتنه يې داسې وه؟ زموږ او د حقېقت تر منځ څومره لار ده؟ په ځواب کې ما ورته وليکل: درې سانتي.
Salamoonah,
Ustaz Ased.Ghazanfer sahib mashaALLAH dasy nazoku ttako ta mo paam kegy che fikir kawm d Ma`aref vezirano ba ham tir ossa d`imtehaan, awelnumragy a.d.n. ta sooch na vi karry. yaw Resul Amin sahb de Khoday vabakhshy, wayly ba yi ” Josh na kaar ma akhliy Hosh na kar wakhliy”. Napelyon ham la imtehan=examen sakha ddaredi! pa dranisht.