تاند- ۱۳ متقاعدو امریکايي جنرالانو او جګپوړو دیپلوماتانو د امریکا له ولسمشر بارک اوباما څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو اوسنی شمېر لږ نه کړي.

دوی خبرداری ورکړ چې که د دغو ځواکونو شمېر کم کړای شي د افغان امنیتي ځواکونو روحیه به کمزورې او د طالبانو هلې ځلې به نورې هم زیاتې شي.

دغو دیارلس امریکايي جنرالانو او دیپلوماتانو د ولسمشر بارک اوباما د واک په دوو دورو او دغه راز د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د واکمنۍ په مهال په افغانستان کې د امریکا پوځي عملیات او پالیسي څارلې ده.

د دوی په منځ کې د پوځ جنرال او د سي آی اې ريیس متقاعد جنرال ډیوید پیترایس هم شامل دی.

د امریکا په مشرۍ د نړیوال ايتلاف څلور نور پخواني جګپوړي قوماندانان او همداراز په افغانستان کې د امریکا ۵ پخواني سفیران هم په دې ډله کې شامل دي.

دوی په یوه پرانستي لیک کې، چې ولسمشر بارک اوباما ته یې لیکلی او په نشنل انترست مجله کې خپور شوی دی، ویلي، په افغانستان کې د اوسني شمېر، چې ۹۸۰۰ دی، پرېښودل به احتمالاً د کډوالو د شمېر پر نه زیاتېدو، د طالبانو د اعتماد پر نه لوړېدو، د افغان امنیتي ځواکونو او عامو افغانانو د مورال پر نه کمزوره کېدو، د افغانستان د اقتصاد پر نه خرابېدو او حتي د پاکستان پر ستراتیژیکې پانګونې اغېز ولري.

دا لیک څو ورځې مخکې تر دې خپور شو چې په افغانستان کې د ناټو اوسنی عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن د افغانستان په اړه د خپل ماموریت د لومړیو درو میاشتو وروستۍ ارزونه سپینې ماڼۍ ته وړاندې کړي.

د اوباما له اوسني پلان سره سم په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر باید تر ۲۰۱۷ پوري ۵۵۰۰ تنو ته رالږ شي خو د طالبانو له لوري جګړې ته زور ورکولو امریکايي چارواکي اړ ایستلي چې له افغانستانه د خپلو ټولو پوځیانو د ایستلو په پلان کې بدلون راولي.

همداراز اوس پر طالبانو سربېره القاعده او داعش هم په افغانستان کې فعالیت زیات کړی دی.

2 thoughts on “امریکايي جنرالانو او په افغانستان کې سفیرانو له اوباما وغوښتل چې له افغانستانه ځواکونه ونه باسي”
  1. ښاغلو د امریکا ۱۳ متقاعدو امریکايي جنرالانو او جګپوړو دیپلوماتانوسفیرانو، ښاغلی اوباما ته ستاسو دامشوره بی الکل غلطه اودامریکا ګټو اود نړی دبشری قوانینو خلاف ده. اوهم په افغانستان کی دجنګ اوږدول او دوژنو ډیرول دی.
    باید تاسو ښاغلو داسی مشوره ښاغلی اوباما ته ورکړی وای ( طالیبان، القاعده، داعیش اونور ورانکاری اوترهګر په پاکستان کی تربیه کیږی، اوپه افغانستان کی خارجی قوای، ملی اردو، ملی پولیس اوعام خلک وژنی، اوحالات په خرابیدو روان دی، نوپدغه وجه باید پاکستان ته ښاغلی اوباما اونور لوړ پولی چارواکی ووای چه لمړی ددغو ورانکارو څخه لاس واخلی، اوهم یی په له مینځه وړلو کی صادقانه همکاری وکړی، اوکه نه لاس اخلی، او نه یی له مینځه وړی، نو امریکایی ځانګړی او خاص قواوی دی ددغو خلکودله مینځه وړلوپه خاطر، دملل متحد دامنیت دقانون په اساس، دننه په پاکستان کی نظامی عملیات پیل کړی) که داسی ونشی نوکلونه کلونه به دافغانستان جګړه دوام ومومی، اوهم به امریکایی قواوی دافغانستان په جنګ کی ګیر پاتی وی، هم به دمالی اوهم به دجانی تاوان سره مخامخ وی، داځکه چه ستاسو سره پاکستان دخپلی ګټی په خاطر دوه مخی سیاست لوبوی.
    امریکا په ۲۰۱۶کال کی ۹۸۰۰ عسکر په افغانستان کی موجود درلودل، مګرحالات په همدغو پنځو میاشتو کی ډیر بد تر شول، په سلهاوو ملکی خلک اوپه سلهاوو عسکرووژل شول، اوهره ورځ په میلونونو ډالر په جنګ مصرف شول، مګر نتیجه صفر ده.
    امریکایان اونور دنیاوال باید داسی کار وکړی چه هم مونږ ددغه جنګ څخه خلاص شو، اوهم نوردنیاوال په آمن کی ژوند وکړی.
    مننه

  2. The war lords need to be protected so they can steal more money and deposit it in their accounts in foreign countries.

ځواب ورکول عبدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *