تاند، سه شنبه، د جدي ۱۷مه: امریکا د ایران تر ټولو لوړ پوړي دیپلومات، د باندنیو چارو وزیر جواد ظریف ته د ملګرو ملتونو په امنیت شورا غونډه کې د ګډون لپاره له ویزې ورکولو انکار کړی دی.
فارن پالیسي ورځپاڼه وايي، دا کار د قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته شوی دی او ولسمشر ټرمپ په مستقیم ډول امریکا ته د ایران د دغه دیپلومات د ورتګ مخه نیولې ده.
ورځپاڼه وايي، که څه هم د امریکا دا کار د ملګرو ملتونو د ۱۹۴۷ کال له هوکړې سره په ټکر کې دی او دا راپور ورته دریو امریکايي چارواکو ورکړی، مګر ایران او امریکا رسما لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بلخوا رویټرز اژانس هم ویلي چې ټاکل شوې وه جواد ظریف د جنورۍ په ۹مه ملګرو ملتونو ته وینا وکړي، خو امریکا یې نیویارک ته د تګ مخه نیولې او ویزه یې نه ده ورکړې.
دا په داسې حال کې ده چې د قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته په منځني ختیځ کې د امریکا او ایران د سختې جګړې سرې اشارې ورکول شوې دي.
وایی خپله خوله هم کلا ده هم بلا:
جواد ظریف ته د دغو لاندې خبرو له امله د امریکا ویزه ورنکړل شوه :
« تهران- ایرنا- وزیر امور خارجه کشورمان در واکنش به شهادت سردار سلیمانی در حمله هوایی آمریکا، واشنگتن را مسئول پیامدهای همه ماجراجوییهای یاغیگرانه خود دانست.
محمد جواد ظریف وزیر امور خارجه کشورمان صبح جمعه در صفحه رسمی خود در توئیتر به شهادت سردار قاسم سلیمانی در حمله هوایی آمریکا در عراق واکنش نشان داد.
ظریف نوشت: اقدام آمریکا در تروریسم بینالمللی و هدف گرفتن و ترور سردار سلیمانی – که تاثیرگذارترین نیروی در جنگ با داعش، النصره، القاعده و دیگر [گروههای تروریستی] بود – به شدت خطرناک و یک تنشزایی احمقانه است.
وزیر امور خارجه افزود: ایالات متحده مسئولیت همه پیامدهای ماجراجوییهای یاغیگرانه خود را بر عهده دارد » منبع ایران نیوز یا خبرګزاری جمهوری اسلامی
13 جدی 1398