جک کین

تاند(سې شنبه، د دلوې ۱۵مه) د امریکا د پوځ پخوانی مرستیال لوی درستیز متقاعد جنرال جک کین وايي، په افغانستان کې د کارول کېدونکو بمونو په سلو کې ۸۵ له پاکستان څخه راځي.

جنرال کین په واشنګټن کې هیرټیج فونډېشن ته په وینا کې وویل، د پاکستان استخباراتي اداره او پوځ د طالبانو ملاتړ کوي.

ده زیاته کړه، پاکستان طالبانو ته په میرانشاه او کوټه کې پناه ورکړې او د کیمیايي سرې دوې فابریکې یې د هغوی د ملاتړ لپاره جوړې کړي چې په افغانستان کې د افغان او امریکايي ځواکونو پر ضد د ټولو کارول کېدونکو چاودېدونکو موادو ۸۵ سلنه پکې جوړېږي.

کین همداراز وویل چې په افغانستان کې د جګړې سوله ییز حل ته خوشبینه نه دی.

د ده په وینا طالبان باور لري چې له امریکا سره جوړجاړی به په افغانستان کې سیاسي او پوځي انډول د دوی په ګټه بدل کړي او دا به ورسره مرسته وکړي چې په نهایت کې د افغانستان حکومت وپرزوي.

له وروستیو انکشافاتو داسې ښکاري چې د پخوانیو خوشبینیو خلاف د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه چندان نژدې نه ده.

د وسله والو طالبانو جنګي ویندوی ذبیح الله مجاهد نن ویلي چې د سولې پروسه د دوی له لوري نه بلکې د امریکا له خوا ځنډنۍ شوې ده.

مجاهد د امریکايي چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې ویلي«اسلامي امارت د مشکل د حل اراده اوتوان لري، د مذاکراتو بهیر د ټرمپ ټویټ، د امریکا متعددو غوښتنو، په امریکا او کابل کې د چارواکو اختلاف ټکنی کړی.

ښاغلی پمپیو دې د خپل بام واورې زموږ پر بام نه را اچوي، زموږ موقف اصولي او متحد دی، دریځ مو د مقابل لوري په شان متزلزل نه دی.»

خو جنرال کین وايي چې طالبان د سولې په فکر کې نه دي«دوی سیاسي روغه جوړه نه غواړي، دوی په واک کې شراکت نه غواړي، دوی په ولسواکۍ (انتخاباتو) کې ګډون نه غواړي.»

د کین په باور په سلو کې ۸۵ افغانان د طالبانو مخالف دي.

ده ټینګار وکړ، که طالبان په انتخاباتو کې ګډون وکړي حتي په یوه ولسوالي کې به هم بریالي نه شي.

طالبان ظاهراً وايي چې له امریکا سره له موافقې وروسته په بین الافغاني خبرو کې ګډون کوي خو تراوسه پورې یې نه دي ویلي چې په انتخاباتو کې به ګډون کوي یا به د افغانستان له حکومت سره په واک کې ګډېږي.

4 thoughts on “امریکايي جنرال: پاکستان د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي”
  1. دپاکستان ددولت تروریستی سیاست او مداخلی په افغانستان کی دی حد ته رسوا شوی چه دادی امریکا هم اوس اوس ددغه واقعیت نه په خپله خوله پرده پورته کوی چه د افغانستان طالب تروریستی ګروپ د پاکستان نه تریننګ اخلی ، تجهیزات تر لاسه کوی مالی حمایت ترلاسه کوی . تراوسه خو پاکستان د تروریستی دولتونو په خړ لیست کی راغلی ، او ډیر ژر به په تور لیست کی راشی ، چه په نتیجه کی به د پاکستان دولت تر کلکو بین المللی تحریمونو او تعذیراتو لاندی راځی ، په دی ترتیب به د پاکستان دولت د انزوا خواته درومی . د افغانستان دمظلوم ملت آه وفریاد الله تعالی اوری او دزرګونو شهیدانو وینی به نه ضایع کیژی .

  2. یا اهل ال افغانی اسلام ،وعلیکم فا اما بعد۰
    فا انا الطالبین فهم الجاهلین۰فهوا یسمع ویفعل ما یقولو ال پاکستانی۰
    یاخذ امر مناال پاکستانیالشیطین و ال منافق۰ الطالبین عاجز مناالعقل کمالالخمار۰
    فانا الطالبین یقتل الشکرال افغانی صادق وال مومن۰
    ال لشکر ال افغانی یدفع من ال بیت المال ومنافع الافغانی
    کل مسلم اخوته الا پآکستانی=فانا پاکستانی فهوا اخوانالشیطین
    ال شکران
    تمت بالخیر

  3. امریکا درواغ وایی ځکه دوی نن نه دا ۴۰ کاله د پاکستان پوځ مالی او نظامی ملاتړی هیواد وو چی پاکستان پوځ او استخباراتو د امریکا په وسله او پیسو باندی چی غیر مستقیم مجاهدینو ته ورکول کیدی د افغانستان ۱۰۰ کلن پراختیایی پروژی او ملی تاسیسات ورباندی وران کړل یعنی پدی معنا چی امریکا له مخکی پدی پوهیده او ښه پوهیږی چی همدا پاکستان ده چی طالبانو مالی او نظامی ملاتړ کوی ځکه دا خبره ټرمپ کړی چی موږ پاکستان ۳۳ میلیارده ډالر ورکړ مګر پاکستان موږ سره فریب وکړ
    لدی خبری داسی معلومیږی چی دا خو ښکاره ډالرو اندازه وو چی رسانیو ته افشا شوی همدارنګه امریکا د قطر دولت کی نظامی لوی آډه لری او هم پدی قطر کی طالبانو ته سیاسی نماینده ګی خلاصه کړی
    تاسی به خبریاست چی پاکستان صدراعظم افغان سولی په اړه له ټرمپ سره چهنی وهی
    نو هر افغان حیران ده چی سوله افغان ولس غوښتنه او اړتیا ده نو د پنجاب پدی کار کی څه کار نو لدی معلومیږی چی پنجاب نغواړی چی افغان ولس په سوله او ثبات کی ژوند تیر کړی او پنجاب تل کوښښ کوی چی داسی د قتل او قتال پروژی د برتانیی یعنی مخکینی انګریزانو او امریکا په مالی مرسته ترتیب کړی چی افغان ولس او دولت څخه یی لاره ورکه شی
    ځکه خو یی اوس د داعش په نوم ډله جوړه کړی چی تیر میاشتو کی تسلیم شوی داعشیان له نیمایی زیات پنجابیان وو

    فضل الرحمن وویل چی د افغانستان د جنګ لپاره ځوانان مدرسو کی ندی تربیه شوی بلکه پاکستان پوځ او استخباراتو روزلی دی

    http://www.taand.com/archives/136837
    امریکايي سناتوران: پاکستان باید نور د طالبانو او ترهګرو ډلو ملاتړ بس کړي

    http://www.taand.com/archives/99802
    نیکلسن وايي پاکستان لا هم د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي

    http://www.taand.com/archives/92084
    د پنتاګون تازه راپور: پاکستان د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي

    http://www.taand.com/archives/81870
    امریکايي جنرال، تر څو چې په پاکستان کې پناهځایونه وي، جګړه به دوام لري

    http://www.taand.com/archives/81652
    غني: که په پاکستان کې پناهځایونه نه وای طالبانو یوه میاشت جګړې ته دوام نه شوای ورکولی

    http://www.taand.com/archives/142781
    مولانا فضل الرحمان: آی ایس آی د غرب په فرمایش افغان جګړې ته د مدرسو پښتانه استولي

    http://www.taand.com/archives/99460
    فضل الرحمن: د جمعیت علمای اسلام له مرستې پرته د پاکستان پوځ ترهګر ځپلی نه شوای

    http://www.taand.com/archives/142890
    د ملا فضل الرحمن عقل اوس سر ته راغی| سید عبدالله پآچا

    http://www.taand.com/archives/138355
    د مولانا فضل الرحمن په اعتراض کې د افغان طالبانو د ګډون او بیرغ رپولو سناریو څه ده؟

    http://www.taand.com/archives/138329
    د عمران خان حکومت هڅه کوي مولانا فضل الرحمن د بغاوت په تور ونیسي

    http://www.taand.com/archives/132644
    د شمال طالبان د پاکستاني جنرال شیخ مطیع الله په رهبرۍ جګړه کوي

    http://www.taand.com/archives/37539
    جنرال حمیدګل: دا سمه ده چې جنګ افغانانو کاوه، خو لارښونه يې ټوله زما وه

    http://www.taand.com/archives/26732
    حمیدګل: افغانستان اکاډیمیک ته نه بلکې جنګي مشر ته اړتیا لري

  4. پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر په یوه ټویټ پیغام کې ویلي دي چې پاکستانی ریاست خلک د ډالرو په مقابل کې وژني.

    د پي ټي ایم دغه مخکښ مشر علي وزیر د پاکستان پوځ ته په خطاب کې ویلي دي، چې اوس واړه ماشومان هم په دې پوهېږي چې تاسو ترهګر یاست او د ډالرو په مقابل کې خلک وژنۍ.

    د علي وزیر پر وینا “”په دې باید ټول وپوهیږو او ټوله دنیا هم پرې خبره ده چېرې چې ترهګري شتون لري د هغوۍ تر شاه د پاکستان پوځ پراخ ملاتړ او لاس لري .

    نوموړي په خپل یوه ټویټ کې ویلي دي چې” راو انور د پولیسو له لوري په رنجر موټر کې وړل کېږي، هغه لوبه چې وسله والو طالبانو او نورو ادارو سره کېږي له ټولو څخه د پښتون نسل وژنه څرګنده شوې او څرکندیږي.”

    نوموړي دا ټولې خبرې د پاکستاني طالبانو د پخواني ویاند د خوشې کېدلو په غبرګون کې کړي دي.

    د وسله والو طالبانو د پخواني ویاند احسان الله احسان د ازادیدو په اړه په ټولنیزو رسنیو ډیری خلکو د اړوندو ادارو څخه سپیناوی غوښتی دی چې ولې او په کومې معاملې سره روخصت شوی، خو ریاست لا هم چوپه خوله ناست دی.

    د معلوماتو له مخې د طالبانو ویاند” احسان الله احسان” د پاکستان د پوځ تر ولکې لاندې په تېښته بریالی شوی دی،خو اوس یې په یوې ویډیوي پیغام کې خبر ورکړی دی چې ګواکې د پاکستاني پوځ او د استخباراتي اداري په اړه به له ډیرو پټو رازونو څخه پرده پورته کړي.

    علي وزیر د طالبانو د همدې ویاند په اړه لیکلي دي چې ولې او په کومه په تېښته بریالی شو؟

    علي وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښو مشر انو له ډلې څخه دی چې د (پي ټي ایم ) د راتګ سره سم تر اوسه پورې پښتون قام ته د عدالت غوښتلو په مبارزو بوخت دی چې پر مهال یې زندانونه هم تیر کړي دي.

    علي وزیر تل پر پاکستاني ریاست تور پورې کوي چې ګواکې په دې هېواد کې پر پښتنو ژوند راتنګ کړی دی او د لر او بر د پښتنو په منځ کې ریاست بې اتفاقۍ راوستلو ته لاس اچولی دی.

    خو د علي وزیر پر وینایوه “ورځ به د پښتنو پر زړه راښکل شوې کرغېړنه کرښه اغزن تار به د پاکستان په غاړه کې اچوم او حساب کتاب به ورسره پیلوو.”

    د یادولو ده چې د منظور پښتین د نیول کېدلو وروسته د (پي ټي ایم ) ټول مشرانو د پاکستاني ریاست پر ضد راپاڅېدلي دي او د خپلو حقونو د غوښتلو ترڅنګ یې د نا انصافۍ په په اړه احتجاجونه پیل کړي دي.

ځواب ورکول کاماوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *