تاند، شنبه، د حوت ۱۷مه: امریکايي استخباراتو خبر ورکړی چې طالبان د سولې په تړون د عمل کولو نیت او پلان نه لري.
د امریکا این بي سي تلویزون د دریو لوړ پوړو امریکايي استخباراتي چارواکو له قوله ویلي، طالبان د سولې تړون ته له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو د قبالې په سترګه ګوري او نیت لري چې د امریکا له وتلو وروسته پر افغان حکومت برید وکړي.
له امریکا سره د طالبانو د تېرې اوونۍ لاسلیک شوی سند دغه ډله مجبوروي چې ترهګرو ډلو ته به پناه نه ورکوي او که سرغړونه وکړي نو امریکايي ځواکونه به بیا پر افغانستان باندې برید وکړي.
خو لیدل کېږي چې دا هوکړه له د عملي پړاو په درشل کې د دواړو لوریو لخوا نقض شوې هم ده.
طالبانو له هوکړې وروسته پر افغان ځواکونو تاوتریخوالی زیات کړی او امریکايي لوري هم څو ورځې په هلمند کې طالبان په نښه کړل.
که څه هم د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، طالبان د سولې هوکړې ته ژمن دي خو ویلي یې دي چې د تاوتریخوالي زیاتوالی ورته د منلو نه دی.
بلخوا طالبانو که څه هم ویلي چې د تاوتریخوالي راکمولو لپاره کار کوي، خو ویل کېږي چې دا ډله په خپلو ټولو جنګیالیو کنترول ساتلو کې پاتې راغلې او ځینې قومندانان یې د سولې تړون د ماتېدو په خاطر پر افغان ځواکونو بریدونه کوي.
د طالبانو د نظامي کمېسیون مشر ملا ذاکر پر ټولو طالبانو غږ کړی چې د افغانانو په وړاندي خپلو فعالیتونو ته دوام وکرکړي.
د کوټي شورا ځیني استازو او د طالبانو قاضي القضات د ملا ذاکر د کنټرولولو هڅه کړې ده ، خو پآکستان مېشتو طالب مشرانو ددې ستونزي د حل لپاره قطرنه مرسته غوښتې ده .
په قطر کې طالب سرچینو خبریال ډاټ کام ته وویل چې ملا برادر د ملا ذاکر د کنټرول لپاره ملا فاضل اخوند او شاهین صیب کوټي ته استولي دي.
تېره شپه د کوټې د پښتون اباد سیمې په چالو باوړۍ سیمه کې ملا فاضل اخوند او ملا ذاکر لمړی د ځینو نورو طالب مشرانو په وړاندي خبري سره وکړې او وروسته یې یو په یو – یوه غونډه هم وکړه .
ملا ذاکر یو د هغه طالب قوماندانانو له جملې څخه دی چې په جنګي طالبانو کې پراخ ملګري لري او تر ډېره بریده یې طالبان خبري ته غوږ نیسي.
Mula Zakir shall set with Afghan government to find a solution other wise hatred against them will increase.