تاند- امریکايي ستوربېړۍ جونو نن سهار /سې شنبه/ خپل اصلي منزل یعني د مشتري مدار ته ورسېده.
د جونو په نوم دې سفینې نژدې ۳ ملیارد کیلومتره مزل په داسي حال کې په بریالیتوب وکړ چې په لاره کې باید له شدیدو وړانګو او ګرځنده اجرامو تېره شوې او د شمسي نظام تر ټولو د سترې سیارې په مدار کې ځای پر خای شوې وای.
دا ستوربېړۍ، چې انسان پکې نشته، د ۲۰۱۱ م کال په اګست کې د فلوریدا ایالت له کیپ کانورال څخه فضا ته وتوغول شوه.
پرون /دوشنبه/ جونو ستوربېړۍ مشتري ته نژدې شوه خو سخت ماموریت یې دا و چې باید د مشتري په شاوخوا کې له تېزو وړانګو او اجرامو تېره شي او د مشتري په مدار کې حرکت پیل کړي.
له بلې خوا دا وېره هم وه چې د جونو تر اندازې زیات سرعت به د دې سبب شي چې د مشتري ترڅنګ تېره شي.
د مشتري د مدار لور ته د حرکت په مهال د جونو سرعت په هر ساعت کې څه باندې ۲ لکه ۹ زره کیلومتره و.
ساینسپوهان وايي، د مشتري په شاوخوا کې وړانګې دومره ډېرې دي چې د جونو ستوربېړۍ الیکترونیکي ماشینونه یې له کاره غورځولی شوای.
له بلې خوا دا ډار هم و چې ممکن دا ستوربېړۍ له کوم جرم سره ټکر شي.
مشتري، چې په انګریزي ژبه یې جوپیتر بولي، لمر ته د نژدې والي له نظره پنځمه سیاره ده.
په دې سیارې کې زیات هایدروجن او هیلیوم موجود دي. تر مځکې یې د جاذبې قوه او وړانګې خورا زیاتې دي.
د امریکا د فضايي تحقیقاتو ادارې (ناسا) د جونو پر فضايي ماموریت یو ملیارد او ۱۰۰ ملیون ډالره لګولي او۲۰ میاشتې یې ورته انتظار کړی چې خپل منزل ته ورسېږي.
ګرانه !
دا بېړۍ څه وخت توغول شې او کله د مریخ مدار ته ورسېده ؟