امرالله صالح

تاند – د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس او د زرغون بهیربنسټ مشر امرالله صالح وایي چې افغانستان ته په کار دي چې د پښتنو پاڅونوالو د داعیې ملاتړ وکړي.

ښاغلي صالح په خپله فیسبوک پاڼه خپره کړې یوه اعلامیه کې لیکلي، «هېڅ دولت او هېڅ ملت له ناپایه جګړې څخه په داخل کې او یا د نورو لپاره ګټه نه ده ترلاسه کړې، خو د پاکستان دولت خپل ځان له دې مقولې څخه مستثنا او خارج ګاڼه،»

نوموړی وړاندې لیکي، «د پښتنو له خوا د انصاف غوښتنې پاڅون د ملت د دولت په توګه د پاکستان نظریه تر پوښتنې لاندې راولي،»

صالح زیاتوي، چې په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان له جوړېدا راهیسې د پاکستان نظامي – استخباراتي ادارې په پرله پسې توګه هڅه کړې چې له دین او مذهب څخه په استفادې د پښتنو ملت پالنه ضعیفه، خنثی او حتی حذف کړي.

امرالله صالح د پښتنو له خوا هغه پاڅون چې خواوشا یوه اونۍ وړاندې پیل شو او ورځ تر بلې پراخېږي [په ننني پاکستان کې] د پښتنو له خوا د قوم او هویت تر بیرغ لاندې لومړنی حرکت بولي، خو وایي چې غوښتنې یې لا هم وړې دي او په کار دی چې د خپلواکۍ غوښتنه مطرح کړي.

د افغانستان د ملي امنیت دغه پخوانی رییس له پښتنو پاڅونوالو څخه ملاتړ د افغانستان د ملي ګټو په خیر ګڼي او غوښتنه کوي چې د هغه معنوي او سیاسي ملاتړ باید وشي.

د پنجشنبې په ورځ /د فبروري ۸مه/ په کابل کې د افغانستان د ملي تحریک له خوا د یوې وربلل شوې غونډې برخه والو له ډیورنډ د پورې غاړې پښتنو پاڅونوالو ملاتړ وکړ او ویل کیږي چې د جمعې په ورځ /د فبرورۍ ۹مه/ او په ورپسې ورځو کې هم د افغانستان د بېلابېلو برخو اوسېدونکي غواړي چې له پاڅونوالو څخه خپل ملاتړ څرګند کړي.

د پښتنو له خوا پیل شوی پاڅون له وزیرستان څخه پيل او اسلام اباد ته ورسېد او ظاهرا څو ورځې وروسته له هغه پیل شو چې پاکستاني استخباراتي ادارو د وزیرستان یو ځوان نقیب الله مسید په کراچۍ کې وتښتاوه او وروسته یې د یوې جعلي مقابلې په ترڅ کې شهید کړ.

4 thoughts on “امرالله صالح: افغانستان باید د پښتنو پاڅونوالو معنوي او سیاسي ملاتړ وکړي”
  1. good idea/thank you
    for the first time from indu house get out QURAAN,
    afghan government must support pashtoon and balooch moment,thank you

  2. زه د ښاغلی امرالله صالح د دغه معقول او ښه نظر څخه مننه کووم، بلی د افغانستان حکومت ته پکار ده چه د دغه فرصت څخه ګټه واخلی او د پښتنو پاڅونوالو سره هر ډول مرسته وکړی.

    د بلوڅو ورونو څخه هم هیله لرم چه د خپلو پښتنو ورونو په څنګ کی ودریږی او خپله ازادی او خپلواکی تر لاسه کړی.

    اوس ددی وخت رارسیدلی دی چه پښتانه، بلوڅان او سندیان خپله ازادی او استقلال اعلان کړی، او د دغه تروریستی پنجابیستان د زور او ظلم څخه دتل لپاره ځان خلاص کړی.

  3. په اسلام اباد کې:
    د پښتنو له لوري د روانې مبارزې په اړه د افغان دولت ښکاره ملاتړ زما له نظره معقول سیاست نه دی او نه باید افغان دولت په ښکاره ډول له روان حالت ملاتړ وکړي او یا هم د روان حرکت له مشرانو سره داسې تماس ونيسي، چې د پاکستان حکومت ته ثابت وي دا ولې؟ دا ددې لپاره، چې پنجابي زبېښاک او پنجابي ادارې هيڅکله هم په پاکستان کې پښتنو ته د دا ډول حرکت اجازه نه ورکړې او نه يې ورکوله او په وړاندې يې چوپ نه پاتې کېدل؛ خو اوس چې چوپ پاتې دي؛ نو د نړيوالو څخه وېره لري که چېرې د پښتنو پر دې خودجوشه حرکت لاس پورته کوي؛ نو نړۍ به يې په وړاندې غبرګون وښايي؛ خو که چېرې افغان دولت ورنه ښکاره ملاتړ اعلان کړي؛ نو پنجابي ادارې ته به حُجت په لاس ورشي او دا به د افغاني استخباراتو جوړه شوې لوبه وګڼي او وبه يې ځپي، چې په دې حالت کې به افغان دولت له لرو پښتنو سره هېڅ ډول مستقیمه مرسته ونه شي او نه به هم د پاکستان حکومت لاس ونیسي.
    خو دا هيڅکله هم په دې مانا نه ده، چې نور افغان سیاسيون، مدني فعالان او…چې نظريې د دولت رسمي نظر نه دی هغوی دې هم غږ نه پورته کوي؛ بلکې په کلکه يې ملاتړ وکړي، شخصي رسنۍ او ټوليزې رسنۍ پراخ پوښښ ورکړي.
    #PashtunLongMarch

    Atta Mohammad Hellaman

ځواب ورکول عبداله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *