تاند- امریکايي ستوربېړۍ جونو نن سهار /سې شنبه/ خپل اصلي منزل یعني د مشتري مدار ته ورسېده.

د جونو په نوم دې سفینې نژدې ۳ ملیارد کیلومتره مزل په داسي حال  کې په بریالیتوب وکړ چې په لاره کې باید له شدیدو وړانګو او ګرځنده اجرامو تېره شوې او د شمسي نظام تر ټولو د سترې سیارې په مدار کې ځای پر خای شوې وای.

دا ستوربېړۍ، چې انسان پکې نشته، د ۲۰۱۱ م کال په اګست کې د فلوریدا ایالت له کیپ کانورال څخه فضا ته وتوغول شوه.

پرون /دوشنبه/ جونو ستوربېړۍ مشتري ته نژدې شوه خو سخت ماموریت یې دا و چې باید د مشتري په شاوخوا کې له تېزو وړانګو او اجرامو تېره شي او د مشتري په مدار کې حرکت پیل کړي.

له بلې خوا دا وېره هم وه چې د جونو تر اندازې زیات سرعت به د دې سبب شي چې د مشتري ترڅنګ تېره شي.

د مشتري د مدار لور ته د حرکت په مهال د جونو سرعت په هر ساعت کې څه باندې ۲ لکه ۹ زره کیلومتره و.

ساینسپوهان وايي، د مشتري په شاوخوا کې وړانګې دومره ډېرې دي چې د جونو ستوربېړۍ الیکترونیکي ماشینونه یې له کاره غورځولی شوای.

له بلې خوا دا ډار هم و چې ممکن دا ستوربېړۍ له کوم جرم سره ټکر شي.

مشتري، چې په انګریزي ژبه یې جوپیتر بولي، لمر ته د نژدې والي له نظره پنځمه سیاره ده.

په دې سیارې کې زیات هایدروجن او هیلیوم موجود دي. تر مځکې یې د جاذبې قوه او وړانګې خورا زیاتې دي.

د امریکا د فضايي تحقیقاتو ادارې (ناسا) د جونو پر فضايي ماموریت یو ملیارد او ۱۰۰ ملیون ډالره لګولي او۲۰ میاشتې یې ورته انتظار کړی چې خپل منزل ته ورسېږي.

One thought on “امریکايي ستوربېړۍ د مشتري مدار ته ورسېده”

ځواب ورکول mohammad ehsan ehsan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *