په 1988 ز.کال کله چې شوروي اتحاد پرېکړه وکړه چې له افغانستانه وځي هغه وخت کې 6+2 (شپږ ګاونډي او دوه امريکا او شوروي اتحاد) هېوادونه په ژينو کې سره را غونډ سول او د افغانستان په مورد يې له شورويانو اعتراف واخيست او يو مهالویش يې اعلان کړ چې ووځي، خو په هغو خبرو کې نه افغانستان په نظر کې ونيول سو، نه د افغانستان ابادي او نه د افغانستان راتلونکي ته پام وسو.

پايله دا سوه چې د جنګ مخه ونه نيول سوه؛ بلکې کورنی جنګ پيل سو او افغانستان پکې تباه سو چې تر اوسه يې موږ ناوړه اغیز او نتیجه وينو.

اوس هم امريکايان په ورته شکل غواړي په افغانستان کې هماغه تېروتنه تکرار کړي، دوی غواړي چې ګاونډي او هغه هېوادونه چې د 1988 ز. کال په قضيه کې دخيل ول، هغوی بيا دخيل کړي او د افغانستان په سرنوشت کې هغوی ته هم ونډه ورکړي.

خو دغه ډول سیاسي معادله چې يو ځل ترسره سوې ده بيا تکرار يې نه ممکن دی، نه ګټه رسوي او نه د افغانستان موضوع حل کولای سي.

په دا اوس نژدو کې چې امريکا له طالبانو سره د سولي خبرې پيل کړي ، درې تېروتنې یې وکړې:

لومړی: د ابوظبۍ غونډه کې يې نور هېوادونه د افغانستان په سرنوشت کې را شريک کړل، چې دا د طالبانو لپاره هم يوه اشتباه وه چې بايد په همدې بسنه وکړي او بيا دا ډول اشتباه تکرار نه سي، او که په دې لاره کې پر دوی هر څومره فشارونه راځي د لوی هدف ته د رسېدو په خاطر دې وزغمي.

 دوېم: د دغه مجلس اجنډا چې له مخکې نه په ډيسمبر مياشت کې په قطر کې موافقه ورباندې سوې وه چې د امريکايانو د وتلو مهالوېش او اوربند خبره به څېړل کېږي، له هغې اجنډا څخه امريکايان بلې خواته ولاړل او د افغان حکومت د ګډون او نور موضوعات يې ور شامل کړل.

درېیم: دوی دا تېر اوولس کاله په افغانستان کې جنګ کړی دی، پر طالبانو يې هيڅ نوعه رحم نه دی کړی، د زور، فشار، بندي کولو او د توهين هرڅه يې وکارول آن تر فتواوو پورې؛ خو دا هرڅه يې بې نتيجې ول، اوس خليلزاد چې دنده يې سوله راوستل دي، غواړي بېرته هماغه مسير تعقيب کړی چې اوولس کاله يې تجربه کړی دی او هيڅ نتيجه يې نه ده ورکړې، غواړي د فشار په مټ طالبان يو څه ته راولي، چې دا کار د سولې لپاره د دوی په نيت کې شکونه را پيدا کوي، د څو عواملو له امله دا کار ګټه نه لري:

لومړی: د افغانستان په سرنوشت کې د نورو هېوادونو دخيل کول ناکامه طريقه ده؛ ځکه چې د افغانستان موقف دومره قوي نه دی چې د دغو هېوادونو رقابت ته په پام سره خپلې ګټې خوندي کړي؛ بلکې د هغوی د ګټو او اهدافو ښکار کېږي.

دوېم: طالبان او په مجموع کې ټول افغانان د هغه څه تکرارېدل نه غواړي چې په 1988 ز. کال کې وسول.

درېيم: دا کار د طالبانو ترمنځ مشکلات پيدا کوي او طالبانو ته د خپل صف اتحاد او اتفاق ترټولو مهم دی.

څلورم: که په دې پروسه کې د سيمې ځينې هېوادونه دخيل کړل سي، ځينې نور هېوادونه له هغو سره حساسيت پيدا کوي؛ نو مجبور دي چې بيا هغوی هم دخيل کړي، او که ځينې ګاونډيان را دخيلوي بيا مجبوره دي چې ټول ګاونډيان را دخيل کړي، د ټولو هېوادنو په را دخيل کولو کې بيا د افغانستان مقام کمزوری دی او بيا ستونزه د افغانانو له لاسه وځي او نورو لاسونو ته لوېږي.

امریکا د طالبانو مقابل کې ډول ډول فشارونه کارولي او کاروي یې، همدا اوس د نورو فشارونو تر څنګ؛ انتخابات د امریکا یوه بله پر طالبانو د فشار وسیله ده چې دوی یې کاروي، تبلیغات ورته کوي چې انتخابات کیږي او دادی نوملېکنه هم ورته وشوه.

فکر کیږي لکه پخوا چې طالبان د امریکا هر ډول فشارونو ته کلک دریدلي دي، له دي وروسته به هم طالبان د امریکا د فشار هرې طریقې ته کلکه اوږه ورکړي، او په کومه برخه کې به د امریکا فشار ونه مني، که طالبانو پخوا یا اوس تیروتنه کوي، د کوم فشار تر تاثیر لاندي راځي، بیا به مجبوره وي چې  د فشار په مقایسه څو برابره درنه بیه پري کړي.

نو بناً څه چې په سياسي لحاظ خليلزاد تکراروي او يا به د امريکايانو  تګلاره همدا وي نو دا د سولي لاره نه؛ بلکې دا يو سازش دی چې دوی يې په مخه وړي او نتيجه نه ورکوي؛ ځکه چې دوی اوولس کاله همدا سازشي طریقې استعمال کړي خو کومه ګټه يې ورته ونه کړه.

حل لاره:

د موضوع حل داسې راوتلای سي چې امريکايانو د طالبانو نظام له منځه وړی دی، تر دوه لکه ډېر طالبان او افغانان يې په شهادت رسولي دي او تر دوه لکه زيات يې په زندانونو کې توهين کړي، تعذيب کړي چې تر اوسه هم ځينې په ګوانتانامو او ګڼ شمېر يې په افغانستان کې د دوی په زندانونو کې بنديان دي، دوی يې له ټولو حقوقو څخه محروم کړي، دنيا ته يې د ترورستانو په نوم معرفي کړي دي، د دوی سياسي او اقتصادي ارزښت يې له منځه وړی يا يې داغداره کړی دی، نو د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د بې باورۍ يوه لویه فاصله موجوده ده او د دوی ترمنځ يو لوی حساب پروت دی.

ښه به دا وي چې دا حساب تصفيه سي او د دوی ترمنځ د اعتماد يوه فضا رامنځته سي او طالبان په دې مطمئن سي چې امريکايان له افغانستانه وځي او بيا وروسته هم د پيسو يا زور يا بل څه له لارې د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي او په مستقبل کې پر افغانانو يوه تحميلي اداره نه غواړي او له سولې وروسته بيا جنګ ته لمن نه وهي او د افغانستان مستقبل په سوله او ثبات کې راځي، دا موضوعات له طالبانو سره مطرح او نهایې سي او له دې وروسته بين الافغاني ډيالوګ پېل سي، هيچاته اجازه ورنه کړل سي چې د افغانستان په سرنوشت کې مداخله وکړي، نور افغانان په خپل منځ کې سره کښېني او د هېواد په راتلونکي، د هغه په اقتصاد، د حکومت او نظام پر جوړښت، اساسي قانون، د حکومت پر نوعيت او نورو اساسي اصلاحاتو فکر وکړي او اتفاق ته ورسېږي، بين المللي ټولنه يوازې د ګاونډيانو عدم مداخله تضمين کړي او د افغانانو د پرېکړو ملاتړ وکړي.

لومړۍ مرحله: د امریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې وشي، او تر یو معین وخت پورې انتخابات په تعلیق کې ولویږي.

دوېمه مرحله: کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ توافقات وسوه،  بیا بین الافغاني مذاکرات پېل، ټول افغان طرفونه به پکې برخه لري.

همدا د افغانستان لپاره ترټولو ښه لاره ده چې بيا کولای سي نړيوالو ته تضمين ورکړي چې بيا به افغانستان د دوی پر ضد نه کارول کېږي.

نو که امريکايان غواړي همدغه يې لاره ده، او که په سازش، دسيسو او زور باندې څه غواړي دا نتيجه نه لري، هغه د جنګ برخه ده، او که دوی بيا هم دا خبرې کوي معنا يې دا ده چې دوی لا هم د جنګ ستراتيژي يوې ډيپلوماټيکي او سياسي ستراتيژۍ ته کاملاً نه ده تغير کړې.

11 thoughts on ““امريکا تېروتنه کوي”| ملاعبدالسلام ضعيف”
  1. څوکره یو جانبه او غیرمنصفانه نظر مو وړاندې کړی دی. ملامت نه یاست طالب یاست او ګوانتنامو مو لیدلې
    که امریکایان ووتل، طالبان به د پخوا په شان سوټه کراسي غواړي. د اسلام په نوم به د قرن حجر د زمانې سیستم غواړي او که یی څوک ورسره نه منی د اسلام سره په دښمنۍ به یی ځپي
    نورې ډلې هم که یوه ورځ امریکا نه وي نه انتخابات مني نه اکثریت او اقلیت مني
    هر ډله غواړي چی په زور واک ته ځان ورسوي
    که طالبان د پاکستان او ایران ګوډاګیان نه وي او نه غواړي چې افغانستان د نجیب د حکومت د نسکوریدو نه وروسته په شان خراب او وران شی اول دې له افغانانو سره جوړ راشي کله چې ټولې خواوې سره جوړ راغلې بیا دې امریکا ته ووايي چې مونږ سره جوړ یوو په مخه مو ښه
    زه دا خبری د دې لپاره نه کوم چېئ امریکا می خوښه ده. امریکا می تر طالب بده ایسی او هماغه شان چی طالب جنایتونه کړی امریکا او د شمال تلوالی هم کړی دی خو که امریکا همداسی بی د دې نه چی د افغانانو په منځ کې جوړ جاړی راغلی وی د افغانستان نه ووځي ستر بشری ناورین به پېښ شی. دنیاوال به امریکا ونه بخښی او د ټولو وینو مسوولیت به یی په غاړه شی
    تاسو ویلی چی امریکا ۲ لکه طالبان وژلی ، جناب ظعیف صاحب طالبانو څو لکه بیګناه او مسلمان افغانان وژلي دي. ټولی خبری مو یکطرفه دی

  2. ضعیف صیب.
    نری له اخریت سره یوه نه بلکه دیر فرق لیری ، هالته دی دوزخ او جنت کلی الله،محمد سره ده گناه گار دوزخ ته بی گناه جنت ته ، دی ساده مجردو خبرو تاسو هم پدی نری دومره زلیلی کری یاست چه تول شیان په همغه فارمول په نری کی عواری،دلته خونین رقابتونه دی پرون 1/5 میلون لکه پسونه روسانو او په خپل منز کی مره کره اوس طالبان او امریکایان په گده بیگناه خپل ولس وژنی او تاسو ببولالی ورته وایی .،طالب داسی گنده قانون راخییت امریکایان خو پرزای پری ده دی حمام کیسه مال هم دا قانون لده سره سوک نه منی، ،طالبانو پشتانه دی یوه وحشی قوم په نوم تولی نری ته ورپیزاندل اوس په خارج کی هم سوک پیشک شوی نه نسی؛ کورمو وران سه پرونو مو 140 تنکی زوانان په میدان شار تکه تکه کره.
    تاسو نور لدی مذهب سره دی زمکی په مخ دی زوند حق نلری کور مور وران شه.
    نه دی اسلام منی ندی خپل ولس نه دی کافر تاسو سره ناسه توهین دی.
    پشتانه به دی سره پوستو په شان دی کری له مخه تول کری،دا تاسوته اخرینه خبره ده.

  3. لومړی: د افغانستان په سرنوشت کې د نورو هېوادونو دخيل کول ناکامه طريقه ده؛ ځکه چې د افغانستان موقف دومره قوي نه دی چې د دغو هېوادونو رقابت ته په پام سره خپلې ګټې خوندي کړي؛ بلکې د هغوی د ګټو او اهدافو ښکار کېږي.

  4. ښاغلی ملاعبدالسلام ضعيف صاحب

    !السلام علیکم

    عزتمنده نن سبا د دنیا ټول ملکونه په دیی پوهیږی کومه برقی تکنالوژی او سرمایه چه امریکایان لری د هغی په مفابله کی جنګ کول ناشونی او احمقانه دی. بل داچه د دنیا ټول ملکونه په دیی هم پوهیږی چه امریکایان په دغه زور سره ډیر مغروره، شیطان، احمق او دیکتاتوره خلک دی. او په دیی باید هم وپوهیږو چه امریکایان افغانستان ته په خپل زور او سرتمبګۍ سره راننوتلی دی. یعنی دا معنی چه امریکایان نه د ملل متحد، نه د نورو ملکونو په خوښه او نه د افغانانو په خوښه راغلی دی. او نور کوم هیوادونه چه د امریکایانو سره د کمک په خاطر افغانستان ته راغلی دی، هغه هم د امریکا د ویری او زور په وسیله افغانستان ته راغلی دی. که چیرته امریکا وغواړی په دری یا څلورو نیوترونی بمونو سره افغانستان، ایران او پاکستان خاوری ایری کولای شی. په اټومی لیحاظ روس اوبیا امریکا کولای شی چه دنیا ټوله ګډه وډه کړی. دا درسته خبره ده چه پخوانی شوروی اتحاد مونږ دخپلی خاوری څخه وشړل، خو که چیرته هغوی اتومی وسله په مونږ استعمال کړی وای نو مونږ به اوس په بله دنیا کی قرار درلود. نه به ښاغلی سیاف، حکمتیار، ربانی، خلیلی او نه به طالیبان وای. زه په دی خوشحاله یم چه ښه دی چه اتومی وسله نن طالیبان نلری، ځکه طالیبان هغه احساساتی خلک دی چه ټول افغانان به یی دخاورو سره برابر کړی وای. همدا اوس طالیبانو په میدان ښار کی داسی غیر انسانی او غیر اسلامی کار کړیدی، چه نه به دغه کار روسان وکړی او نه به یی امریکایان وکړی.

    خبره را څخه اوږده شوه، ځما هدف دادی چه په زور سره مونږ او تاسو هیڅ نشو کولای، باید هغه کار وکړو چه هم په چل او هنر سره امریکایان دخپلی خاوری وباسو، اوهم په خپل وطن کی تل پاتی آمن راولو.
    نو څه پکار دی چه مونږ د دغه شرپسنده مغروره امریکا څخه ځان خلاص کړو، او هم د هغه ناپوهه طالیبانو دهغه حملو څخه ځان وساتو چه ځمونږ خلک په جماعتونو، ښونځیو، روغتنونو، کلیو او بازارونو کی په شهادت رسوی.

    طالیبان باید هغه لاره غوره کړی چه هغه لمړی اسلامی او بیا افغانی وی. نه دا چه په یوه ورځ په قطر کی دسولی په خاطر خبری کوی، او بیا په همدغه ورځ غیر حق خپل په لسهاوو افغانان ورونه په وینو کی ولمبوی. آیا دا کار اسلامی دی، په اسلام کی دا چل او دوکه نشته چه ګینی زه به دا کار وکړم او په دیی سره به خلیل زاد وډار کړم، او بیا به خلیل زاد ماته په افغان حکومت کی غوښنه برخه راکړی.

    طالیبان باید په دیی وپوهیږی چه نن غوښنه برخه نشته، اوس په دنیا کی انتخابات کیږی نه زور او ظلم. طالیب جانه راشه وطن ته، د وطن دخلکو سره خبری وکړه، ښاغلی اشرف غنی هم په دی پوهیږی چه امریکایان په زور راغلی دی، خو طالیب جانه ستا په شان چغی نه وهی ځکه په چغو څه نه کیږی، نن هر څه په علم، پوهه او آرام فکر سره کیږی. راشی د خپلو ورونو سره په آرام مغز سره غونډی او مجلسونه وکړی، چه په کوم علمی تخنیک په ګډه سره امریکایان د خپلی خاوری وباسو.

    راشی دخدای څخه نور وډار شۍ، که د حکومت یا ښاغلی اشرف غنی سره ملاقات نه کوی خیر دی مه یی کوی، د ښاغلی ملاعبدالسلام ضعيف، ښاغلی ګلبدین حکمتیار، ښاغلی رمظان بشردوست او نورو افغانانو سره خبری وکړی، خو د افغانانو سره خبری وکړی، په افغانانو کبر او غرور مه کوی، افغانان ستاسی ورونه دی.

    خدایه ځمونږ وطن ته غیبی سوله او آمن راولی

    والسلام

  5. زه فکر کوم چې د وروستیو څو کالونو تاریخ ښیي چې پنجابیانو زمونږ د خلکو ټیز رګ نیولی دی او دا ټیز رګ ګلبدین،زما ف مسعودوف او رباني په لاس ورکړی دی هماغه نسلونه دي چې اوس یو په بل پسې راوځي او د پنجابیانو د ګټو د ساتنی لپاره کار کوي که نه د پنجاب د تربیه شویو اول نسل یعنی تنظیمونو چی د افغانستان اردو او نور تاسیسات وران کړل همدا نړیواله ټولنه او په سر کی یی امریکا وه چی افغانستان ته یی دغه تاسیاست جوړ کړل، په لکونو اردو، پولیس او امنیتي ځواکونه د همدا نړیوالې ټولنی په پیسو بیرته جوړ شول که نه پنجاب او د پنجاب افغاني اجنټانو (تنظیمونو) خو هر څه وران کړي ول. بیا هم که طالب مفعولان د امریکایي اشغال خبره کوي چی ولس یې هم ورسره مني او ولس په دی عقیده لري چی د همدغو مفعولانو د غلطو سیاستونو په نتیجه کی غربي ځواکونو په افغانستان حمله وکړه نو ایا د امریکا اشغال چی د افغانستان لپاره یی پورته یاد شوي تاسیسات جوړ کړل له پنجابي اشغال نه چی پنجابي کمانډویان د طالبانو د لیکو په سر کې جنګیدل او لا تر اوسه جنګیږي بدتر دی؟ بدبختان چی دا منحوس او بد ذاتي د پنجابیانو په وظیفو لوی شوي نه د افغانستان ګټی پیژني او نه د افغان خاورې عزت که نه امریکایان هیڅکله نشي کولی چې د افغانستان خاوره اشغال کړي لاکن پنجابیان له ورځې نه بلې ته خپله پوله افغانستان کې را وړاندې کوي او په لسګونو او سلګونو کسان یې په هر ولایت او ولسوالۍ کې په طالبانو سربیره ان په حکومتي ادارو کې توظیف کړي دي خو افسوس چې مفعول طالب په دې نه پوهیږي.
    مرګ په امریکا مرګ په کمونستي ځناورو مرګ په تنظیمونو او مرګ د پنجاب په تالیڅټو طالبانو

  6. کوم شخص چې د تاریخي حقایقو پربنیاد او هغه هم د یو داسې شخص له خوا چې یوه موده د یوهېواد د « دیپلومات او سیاسي نمایندګي د مشر » په توګه څه لیکي باید هوایی خبرې ونه لیکي . بلکه په اسنادو خپلې خبرې باید ثابتې کړي.
    هیله ده ملاصیب عبدالسلام ضعیف خپله لیکنه په لاندې مواردو کې تصحیح کړی.
    د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ژنیو موافقتنامې له 41 ځله خبرو نه وروسته په 1988 زېږدیز کال کې د اپریل په 24 امضا شوېدی . یعنې دا موافقتنامه د افغانستان اوپاکستان ترمنځ او د ملګرو ملتونو د خاص استازي دیګو کوردوویز په مځنګړتوب لاسلیک شوه چې شوروي اتحاد او امریکا د ضامنانو په توګه دا سند امضا کړی وو . د هغه پر اساس شورویان د نهو میاشتو په جریان کې له افغانستان نه ووتل .
    په هغه وخت کې د افغانستان ګاونډیان پاکستان ، ایران ، چین او شوروي اتحاد ول . د تاجیکستان ، ازبکستان او ترکمنستان جمهوریتونه د1991 کال د اګست په 31 خپلواکې ورکړل شوه. هلته 6+ 2 هېوادونه په مذاکراتو کې نه ول شامل . فکر کوم دا به د ایران د اتمي وسلو د نه جوړولو مذاکرات وي چې شپږ جمع دوه هېوادونو دا موافقتنامه امضا کړې وه.
    ستاسو خبره سمه ده چې د جګړې یو لوری امریکاییان دي خو دا باید هېر نه کړل شي چې دا اوولس کاله اصلي جګړه د طالبانو او د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو ترمنځ روانه ده . که امریکاییان ستاسو په غوښتنه زمونږ له هېواده ووځي ، بیا به هم د قدرت د ساتلو او یا تر لاسه کولو لپاره جګړه روانه وي .
    په 1988 کال کې د مجاهدینو مشرانو سیاسي پوخوالی نه درلود او دوی د خپلو حقوقو تر لاسه کولو لپاره دا وړتیا ونه ښوده ، بلکې ټول امتیاز پاکستان ترلاسه کړ، چې متاسفانه اوس هم پاکستان له هغه پخواني تکتیکه کار اخلي او طالبانو ته اجازه نه ورکوي چې دخپل سرنوشت د ټاکلو لپاره په قانوني ډول د افغانستان له مقاماتو سره خبرې وکړي.
    د افغانستان ولس ته د طالبانو اتحاد یا اختلاف مهم نه دی . مونږ ته د ټول هېواد او ولس یا د ټولو سیاسي ډلو منافع اهمیت لري. زه فکر نه کوم چې ستاسو د « حجر د دورې اسلامي امارت » به په هغه شکل سره چې تاسو په خپل ولس د پنجاب په مرسته تحمیل کړی و، هېڅکله هم د ګران هېواد په تاریخ کې تکرار شي.

  7. سلام ضعیف ته سلامونه وایم!
    پوښتنه ترې دا ده، هغه کتاب دې چې لیکلی او په یوه ځای کې دې لیکلي چې زما شناخته پاکستاني پوځي زما له لاس څخه ساعت خلاص کړ، په لغته یې ووهلم او د امریکایانو طیارې ته یې پورته کړم، اوس نو آیا دغه کتاب په خپله بیا تا کتلی؟ بیا مو هم تجربه وا نخیسته او له هماغه پنجاب څخه قومانده ترلاسه کوی، بل دا چې تاسو وایاست چې موږ له امریکا سره جنګ کوو، خو تاسو د افغانان وژنی او ښارونه ورته سوزوی لکه د غزني ، که چيرته نور ښارونه په لاس درشي نو هماغسې یې سوزوي، نو تاسو به خدای او ملت ته څه ځواب لری؟

  8. د افغانستان ولس ته د طالبانو اتحاد یا اختلاف مهم نه دی . مونږ ته د ټول هېواد او ولس یا د ټولو سیاسي ډلو منافع اهمیت لري. زه فکر نه کوم چې ستاسو د « حجر د دورې اسلامي امارت » به په هغه شکل سره چې تاسو په خپل ولس د پنجاب په مرسته تحمیل کړی و، هېڅکله هم د ګران هېواد په تاریخ کې تکرار شي.

  9. ملا صیب ضعیف بیاهم ضعیف تحلیل کړی. تاسی د جنیوا توافقات په ځیر سره یو ځل بیا ولولئ ، د ډاکټر صیب نجیب حکومت پر خپلو ژمنو عمل وکړ، روسان یی پخپل ټاکل شوی مهالویش سره سم وایستل . اما مجاهدینو د پنجاب په قومانده ددې پر ځای چې له حکومت سره یو ځای شي ، پر حکومت یی یرغل وکړ، ټول ملی تاسیسات یی لوټ او پاکستان ته یی یوړ.
    ستاسی د تحلیل پر اساس که اوس امریکایان هم ووځی نو طالیبان به له حکومت سره یو ځای نشی او پر حکومت به بریدونه وکړي او بیا به چور تالان شروع کړي . ددی خبری مانا خو داشوه چې طالبان هیڅکله نه غواړي چې امریکایان ووځي. هسی د بیچاره ولس پر سترګو خاورې شیندی. د محشر پر ورځ به خدای ته څه ځواب لرئ ؟؟؟

  10. زه نه د طالب طرفدار یم نه د دولت بلکه د خپل مظلوم او خُږ او خوږ وولس طرفدار یم او د یوې آرامی ورځی او یوې ګولې ډوډۍ مړېده ئې راته ډېر ارزښت لری
    خو خبره داده چي
    ستاسی خبره سمه ده چي امریکا تېروتنه یعنی اشتباه کوی
    بلی هو د امریکا لومړۍ اشتباه داده چي ځانته امریکا وائي او نورو ملتونو ته په درنه سترګه نه ګوری
    اما
    کاشکی تا او تا غوندی کسانو پخپلو سترو اشتباهاتو هم اعتراف کړی وای
    تاسی طالبان هم خلقیانو غوندی مُفت او آسانه د قدرت خاوندان سواست خو همداسی مُفت مو قدرت له لاسه ورکړ او د توَهم او خوش خیالی د بدی نتیجې خیرن سمندر ته ور ګېل سواست څرنګه چي منګولی او حتی ټول وجود مو د وولس د موجودیت پر ستون ټینګ سریښ کړی ؤ خو کله چي د تاریخ قهرجنو څپو د سمندر تل ته ور لاهو کړاست نو د وولس بېچاره څلورمه برخه هستی مو هم د ستون د ویرانولو سره سم ور ویرانه کړه
    په هر حال اصلی خبره داده چي
    یوازنی کسان چي تېروتنه او اشتباه ئې نده کړې هغه زموږ مظلوم اولس دی ددې مظلوم وولس دومره سېک ختلی دی چي حتی که وغواړی چي اشتباه وکی نه ئې شی کولای خو د مظلومیت خاموشه لمبې ئې په زړګی کی بَلی بَلی کیږی او د مظلومیت د چیغی د اورېدو مرجع ترې ورکه ده او نه پوهېږی چا ته د خپل مظلومیت اوښکی توی کی
    .

  11. سلام
    ضعیف صاحب دادب پہ چوکات کی زہ پوشتنہ لرم زما لہ نظر ہ پہ مسلکی لحاظ یو سفیر د خپل ھیواد، خلکو او خاوری پہ ورانددمسولیت یو بعد لری او بل بعد یی نریوال دپلماتکی لاری چارے دی چی ھم تجربہ ولری او ھم یی ددپلوماسی تولی برخی یو خای تہ رسولی وی یا یو اکادمی شخصیت ولری تا پہ کوم بعد کی دغہ مسولیت وما نہ دی کی شک نشتہ چی تہ خپل مسلک کی عارف او پہ بشپرہ مانا وارد یاست او کہ یوازی د اعتبار او اریکو مسلۂ وہ لکہ چی د ربانی خوی چی تر اوسہ اوزد مھالہ مھال سر پرست وزیردی
    کہ د سفارتونو پرسونل وخیری باور وکرہ د منلو خبر نہ دی وای پردئ مظلوم ھیواد
    وایی چی خدای (ج)چا ندی لیدلی خو پہ قدرتو یی پیڑنی

ځواب ورکول غلام حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *