امرالله صالح

تاند- د افغانستان د امنیتي سیکتور د اصلاحاتو په چارو کې د دولت وزیر امرالله صالح استعفا وکړه.

امرالله صالح نن /سې شنبه/ په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي«د امنیتي سیکتور د اصلاحاتو په چارو کې د دولت له وزارت او د دفاعي او امنیتي ځواکونو د جګپوړو افسرانو د ټاکنې د څارونکي بورد له مشرۍ مې استعفا وکړده.»

ارګ تراوسه پورې د صالح د استعفا په اړه څه نه دي ویلي. څرګنده نه ده چې صالح خپله استعفا ولسمشر ته وړاندې کړې او که نه ده. ده د ۲۰۱۴ د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته له عبدالله عبدالله سره د یوځای کېدو خبر هم د فېسبوک له لارې اعلان کړی و.

صالح ویلي چې اوس نه غواړی چې د خپلې استعفا دلایل څرګند کړي خو وروسته به خلکو ته توضیح ورکړي.

صالح وروسته له دې چې حکمتیار کابل ته راغی سخت وپارېد، په تېره بیا په دې زیات غوسه شو چې ولې حکمتیار ازادې ویناوې کوي او یا ولې په ارګ کې د خبرو اجازه ورکړای شوه.

2 thoughts on “امرالله صالح استعفا وکړه”
  1. مشنګ فروشان او تلخان فروشان دالله تباه برباد کړي. دوۍ د خنزيرانو نه هم بدتره دي هيڅ شرم او حياء نه لري. آمين

  2. امرالله صالح لکه ماشوم داسې دی ، هغه فکري استقرار نه لري. سبا یو څه وایی ، بیګاه بل څه،
    د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رییس باید د داسې مهمو اوحیاتی مقاماتو لپاره مجرب ، مسلکی، وطن او خلکوته متعهد خلک وګماري.
    د امرالله لپاره دا باد راوړي چوکۍ همهغه دماشومانو کیسه شوه چې له خاورو یې ډک کړ.
    دوی نه قول لري ، نه تعهد، نن د الله ج په پاک کلام هېواد او خلکو ته د خدمت سوګند یاد کړي ، سبا بیا دخلکو او دولت پرضد په اغتشاش او بلوا کې ګډون کوی اوغواړی دولت په زور اشغال کړی. د دوی له هست نه نیست ښه دي.

ځواب ورکول احمد بریال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *