امرالله صالح

تاند – د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح د ولسمشرغني د یوه فرمان په اساس، د یوه نوي رامنځته شوي وزارت، چې ډېر اوږد نوم لري، وزیر وټاکل شو.

د ولسمشر په هغه فرمان کې چې د چارو د ادارې په وېب سایټ خپور شوی دی، راغلي، «په امنیتي سکټور کې د اصلاحاتو د چارو په برخه کې د دولت د وزیر او د دفاعي او امنیتي ځواکونو د جیګپوړو افسرانو په ټاکنه کې د څارنې د عالي بورډ د رییس» په توګه د ښاغلي امرالله صالح ټاکنه منظوره ده.

د ولسمشر غني فرمان چې د چارو د ادارې وېب سایټ خپور کړی دی

د ولسمشر غني په فرمان کې راغلي چې، ښاغلی صالح د هېواد د اساسي قانون د ۶۴مې مادې د ۱۳مې فقرې په اساس، په یوه خارج رتبه پست باندې په کار ګوماري.

که څه هم چې امرالله صالح په وروستیو کالونو کې د ژبني او سمتي ارزښتونو په اساس سیاسي حرکتونه پراخ کړل خو ویل کیږي چې د ملي امنیت دغه پخوانی رییس او نوی ټاکل شوی وزیر په ۲۰۱۰ کال کې په کابل کې د لویې جرګې د خېمې په امنیت نیولو کې د پاتې راتګ له امله د پخواني ولسمشر حامد کرزي له خوا استعفا ته مجبور کړای شوی وو.

4 thoughts on “امرالله صالح د یوه نوي رامنځته شوي وزارت وزیر وټاکل شو”
  1. په ځای ټاکنه ده، په داسې حالاتوکې د دښمن د سترګو ازغي باید راوستل شي امید لرو چې ریس صاحب جمهور به رحمت الله نبیل ته هم په کوم امنیتي سکتورکې یو ځل بیا د خدمت موقع ورکړي. اوس ددې وخت راغلی چې دولت هرهغه قابل او صادق افغان ته د خدمت موقع ورکړي چې د پاکستان په زخمونو مالګې دوړولی شي، ځکه نوره د شفشف نه خبره وتلې او پاکستان علني یرغلونه او تیري شروع کوړي.

  2. د ازمویل سوي بیا ازمویل خطا دي۰ الله دي غیبی په دې هیواد رحم وکړي۰
    د سیلاب صاحب خبره:
    نوره واړه هیلې وار په وار خوري سوی
    اوسی په مخ کې یو کرم د ذوالجلال دي

  3. ګوری مشر مخترع هم دی ، که یی د کونړ په سیند بند جوړ نه شو کړای دا دی لوی وزارت یی درته اختراع کړ او د چرګانو او هګیو غل یی درته وزیر کړ. نور څه غواړی؟؟

  4. Salamooona
    It is good news because he was successful in his job but in last time because of pressure of fakistan he was terminated by hamid karzai now he must to follow up this discussion of ashraf ghani and work was pro intelligence agencies directors nabil and Khalid i m sure they will be able to answer well to fakistan de la barya pa hela aw ziat omer pa hela.

ځواب ورکول پاچا ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *