ضیا الحق امرخېل

تاند- د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا ريیس ضیا الحق امرخېل د عبدالله عبدالله د پلویانو له لوري د ده په نوم خپره کړې ټېلفوني مکالمه جعلي وبلله.

د عبدالله عبدالله پلویانو نن په خپلو رسنیو کې یوه صوتي مکالمه خپره کړه او ویې ویل چې دا د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارلانشا د رييس ضیا الحق امرخېل ټېلفوني خبرې دي او په هغو کې د ادعا له مخې امرخېل له یو بل چا سره د اشرف غني د ملاتړ لپاره خبرې کوي.

امرخېل ته په دې منسوبه کړای شوې مکالمه کې اورېدل کېږي چې دی یو بل چا ته وايي چې قومندانان له اشرف غني احمدزي سره خواخوږي لري.

امرخېل دا تور ردوي، وايي چې دا ډول خبرې یې له چا سره نه دي کړي.

ده وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې ته وویل:«زه هیڅکله داسي خبرې نه کوم.»

په همدې حال کې د اشرف غني احمدزي پلویانو او یو شمېر نورو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې امرخېل ته منسوبه کړای شوې ټېلفوني مکالمه جعلي بللې او ویلي یې دي چې په تخنیکي وسایلو په اسانه دهر چا ږغ ته ورته اواز جوړېدای شي.

خو د عبدالله پلویان بیا دا مکالمه له اشرف غني احمدزي څخه د امرخېل د ملاتړ څرګنده نښه بللې ده.

امرخېل د دې تورونو په خاطر د ولسمشر کرزي له لوري د دارالانشا له ریاسته د لېري کېدو د احتمال په اړه وویل چې پوره ډاډه دی چې ولسمشر کرزی به دی له دندې لېري نه کړي.

امرخېل له وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې سره په خبرو کې دا احتمال هم رد کړ چې ممکن کرزی د دې لپاره چې روغه وکړي، دی له کاره ګوښه کړي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګروملتو خاص استازي یان کوبیش نن له کاندیدانو او د هغوی له پلویانو وغوښتل چې له ټولنیزو رسنیو ناوړه استفاده ونه کړي.

یان کوبیش ویلي، سره له دې چې دا د خلکو حق دی چې خپل نظرونه حرګند کړي خو باید داسي بیانونه خپاره نه شي چې په ټولنه کې شخړو او تاوتریخوالو ته لمن وهي.

له بلې خوا د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د عبدالله عبدالله وسله والو کسانو نن په کندوز کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پر دفتر برید وکړ او هغه یې بند کړ.

0 thoughts on “امرخېل د عبدالله د پلویانو له لوري خپره شوې د ټېلفوني خبرو اډیو جعلي وبلله”
  1. داد امرخیل حق دی چی دچاشخصی ملاتړ کوی اویاخپله رایه چاته کاروی اویا له چاڅخه خپل ملاتړڅرګندوی خوکه چیری یی دندی له امکاناتو سخه دغنی په ګټه کارکړی وی اوکره سند هم موجود وی بیاسمه ده خوتراوسه عبدالله په دی نه دی توانیدلی داسی یوسند خلکوته وړاندی کړی چی په هغه کی دا ادعا په امرخیل زبات شی
    عبدالله هسی اوبو وړی دی بیځایه داخوا هغه خوا لاس اچوی عبدالله په دی کارسره غواړی ساحه تنګه کړی اوغنی خیل مجبوره کړی چی ده په خپل حکومت کی دپښی ځای ورکړی بله خبره نه شته خوملت باید دده دمکرونو په مقابل کی مقاومت وکړی اوپری نږدی چی دافغانستان راتلونکی حکومت بیا دپنچشیراوشمالی غلو اولوټمارو لاس ته ولویږی اودټوپک واکداری باید ختمه کړی ځکه دولس دپاره همدایواخری چانس پآتی دی چی باید قلم حاکم اوټوپک نورپه وطن کی ختم کړی اویوی رښتنی دیموکراسی ته لاره هواره کړی

  2. جالبه ده ښاغلی داکتر عبدالله دومره متعصب او خود خواه شخص دی چی د خپل قدرت د ساتلو لپاره هر جنایت ته حاضر دی . ښاغلی جلالتماب کرزی ته سپکی سپوری وایی . د دولت له یوه مسوول کارمند سره ځان برابروی او د هغه د لری کیدو امرونه صادروی. د ملت تصمیم ته احترام نه کوی او په کندوز کی د خپلو ټوپکیانو په لاس د انتخاباتو مرکز بندوی.
    دوی لا تر اوسه په خپلو پخوانیو خرو سپاره دی. فکر کوی چی نور ټول ړانده او کاڼه دی او هیڅ نه وینی او نه یی اوری. هر هغه څوک چی د دوی د تصمیم مخالف وی باید په فزیکی یا معنوی شکل د دوی له مخی لری شی. د ښاغلی جمعه خان همدرد د وژلو پلان جوړوی . د ښاغلی امرخیل له دندی لری کولو امرونه صادروی. او د دوی د هغی پخوانی ترانی په استناد چی ویل به یی : اسلام دین ما و افغانستان به …. ما
    اوس د ملت دنده ده چی له خپلو رایو دفاع وکړی او د خپلو منل شویو مشرانو کلکه ساتنه وکړی. د مافیایی ډلو ټول خاینانه توطیی او پلانونه په نطفه کی شنډاو ټول هیواد وال پری خبرکړی.

  3. موږ نه پوهیږو چه دغه لارو بنداول خلکوته مشکل جوړول صلخه امیز دی او که دتشنج ډک پیغام ده ؟ کنه موږ هم کولی شو په یوه اشاره لر اوبر وروڼه راوزی او میدان له تشنجګرو خلاص کړی نوره خوصله په تما میدو ده وبه لیدل شی چه دا څل تاریخ بدل شی او تر ابده به بیا هغه دغه سر را پورته نکړی .

  4. ملی اوردو څارندوی اوملی امنیت دغه موجوده دتشنج نه ډکی مظا هری وینی لاری بندی خلک په ډیرو مشکلاتو دیوه څای نه بل څای ته همدارنګه دکاروبار مشکلات دغه خو صلخ امیز تظا هرات ندی با ید مخنیوی وشو ولا مخنیوی نه کیږی ولا دخلکو مشل ته پام نه کیږی معلو میږی چه دغه دری اور ګانه هم خپله بی طرفی نه ساتی او دیو او بل په ګته کار کوی چه دغه درسته نده دغه دری اورګانه با ید مطلق بی طرفه وی او نا اخوالی له منڅه یوسی

  5. دا دسقاو بچيان ګوره ددروغو جعلي غږونه او بيا دارسلايې دانګريز دلمسي په خوله په ملي شخصيت ضياالحق امرخيل تور پورې کوي ___ زه حيران دې تش په نامه پښتنو پنجشيريانو ته يم خدى دې دوى وشرموي

  6. زه دا موضوع به لأندي دلا يلو ردوم ؟
    ١ /داجه امرخيل ويلي جه اشرف غني سره قوماندانان خوا خوري لري دا يوه خبره ده دلته جرم جيري دي.٢
    ٢ /امر خيل به خبله دا موضوع رد كري
    ٣ /كه جيري خوك دا جرم بولي او داكار مخ كي د انتخاباتو شوي ولي قبلا ء مو أقدام ونه كر تر خو د جرم دو قوع خخه مخنوي شوي وو
    ٤ / به دي مورد مسؤول مقامات به جريان كي أجول شوي اوكه نه كه جواب نه دي ولي او كه جواب هو دي كوم با صلاحيته مقام تاسي بايد بوه شي زه جه وايم باصلاحيته مقام هدف مي ريس جمهور اواقاي نورستاني دي
    ٥ /ثبت أواز كريمي نال تخنيك ته ليزل شوي داكار حتمي او ضروري دي وزارت داخله مجهز كريمينال تخنيك لري دا كار هلته إنجام شوي وي
    ٦/داثبت أواز كه مقام او دجا به امر شوي دي بايد معرفي شي جه هغه داو إز دثبتولو صلاحيت لري اوكه نه كه جواب نه وي جرم به شخص ودريزي جه ثبت أواز ي كري
    ٧ / جانب مقابل سره جه مكالمته أجرا شوي هغه دا موضوع تا يد وي كه نه
    ٨ /كه جانب مقابل دا موضوع تأيد وي داجه امرخيل دا موضوع رد كري دا شخص بايد حاضر او خبل شهادت دامرخيل به حضور وركري.
    دقانون د نكاه خخه رابور ،او ثبت أواز د دوسي سند نه شي كرخيدلي د دي به خوا كي بايد تايدي نور إسناد هم موجود وي.
    كه دا موضوع به إثبات نه رسيزي دا جه امر خيل ته ي أهانت كري ،دروغ ويلي ،دروغ ويل باعث تشنج شوي ‘او دامر خيل مقام ته أهانت كري قراروركوم جه تهيه كننده دثبتولو أواز دوسيه دي جه د جرم مرتكب كرخيدلي تحريك او به دوران واجول شي

  7. تاند او لوستونکو ته سلامونه
    په افغانستان کی ډیر داسی خلک شته چی هرچا، دغژ تقلید په ماهرانه ډول سره وکړی، بامیانی، ځلمی آرا، خیبر، جلالی او داسی نوریی ښه مثالونه دی. په ۱۹۹۰ کلونه کی کله چی تخنیکی امکانات هم ډیر محدود ووه، په هغه وخت کی ده دوستم پلویان یوه شعر دربانی په غژ ثبت کړی ووه چی به هغه کی مکررآ دمسعود او سیاف نومونه اخیستل کیدل او داسی به مو فکر کاوو چی واقعآ برهان الدین ربانی دغه شعر وایی، نو ووس خو تخنیک هم ډیر پرمخ تللی او داسی غولوونکو کلیپونه جوړول هم خورا آسانه شووی دی. خو ملت پوهیژی چی اصلی او واقعی تقلب کاران څوک دی؟ دبل عبدالله او شمالی ټلوالی خو تقلب خپل پلارنی انحصار ګانه او فکر یی کړی وو چی په پښتنی سیمو کی خو څوک رایه نشی ورکوولی نو ده تقلب ، رشوت او ډار اچوولو په وسیله به دوی حتمآ بریالی کیژی. خو له نیکه مرغه داثابته شووه چی دایوخوب ووه او بس.زه نه پوهیژمه چی ددبل عبدالله ډله ولی حتی سطحی واقعیتونه هم په نظر کی نه نیسی؟ د تحوول او تداوم ډله په دی توانیدلی ده چی اکثریت ملی شخصیتونه په ځان پوری را ټول کړی او حتی د مخالفینو په منځ کی نسبت ټوپکیانو او غلو ته ښه محبوبیت خپل کړی نو بیا څه باعث ده دی ګرځی چی دغه ډله بیاهم په بی شرمی په خپلی دروغینی بریا تاکید کووی. هی کاغذی پړانګانو با خبره ووسی که چیرته دتحوول او تداوم تیم پلویان هم لاس په کار شوول نوبیا فکر کووم چی بامیان ، پنجشیراو مزار په ښارنووکی به هم خپل ځای پیدا نه کړی ځکه چی دغه ښارونو چی تاسی ده خپل قدرت مهم مرکزونو په ستره ګه ورته ګوری ، هلته داشرف غنی، جمعه خان همدرد، احمدضیا مسعوداو دوستم په زرګونه طرفداران شته چی ډیر ژر به مو ټغر درپسی ټول کړی، ځکه چی تاسی خپله غله یاست ،غله مو په ځان راټول کړل او دملت مهم غوښتنه چی له غلو او مفسیدینو خلاصوون ووه له پامه وغورځوله، ولی بیا هم ده بریالیتوب خوبونه وینی، نه پوهیژیی او ځان نه پوهه ووی او یا هم خپل وروستی بختونه آزمایی؟

    په درناوی
    مسافر

  8. داږغ ایدیت شوی. خبرې ډېرې بې ربطه دي لکه په ایديت باندې غوڅي اودمختلفو مکالمو ګډوله وي. لهجه یې دامرخېل له لهجې سره توپيرلري. هغه خبرې په هیڅ ډول په تقلب دلالت نه کوي اودمکالمې له سکته ګۍ داسې ښکاري لکه داشرغني نوم چې په کې بیخې له بلې مکالمې اخیستل شوی وي.داټول دږغ په جعل کولودلالت کوي.

  9. KABUL (Pajhwok): Independent Election Commission (IEC) Secretary Ziaul Haq Amarkhel on Monday announced his resignation in the wake of allegations regarding his involvement in fraud in the June 14 runoff vote. At a news conference in Kabul, the secretary said he was standing down to prevent the integrity of the electoral process. His resignation lends credence to Dr. Abdullah’s claim of industrial-scale rigging in the polls. At a late-night news conference a week back, Abdullah had asked for Amarkhel’s suspension for dispatching electoral materials to polling sites in the 21st district and Sarobi before being stopped by police. Previously, Amarkhel had refuted the accusation, saying the electoral materials were being taken to polling centers that had run out of ballot papers. He had called the action disrespect to the commission’s independence and interference in its affairs. At today’s media conference, he took great pains spurning as “concocted” the tape released by Abdullah’s camp. In the tape, Amarkhel is heard as telling people to vote for Dr. Ashraf Ghani Ahmadzai. He thanked President Hamid Karzai and IEC Chairman Yousaf Nuristani for reposing confidence in him. He also commended the people for voting despite challenges and threats. The outgoing secretary repeatedly said he was quitting of his volition, without being pressured by anyone. The decision was in the supreme national interest, he reiterated, urging all sides to respect people’s mandate. Also speaking on the occasion, Nuristani said there was no link between the alleged tape and the secretary’s resignation. He also acknowledged Amarkhel’s contribution and hoping the move would help end controversy about the results.

  10. داږغ ایدیت شوی. خبرې ډېرې بې ربطه دي لکه په ایديت باندې غوڅي اودمختلفو مکالمو ګډوله وي. لهجه یې دامرخېل له لهجې سره توپيرلري. هغه خبرې په هیڅ ډول په تقلب دلالت نه کوي اودمکالمې له سکته ګۍ داسې ښکاري لکه داشر ف غني نوم چې په کې بیخې له بلې مکالمې اخیستل شوی وي.داټول دږغ په جعلي ډول دکمپیوترله لیارې جوړشوی.

ځواب ورکول سید الر حمن زیار مل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *