تاند- هغه جنرال چې په کندوز کې یې د بې سرحده ډاکترانو د ټولنې پر روغتون د حملې مسوولیت په غاړه درلود، وايي چې په کندوز کې له طالبانو سره جنګېدونکو افغان ځواکونو له دوی څخه پر دغه روغتون د حملې غوښتنه کړې وه.
په افغانستان کې د غوڅ ماموریت عمومي قومندان، امریکايی جنرال جان کېمبل د دوشنبې په ورځ د پینتاګون (د امریکا دفاع وزارت) خبري غونډې ته وویل، هوايي حمله له هغو افغان امنیتي ځواکونو سره د مرستې په نیت وشوه چې په کندوز کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې نښتي وو.
«موږ ته اوس څرګنده شوه چې د اکتوبر په درېمه /د شنبې ورځ/ افغان امنیتي ځواکونو راته وویل چې پر دوی د دښمن له سنګرونو ډزې کېږي او له امریکايي پوځیانو یې د هوايي ملاتړ غوښتنه وکړه. هاله د طالبانو د خطر د ختمولو لپاره د هوايي برید امر وشو او یو شمېر ملکیان تصادفاً ووژل شول.»
د امریکا دفاع وزیر کارتر اشتن د یکشنبې په ورځ وویل، که تحقیقاتو وښودله چې امریکايي پوځیانو قصداً پر روغتون برید کړی دی، له مسوولو کسانو سره به محاسبه وشي.
ده همداراز وویل:«دا د انسانانو د وژل کېدو دردوونکې پېښه وه.»
د کندوز سرپرست والي حمد الله دانشي ادعا کړې چې روغتون د طالبانو مرکز و او هلته ترهګر موجود ول، خو نه ده او نه امریکايي چارواکو په دې حمله کې د کوم ترهګر د وژل کېدو یادونه کړې ده.
درست ۲۲ وژل شوي کسان یا د بې سرحده ډاکترانو د ټولنې غړي ول او یا ملکي ناروغان.
په پیل کې امریکايي پوځیانو ادعا کړې وه چې دا برید یې د خپلو پوځیانو د دفاع لپاره کړی دی.
جنرال کېمبل هم د دې موضوع یادونه وکړه، ویې ویل، په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي وو چې دا هوايي حمله د امریکايي پوځیانو د ساتنې لپاره شوې ده خو د امریکا د پوځ څېړنو وښودله چې خبره دغسي نه ده.
کېمبل په عین حال کې وویل چې تحقیقات لا په لومړنیو پړاوونو کې دي او په دې باب څه نه شي ویلی چې ولي پر روغتون بمباري وشوه.
کېمبل وویل چې امریکايي پوځیان په اکثرو مواردو کې پر حساسو ځایونو لکه روغتونونو، ښوونځیو او جوماتونو حمله نه کوي.
ده ونه ویل چې چا د دې هوايي حملې امر ورکړ او یا ویل شوي و چې پر دغه روغتون به حمله نه کېږي.
کېمبل هیله څرګنده کړه چې د څېړونکي افسر برید جنرال ریچرد کیم له لوري د څېړنو لومړنی راپور په راتلونکو ورځو کې اعلان شي. نوموړی اوس په کندوز کې دی.
دا په په داسي حال کې ده چې د بې سرحده ډاکترانو ټولنې ویلي چې د امریکا د پوځ تحقیقات نه مني، باید یو بې پرې نړیوال پلاوی د دې پېښې په اړه تحقیقات وکړي.
خو کېمبل وايي چې د افغانستان حکومت او ناټو به هم جلا جلا د پېښې په اړه څېړنې وکړي.
هغه چا چه غوشتنه كړي او كوردينات ءي ور كرري هغه شخص دي دبر رسي كميسون ته معرفي كړي .بيا ددوي مسوليت رفعه دي .
او كه دشفا خاني په نامه كور دينات ور كړل شوي بيا مسوليت كي شامليږي ځكه په جنګ كي دداسي ځايو بمبارد ممنوع دي
د دی روغتون د داکترانو او ملکی خلکو د وژلو مسوولیت ترډیره د کندوز په جنګ کی د افغانستان د ملی اردو منسوبین هم ملامت دی. که دوی پر دی سیمه د نړیوالو ځواکونو مرسته نه وای غوښتی او سیمه یی کلابنده کړی وای د ورځی له خوا به د دښمن مواضیع معلومی شوی وی او د ملکی خلکو د تلفاتو نه به مخ نیوی شوی وای.
د افغانستان دولت د خپلو ټولو اتباعو د ژوند د ساتنی مسوول دی حتی د وسله والو مخالفینو چی کله تسلیم او یا اسیر شی هم باید ونه وژل شی .
The money sent for training the soldiers went to private accounts. The army was not trained enough to fight the Taliban Fighters.