تاند، چهار شنبه، د دلوې ۲۳مه: د افغان جګړې شنونکو او پخوانیو امریکايي جنرالانو د امریکا د کانګرس له انګړ څخه پر واشنګټن غږ کړی چې نوی افغان حکومت دې کلک حمایه کړي او پر پاکستان دې فشار راوړي چې د طالبانو ملاتړ بس کړي.

جنرال کمبرلي فیلډ، جنرال جان کین او جنرال ګولن جسکن د امریکا د مشرانو جرګې نظامي کمېټې ته وربلل شوي وو او دغو جنرالانو له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو مشورې او توضیحات ورکړي دي.

دغو جنرالانو د امریکا سنا جرګې ته ویلي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو طرفدار نه دي، ځکه چې په بیړه د ځواکونو ایستل به افغانستان د نوي بحران په خوله کې واچوي.

امریکايي جنرالانود سناتور ریډ یوې پوښتنې ته په ځواب کې دا خبره کړې او ویلي یې دي افغان ځواکونه لا له وړاندې تر رواني فشار لاندې دي خو که امریکا هم ځواکونه وباسي دا به یو لوی خیانت وي.

جنرال کین په دې تړاو ویلي: (( که امریکا له افغانستانه وځي، ټولې لاسته راوړنې سیند وړي او داعش، القاعده او نورې ترهګرې ډلې به بیرته چاغې شي، طالبان به هم دا ځانته لویه بریا وبولي او کورنۍ جګړه به پیل شي.))

جنرال فیلډ هم وايي، د امریکا په وتلو سره افغانستان له منځه ځي او جنګسالاران بیرته واک ته رسېږي: (( بیا چې د ښځو د حقونو، تعلیم او ماشومانو په اړه څومره لاسته راوړنې لرو، دا ټولې له منځه ځي.))

جنرال جکسن بیا وايي، چې که امریکا له افغانستانه ځواکونه وباسي نو په سیمه کې به خپلو رقیبانو روسیې، چین، ایران، پاکستان او نورو ته د نیابتي جګړو د پیل زمینه برابره کړي: (( پاکستان باید پوه کړای شي چې افغانستان کې سیاسي مشارکت نه ملاتړ وکړي او له طالبانو لاس واخلي.))

په همدې حال کې جنرال کین امریکا مخاطبه کړې چې په افغانستان کې دې د نوي حکومت کلک ملاتړ وکړي او ګډ کار دې ورسره وکړي.

نوموړي د ولسمشر غني لخوا د امریکايي ځواکونو د مصارفو د کمولو د طرحې هرکلی کړی او وايي، ښاغلی غني په هڅه کې دی چې د خپلو ځواکونو مالي ملاتړ له سعودي، اماراتو او نورو هیوادونو هم ترلاسه کړي.

دغو جنرالانو همداراز ټنیګار کړی چې له طالبانو سره دې داسې تړون لاسلیک شي چې په افغانستان کې سیاسي مشارکت ته لاره خلاصه کړي او د دوه لسیزو لاسته راوړنې هم ورسره خوندي شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پومپیو افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئيس عبدالله ته د سولې د پروسې د وروستیو پرمختګونو په اړه راپور ورکړی دی.

2 thoughts on “امریکايي جنرالان: واشنګټن دې د نوي افغان حکومت ملاتړ وکړي او پر پاکستان دې فشار راوړي”
  1. نن امریکایی جنرالان دا خبره نه کوی مګر دا خبری تل دوی کړی مګر عمل یی کم دی
    کچیری رښتیا امریکا په پاکستان سیاسی او اقتصادی فشار راوړی نو زما په اند کیدای شی په افغانستان کی په یوه اونی کی سوله راشی مګر همدا امریکا ده چی پاکستان معلومداره ۳۳ میلیارده ډالره مرسته ورکړی چی ټرمپ په یوه ټویت کی روښانه کړه

    یوه ورځ می د بی بی سی راپور کاته هغه کی لیکلی وو چی جوبایډن کرزی ته ویلی وو چی له افغانستان څخه موږ ته پاکستان څو ځله مهم ده او بیا ورته ویلی وو چی موږ پوهیږی چی طالبان په کراچی د پاکستانی استخباراتو تر زنی لاندی تربیه کیږی او افغانستان ته راځی او ویلی وو چی موږ د هغو طالبانو په وړاندی مبارزه کوو چی د امریکایی اتباعو په وړاندی ستونزی جوړوی او کرزی ورته ویلی کچیری طالبان په کابل یا بل لوی ښار ۸۰ یا ۷۰ کسان ووژنی تاسی دا ډول وژنی ترهګری ګڼی یا بل څه هغه وویلی وو چی دا د تاسی او پاکستان تر مینځ خپلی مینځه ستونزه ده

    نو لدی معلومیږی چی امریکا په هر څه خبره ده آن تردی چی په ۲۰۱۴ کال کی مخکی ولسمشر اوبا ویلی وو چی طالبان له ۲۰۱۷ څخه وروسته زموږ دښمنان ندی کله چی ډیورنډ خبره یاده شوی وو نو امریکا د پاکستان په طرف نظر ورکړی وو چی داسی ویل کیږی چی د همدی اغزن تار مصرف هم امریکا ورکړی

    ترڅو چی نړیوال جنګی جنایی محکمه افغانستان ته دعوت نشی او دلته دا ۴۰ کلن جګړی او وینی توینی او مجرمینو د عدالت کشکولو کی له افغان ولس سره مرسته او بی پری پریکړه وکړی او همدارنګه همدا محکمه یعنی نړیواله محکمه د ښکته پښتنو چی پنجاب ورباندی ظلم او بی محکمی قصابی شروع کړی هم بی پری او د امریکا او برتانیی له توقع خلاف د بین المللی قوانینو په مطابق پریکړه وکړی

  2. مطمین اوسئ چې سوله موله نشته. پاکستان هسې ټرمپ خوشالوي ځکه ټرمپ غواړي په راتلونکو ټاکنو کې خلکو ته ووايي چې ما د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ختمه کړه او خپل عسکر مې کورته راوستل. پدې چل د بیا ټاکل کیدو لپاره د لا ډیرو امریکایانو رایې لاسته راوړل غواړي.
    ټالیب نه سوله کوي، نه د سولې اختیار لري او نه یې هم پاکستان پریږدي چې سوله وکړي. ټالیب یې د افغانستان ورانولو ته جوړ کړی او لکه څنګه یې چې په مجاهد دا هیواد وران کړ په ټالیب به یې هم ورانوي. پاکستان دومره احمق نه دی چې تاسې ته پخپلو پښو د دریدو موقعه درکړي او ځانته مشکلات جوړ کړي او نه هم ټالیب دومره نمک حرام دی چې د پاکستان له امره به سرغړونه وکړي او له خپل دولت او نظام سره به جګړه بس کړي.
    دا چې تاسې تر څو غلطیږئ نو پاکستان به مو هم غلطوی. یو شمیر افغانان لکه ماهیان ډیره لنډه حافظه لري ځکه خو هر کال په هماغه یوه ډرامه غلطیږي. یو کس یو ځل غلط شي، دوه ځله غلط شي خو دا چې هر کال په هماغه یوه خبره غلطیږي دا نو د غلط شوي حماقت ښيي. دې کس سره بیا همدا جوړیږي چې نور یې غلط کړي. د سولې ارمان له ټولو سره شته خو د سولې ارمان پدې معنا نه ده چې هر کال د سولې په درامو غلط شئ.
    څو کاله وړاندې مې یو خبر لوسته چې یو متقاعد پاکستاني جنرال یوې امریکايي ژورنالیستې ته ویلي وو چې که ساعت تاسې سره دی خو وخت له مونږ سره دی یعنې تاسې ډیر وخت نشئ پاتې کیدلای او هر وخت چې ووځئ مونږ به بیا بیرته افغانستان ونیسو. پاکستان ریښتیا هم د دغو ډرامو پواسطه ځانته وخت اخلي. څومره کلونه یې په همدې یوه ډرامه تیر کړل؟ د افغانانو خوشباوري ته چې ګورم نو دومره نور کلونه هم په همدې یوه ډرامه تیرولای شي. پاکستان پدې ډرامه نه یوازې افغانان غلطوي بلکې بهرنیانو ته هم ښيي چې دا دی مونږ په افغانستان کې د سولې راوستو پوره کوښښ کوو. پاکستان صرف د موقعې انتظار کوي او داسې ښکاري چې موقعه نژدې ده.
    لږ تاریخ وګورئ. لکه ټالیب غوندې ډلې چې کنټرول یې د دښمن هیواد په لاس کې وي هیڅکله بیا وایم هیڅکله هم په خبرو نه دي ورکې شوي او نه هم ورکیږي. دغه ډلې هغه وخت ورکې شوي چې ملت له خپل دولت سره دریدلی او د دغو وحشیاو په ضد یې عملیات کړي. یا یې وژلي یا یې بندي کړي او یا هم ترینه نورو هیوادو ته تښتیدلي. په بل شکل د ټالیب ورکول ناممکن دي.
    اوس به ځینې وايي چې ټالیب په جنګ نه ورکیږي که ورکیدای دا ۱۸ کاله کې به ورک شوی وو. دوی ته ویل غواړم چې دولت لا له ټالیب سره سمه جګړه نه ده کړې برعکس د ټالیب حملو ته په مورچو کې انتظار کوي. ټالیب به هغه وخت ورک شي چې د ټالیب په ضد لکه پاکستان سراسري عملیات وشي. ټالیب پلوو سره هم لکه ټالیب چلند وشي. ټالیب یوازې زور پيژني او په زور ورکیدای شي خو دولت زور نه وهي ځکه د یو څو بیګناه انسانانو په مرګ خپل ټول عملیات ودروي چې په نتیجه کې د ټالیب عمر ډیر شي او لا ډیر بیګناه خلک ووژني.
    که تاسې ريښتیا هم د ټالیب خبرو ته خوشاله یاستئ او فکر کوئ سوله به راولي نو اول له ځانه پوښتنه وکړئ چې آیا پاکستان دا غواړي چې په څنګ کې دې یې یو جوړ ازاد او خودمختار افغانستان موجود وي؟ آیا دا منئ چې پاکستان له تاسې سره په راسته کې دی؟ که دا منئ نو سمه ده بیا دا طمع ولرئ چې له ټالیب سره خبرې به نتیجه ورکړي خو که حقیقت منئ چې ټالیب د پاکستان ملیشه ده بیا دا هم ومنئ چې پاکستان هیڅکله هم پخپل څنګ کې یو جوړ افغانستان نشي زغملی. مونږ مجبور یو د پاکستان په دښمني کې ځان په پښو ودروو او پخپلو پښود دریدو لپاره باید اول مونږ دا پاکستانۍ ملیشه له مینځه یوسو.
    د افغانستان د جنګ ختمول سخت دي خو ناممکن نه دي. البته د ولسمشر او د هغه د لوړ پوړیو چارواکو قوي دریز او هوډ غواړي. په داسې سست او مذبذب دریز ټالیب څه چې دا عادي بدماشان هم نه ورکیږي.
    له ډیری افغانانو سره مې توپیر دا دی چې زه د سولې په ډرامو نه غلطیږم او دا د پاکستان چل ګڼم تر څو ځانته وخت واخلي. ټالیب نه سوله کوي نه د سولې اختیار لري او نه هم د سولې لپاره جوړ شوی.
    https://tatobaynews.com/archives/94696

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *