امرالله صالح

تاند – د کورنیو چارو له وزارت نه تازه راپورونه ښیي چې دغه وزارت ته معرفي شوي نوي سرپرست وزیر په یاد وزارت کې د قومي او سیمه ییزو تمایلاتو په اساس ګومارنې پیل کړي دي.‌

تاند ته په را رسېدلو خبرونو کې یاده شوې چې ښاغلي صالح یو شمېر پخواني کارمندان لیرې کړي او پرځای یې د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکي مقرر کړي دي.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فعالانو هم په دې موضوع لیکل کړي او د ملي امنیت د دغه پخواني رییس او د کورنیو چارو د سرپرست وزیر دغه ډول کارونه یې د هغه د پخوانۍ ناکامۍ سبب بللی دی.

عزت الله شمسزي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، «د امرالله صالح پخواني ماموریتونه ځکه ناکامه شول چې ده په کې د خپلو وړتیاوو او قومي تمایلاتو ترمنځ‌ بېلانس ونه شو ساتلی.‌ د صالح ځینې عملیات او نیونې لامل شوې چې په لوی لاس خلک له دولت سره مخالف کړي،»

شمسزي لیکلي، «تمه وه چې دا ځل یې له خپلو تجربو زده کړه کړې وي.‌ نن راته چا لیکلي چې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه له راتګ سره سم یې په لویو پوسټونو د پنجشېریانو په ګومارلو پیل کړی. د پولیسو د درې سوه بستریز روغتون د عمومي رئیس کندهار شینواري پر ځای یې د محمداصف برومن په نامه پنجشیری مقرر کړی، د سرطبیب بریالی کمالپوري، پر ځای، چې د لغمان اوسېدونکی دی، عطاءالله او همداسې د قوماندان فرید بارز پر ځای یې یو بل پنجشیری مقرر کړی دی.»

وحیدالله اوریاخېل هم ورته اندېښنه ښودلې او لیکلي یې دي، «هوکې د محمد آصف برومند په نوم کس یې له شهيد سردار محمد داود خان له روغتون څخه بیولی. هغه په سردار داود خان روغتون کې د تعصب پلار وو، نو په پولیسو کې به ښه ګلان وکري.»

ویل کیږي، چې ولسمشرغني امرالله صالح او اسدالله خالد وروسته له هغه د کورنیو چارو او د دفاع د وزیرانو په توګه وټاکل چې له طالبانو سره د سولې په هڅو کې نهیلی شو او له نظامي پلوه د طالبانو پرځول ورته د اوس لپاره یوازنۍ انتخاب پاتې شو ځکه دغه دوه کسان د طالبانو سرسخت مخالفان او ځپونکي بلل کیږي، خو دا لا معلومه نه ده چې د ښاغلي صالح دغه ډول پالیسي به څه وړ نتایج ورکړي.

2 thoughts on “امرالله صالح په داخله وزارت کې د نورو لیرې کول او د پنجشېریانو ګومارل پيل کړل”
  1. متاسفانه زمونږ پنجشیري ورونه کله کله ډېرلنډ فکر کوي او شخصي ګټوته ډېر وفاداره وي. د غزني په اندړو کې له سختو جګړو وروسته کله چې زمونږ ملي اردو ځواکونو ته زیان رسېدلي وه او ټپیانو ته په اونیو اونیو د غزني مرکز ته د انتقال امکانات نه وو ، زمونږ پاته شوي ژوندي افسران یې هم د مړو او یا منفک شویو په جمله کې حساب کړي وو. هغوي چې د دفاع نوي سرپرست وزیر په امر د غزني ښار مرکز ته انتقال شول ، په غزني کې د دریمې لوا قوماندان چې په خټه پنجشیری دی هغو افسرانو ته چې د مجبوریت او د امکاناتو د نه موجودیت له امله لا هم په پوستو کې پاته او عملا له وطن نه د دفاع په خدمت کې مصروف وو ، ویل شوي چې تاسې لا پخوا له بست نه منفک شوي یاستي نور زمونږ نه یې پکار. پداسې حال کې چې د افغانستان دولت د وطن مدافعینو ته اشد ضرورت لري ، دا ډول پرېکړې وطن او ولس ته له طالبانو نه هم مضرې تماميږي.
    هیله ده دا موضوع د دفاع وزیر تر مقامه ورسول شي.

ځواب ورکول عبدالروف ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *