افغانستان د نړۍ د ټولو تریاکو په سلو کې ۹۰ تولیدوي. په افغانستان کې تر ټولو زیات کوکنار په هلمند کې کرل کېږي

تاند- یو جګپوړی امریکايی جنرال وايي، طالبان په خپلې تر ټولو غښتلې اډې یعني هلمند ولایت کې د انشعاب او درز په حال کې دي.

جنرال ویلسن شیفنر د ټېلفون له لارې په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې دوی (امریکايي پوځیان) د هلمند په شمال کې د طالبانو د درو جلا جلا ډلو ظهور ویني او دا درې ډلې ملا اختر محمد منصور ته تر ډېره وفاداره نه دي.

ده زیاته کړه، د طالبانو ترمنځ درز به ممکن فرصت برابر کړي چې طالبان د افغانستان له حکومت سره پخلا شي، او یا کېدای شي داعش ته به چانس په لاس ورکړي چې د طالبانو په مختلفو ډلو کې نفوذ وکړي.

« کېدای شي دا یې بالقوه پایله وي، (خو) موږ په لومړي ګام کې دا احتمال تر هلمند د افغانستان په ختیځ کې زیات وینو.»

دغه امریکايي جنرال دا هم وویل چې په هلمند کې د طالبانو بېلابېلې ډلې له نژدې څاري.

ده زیاته کړه:«دا به ډېره دلچسپه وي چې د دغو درو ډلو په منځ کې عواید د چا لاس ته ورځي.»

جنرال شیفنر دا هم وویل چې د کوکنارو د حاصل اخیستلو د فصل په خاطر به د روانې میاشتې په پای کې جګړه سړه شي.

ده اټکل وکړ چې د طالبانو تر نیمايي زیات عواید له کوکنارو ترلاسه کېږي.

د طالبانو ترمنځ د هرات په شینډنډ ولسوالي کې هم سختې جګړې شوي دي. د ځینو راپورونو له مخې، د اختر محمد منصور ډله توانېدلې چې د ملا محمد رسول اخوند ډلې ته زیاتې مرګ ژوبلې واړوي.

د رسول ډله خپل لوري ته درنې مرګ ژوبلې مني او وايي چې مقابل لوري یې جګړې ته پنجابیان راوستي دي.

2 thoughts on “امریکايي جنرال وايي، طالبان په هلمند کې په ۳ ډلو وېشل شوي”
  1. امریکایان ډیر دروغجن دي ددوی په خبره هیڅ اعتبار نشي کیدلی، دوی د جګړې په میدان کې ماته وخوړه اوس غواړي دتبلیغاتو له لارې یوځل بیا داسې ذهنونه مغشوش کړي لکه په ۲۰۰۱ میلادي کال کې یې چې خلک تیرایستل خو دا خل تولوخلکوته دا په اثبات رسیدلي چې امریکایان دروغ وایي.
    په سیاسي او پوځې تنظیمونو او خوځښتونو کې طالبان یو داسې خوښځښت دی چې په ایډیالوژي سره راټول شویدي دوی هیڅکله هم نه سره تیت پرک کیږي، نفاق دځان لپاره یوشرعي جرم ګڼي . کوم کسان چې دطالبانو له ډلې داعش ته تللي دا هغه خلک ول چې طالبانو داختطاف او ناروا ظلمونو په جرمونو له خپله صفه شړلي ول او کوم کسان چې مادرسول سره تللي اول خو یې شمیر ډیر کم دی او دویم دا خلک په ځان مین او پیسه دوست او چوکي خوښي دي. نو ددوی راتلونکي ډیره خرابه او تیاره ده باقي دافغانستان دطالبانو اسلامي تحریک ډیر مضبوط قوت دی ددوی دانشعاب خطر نشته .

  2. امریکایان ډیر دروغجن دي ددوی په خبره هیڅ اعتبار نشي کیدلی، دوی د جګړې په میدان کې ماته وخوړه اوس غواړي دتبلیغاتو له لارې یوځل بیا داسې ذهنونه مغشوش کړي لکه په ۲۰۰۱ میلادي کال کې یې چې خلک تیرایستل خو دا خل تولوخلکوته دا په اثبات رسیدلي چې امریکایان دروغ وایي.
    په سیاسي او پوځې تنظیمونو او خوځښتونو کې طالبان یو داسې خوځښت دی چې په ایډیالوژي سره راټول شویدي دوی هیڅکله هم نه سره تیت پرک کیږي، نفاق دځان لپاره یوشرعي جرم ګڼي . کوم کسان چې دطالبانو له ډلې داعش ته تللي دا هغه خلک ول چې طالبانو داختطاف ، نارواو او ظلمونو په جرمونو له خپله صفه شړلي ول او کوم کسان چې مادرسول سره تللي اول خو یې شمیر ډیر کم دی او دویم دا خلک په ځان مین او پیسه دوست او چوکي خوښي دي. نو ددوی راتلونکي ډیره خرابه او تیاره ده باقي دافغانستان دطالبانو اسلامي تحریک ډیر مضبوط قوت دی ددوی دانشعاب خطر نشته .

ځواب ورکول qamar ali ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *