تاند، چهار شنبه، د جدي ۱۱مه: د منځنۍ اسیا په اړه د څېړنو د انسټیوټ غړي او د بي بي سي پخواني خبریال طفیل احمد په یوه تازه مقاله کې پر امریکا تور لګولی دی چې د یوې لیکل شوې سناریو په توګه په افغانستان کې د ښځو حقونه له منځه یوسي او افغانان د یوې دسیسې قربانيان کړي.

طفیل احمد ویلي، امریکا د افغانانو پر ضد د سولې په نوم توطیه روانه کړې ده چې په دوحه کې پلان شوې او د قطر حکومت ورته اسانتیا برابروي تر څو په افغانستان کې د ښځو حقونه له منځه یوړل شي.

نوموړی وايي، افغانستان په ۱۹۷۰ کال کې ښځو ته د ازادانه ژوند اختیارات ورکړي وو حال دا چې امریکايي مېرمنو لا هم د رایې ورکولو حق نه درلود.

نوموړی وايي، امریکا د پاکستان په مرسته طالب مشران له وزیرستان او کویټې څخه په خوندیتوب سره قطر ته رسولي دي او اوس هغوی له دوحې څخه د ترهګرۍ لویې طرحې په افغانستان کې پلې کوي او دوحه اوس د طالبانو لپاره په یو خوندي پټنځای بدله شوې ده.

طفیل احمد ادعا کړې چې امریکا له طالبانو سره د دوی د ۵ زره بندیانو په خوشې کولو هوکړه کړې ده چې مهم ترهګر هم په کې شامل دي او په راخوشې کېدو به یې د اسلامي امارت په نوم ډله په یوه وحشتناک ځواک بدله شي.

د طفیل احمد په خبره د امریکا دا کار په واضح ډول د افغانستان ولسواک نظام له منځه وړي د ښځو حقونه محدودوي او د قومونو د پرمختګ مخه نیسي.

نوموړی وايي، که د امریکا هدف رښتیا هم دا وای چې خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي، نو دا کار به یې له وړاندې کړی و، خو په وینا يې چې دا هېواد طالبان بیرته په خلکو مسلطول غواړي.

د ښاغلي طفیل په خبره دا د حیرانتیا وړ نه ده چې ذبیح الله مجاهد د اوربند اوازې رد کړې، ځکه دده په اند طالبان په خپله ایډیولوژۍ روان دي نه د افغانانو په خوښه او د هغوی د ګټو په ساتلو ځان مکلف بولي.

نوموړی وايي، که امریکا له افغانستان څخه وځي نو سمدستي دې ووځي او ملګري ملتونه دې د دوی د وتلو په پروسه څار وساتي.

د طفیل احمد په خبره امریکا په افغانستان یوه بله توره دوره راوستل غواړي او د ده په وینا چې طالبان به بېرته مسلح کړي.

3 thoughts on “امریکا، د قطر دفتر د طالبانو د لویو ترهګریزو پلانونو د مدیریت په مرکز بدل کړی”
  1. د محترم طفیل احمد لیکل شوی کرښی کاملآ حقیقت لری ، افرین دده داسی افغانی جرأت باندی چی د غیرتی ملت راتلوونکی زیاتره تیاره او غمناکه سرنوشت راتلل د مردودو عربو په مرسته په افغانی جرأت سره برسیره کړل او همدارنګه امریکا د یو بل مضر غلام پاکستان څخه هم د ډالرو په وسیله اود انګلیس په رهنمای دداسی بین المللی خیانت څخه کار اخلی او افغان غیرتی ملت دوزخی اور کښي سوزی!!! داسی خائين پلان د افغانستان غیرتی ملت تامی تباهی لپاره د خپلو ګټو په خاطر نیول شوۍ دی اوداد صلحی بابولانی د ملت په سترګو کښي خاوری شیندل دی او امریکا د کوچنیوالی څخه دا د پنجابی قیدانی ملایانو له خوا دا وحشی او جاهل طالبان همدی هدف لپاره روزلی شوی دی او غوښتل کیږی چی دا قاتل وحشیان او جاهلان د نورو قاتلو وحشی جاهلو تنظیمو سره ګډ او ملت تباه او بی سواده وساتی او کاملآغلام ئي وګرزوی ، د ښځو حقوق یوازی د فریبی بابولانی دی !!!! افسوس چی مرتجع منورین لا تر اوسه همداسی بی تفاوته پاتی دی !!! او دا حالت به تر څو پوری وی؟؟؟

ځواب ورکول دوکتور غروال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *